افغانستان

افغان حکومت: ړانده نه یو، پاکستان دې د ترهګرو ملاتړ پرېږډي

وروسته تر هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، چې افغان دولت دې د خپلو ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي، افغان دولت یې په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان د طالبانو په ګډون د هغو ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی چې په افغانستان کې جګړه پر مخ بیایي. بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو لسیزو کې له پاکستان څخه د افغان … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: د دوحې له ناستې د پرمختګ هیله نلرو

په دوحه کې د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه کېږي خو طالبانو ویلي، چې دوی له یادې ناستې د مثبتو پایلو تمه نه لري. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې حکومت د دوی پر وړاندې جګړه اعلان کړې، خبرو ته ژمن نه دی نو ځکه په خبرو کې د پرمختګ تمه هم نه لري. که څه هم افغان حکومت او امریکا، طالبان د ملکي وګړو په … نور ولولئ

افغانستان

بایډن: پر افغان ځواکونو مو میلیاردونه ډالر لګولي، اوس یې مسوولیت دی چې له هېواد دفاع وکړي

بایډن له افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې له افغان ځواکونو یې ملاتړ پر خپل ځای دی، خو له دې سره سره یې د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی. جو بایډن ویلي دوی د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، د معاشونو ورکړې او نورو برخو کې د دوی ملاتړ … نور ولولئ