افغانستان

سرګي لاوروف: شلو کلو کې نړیوالو د افغانستان د ثبات لپاره سم کار ونه کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي. هغه زیاته کړې چې په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي. نوموړي نړیوال ملامت … نور ولولئ

افغانستان

شینواری: سختې شیبې دي خو ژر یرغل پیلوو او لاسته راوړنې راوړو

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی خو ټینګار کوي چې شاتګ د جګړې یو اصل دی او دې مسئلې ته دې افغانان هیڅ اندېښنه نه کوي. شینواري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو سخت به وځپل شي. … نور ولولئ

افغانستان

پنټاګون: موږ وځو، د افغانستان ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی

پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

ولې مو درس نه زده کېږي او هر څه مو ژر له یاده وځي؟

ځینې کسان وایي چې درس مې نه زده کېږي او که یې زده هم کړم، ژر مې له یاده وځي، یعني تمرکز نه لرم. د دې ستونزې د حل له پاره څه باید وکړو؟ په دې لیکنه کې یې زموږ د ټولنې له حالاتو سره سم هغه حل لارې ولولئ، چې د هغو کارونو کول تاسې ته ناشوني نه وي. دا ستونزه نن ورځ په ډېری کسانو کې لیدل کېږي، چې وایي درس مې نه … نور ولولئ

سینما او موسیقي

حامد کرزي د دليپ کمار پر مرګ خواشني څرګنده کړه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د باليووډ سېنما د مشهور ستوري په مرګ خواشني څرګنده کړه. دليپ کمار نن چهارشنبه سهار تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ٩٨ کلونو په عمر وفات سو. دده اصلي نوم يوسف خان وو،او په پېښور کې زېږېدلی وو،هغه مهال چې دا سيمه د افغانستان په نامه يادېدله. نوموړي د کابو ٥ لسيزو په موده کې په ٦٥ فلمونو کې کار وکړ خو پدې کمو فلمونو کې يې هم د … نور ولولئ

سپورټ

محمدنبي د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو الراونډر لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د نړۍ دویم نمبر الراونډر شو. د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یو ورځنیو لوبو کې د الراونډرانو درجه بندي اعلان کړه، چې محمدنبي عیسی خېل له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی. محمدنبي پخوا په درېیم ځای کې شتون درلود، چې اوس د ۲۹۴ نمرو په درلودلو سره د نړۍ دویم نمبر … نور ولولئ

سپورټ

اصغر: د راشد تر کپتانۍ لاندي به د ملې لوبډلې د بریاوو لړۍ روانه وي

په دریو واړه فارمټونو کې د افغان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان، په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې نوي ټاکل شوي لوبډلمشر راشدخان ارمان ته مبارکي ویلې. اصغر افغان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې او ټویټرپاڼې ویلې، راشدخان یوازې د هیواد نه؛ بلکې د نړۍ د غوره لوبغاړو څخه شمېرل کیږي او د هیواد لپاره یې ویاړونه راوړې دي. اصغر زیاته کړې، که خدای کول د راشدخان تر کپتانۍ لاندي به د … نور ولولئ

افغانستان

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی تهران ته تللی

طالبان وایي یو پلاوی یې ایران ته تللی دی او د روان وضعیت په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې اترې لري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي ددغه پلاوي مشري شیر عباس ستانکزی کوي او په تهران کې به له ایراني چارواکو سره پر بېلو مسایلو په تېره د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې کوي. ډاکټر نعیم دغه راز ویلي چې نن به له ځینو افغاني لورو سره … نور ولولئ

سپورټ

نجیب‌ ځدران: له راشدخان سره په ګډه دا لوی مسئولیت مخته وړو

په شل اوریزه سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر نجیب‌الله ځدران په خپلو تازه څرګندونو کې، د شل اوریزه لوبو د کپتان په توګه د ملې لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشدخان ارمان ته مبارکي ورکړې. نجیب‌الله ځدران پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې د افغان کرکټ بورډ څخه مننه کړې، چې پر ده یې باور وکړ او شل اوریزه لوبو کې یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه. ددې ترڅنګ نجیب‌الله ځدران ویلې، له … نور ولولئ

خواړه

امېګا ٣ د مېګرني/ نيم سري دردونو په ارامولو کې مرسته کوي

ژباړه/ څېړنو روښانه کړې چې د غوړ لرونکو کبانو او مغزیجاتو لکه آجيل، چې د امېګا ٣ غوړ اسيد لرونکي دي، کولاى شي د مېګرن/ نيم سري شديد درد ارام کړي. د ډېلې مېل په حواله، د څېړونکو مطالعو ښودلې چې د غوړو امېګا ٣ اسيدونو مصرف د مېګرن/ نيم سري په ارامتيا کې مرسته کوي. دا اسيد په ازاده کبانو، ساردين او اجيل”د مغزيجاتو لکه بادام پسته او چهار مغزو ترکيب” کې موندل کېږي. … نور ولولئ