روغه سټه

د (زندان څخه تېښته) سريال مرکزي لوبغاړی وايي چې په اوتیزم ناروغۍ اخته شوی

امریکايي فلمي لوبغاړی ونټورث میلر وايي چې تېر کال ډاکټرانو د هغه په وجود کې د اوتیزم ناروغي نښې موندلي دي. دغه بريټانياوي الاصله فلمي لوبغاړي چې له زندان څخه تېښته په سريال کې یې د “مایکل سکافیلډ” نقش ولوباوه او شهرت ته ورسید په لوړ عمر کې په اوتیزم د اخته کېدو په اړه خپلو مینوالو ته وويل چې: اوتیزم داسې څه نه ده چې زه یې بدل کړم… اوتیزم زما د پېژندګلوۍ اصلي … نور ولولئ

افغانستان

پاکستان: له مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ لپاره سوله ییز افغانستان ته اړتیا لرو

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري وایي د لومړي وزیر عمران خان مهم پلان دا دی چې له مرکزي اسیا سره د پاکستان سوداګري پراخه شي او ددې کار لپاره با ثباته او امن افغانستان ته اړتیا لري. د چودري په وینا پاکستان هڅه کوي د جګړې په ختمولو کې خپله همکاري وکړي ځکه با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. دغه پاکستانی چارواکی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې افغان حکومت … نور ولولئ

رسنۍ

افغان سياستوالو د خاشه “ځوان” وژنه غندلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نظر محمد مشهور په خاشه ځوان وژنه چې طالب وسلوالو يې پړه په غاړه اخيستې، په ډېرو کلکو ټکو وغندله. حامد کرزي د طالبانو دغه کړنه د بشري حقونو د موازینو خلاف او د اسلام دين ضد وبلله او يو ځل بیا یې د افغانې جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې د هېواد د ژغورنې لپاره له روانې جګړې چې په څرګنده توګه د پرديو په نفع ده، … نور ولولئ

افغانستان

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته تللی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی په یو رسمي سفر چین ته تللی دی. محمد نعیم وردګ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۹ کسیزه پلاوی د سې‌شنبې په ورځ چین ته تللی دی. وردګ زیاته کړې، چې ملا برادر اخوند د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ … نور ولولئ

ادبیات

د نظم، شعر او نثر ترمنځ توپیرونه

موږ ټول په دې پوهېږو چې ادبيات د څرنګوالي له مخې په دوو ډلو ويشل شوي دي چې يو یې نظم او بل یې نثر دی او باید په دې پوه شو چې د نظم او نثر ترمنځ خورا ډېر توپیرونه شته، له همدې امله ما خپله دغه لیکنه د نثر او نظم د توپیرونو د سرلیک لاندې جوړه کړې ده. د دغې لیکنې په پيل کې مې د نظم او نثر بېل بېل تعريفونه … نور ولولئ

سپورټ

تازه؛ راشد او مجیب په نړیوالو درجه‌بنديو کې شاه‌تګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په شل اوریزه او یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو نوي درجه‌بندۍ اعلان کړې، چې د شل اوریزه سیالیو په درجه بندي کې راشدخان ارمان او د یووروځنیو لوبو په درجه بندي کې بیا مجیب‌ځدران شاه‌تګ وکړ. د شل اوریزه سیالیو د توپ‌اچونکو په درجه بندي کې راشدخان ارمان پخوا دویم ځای درلود، خو اوس درېیم ځای ته راکښته شوی او دویم ځای سریلانکايي وانډو ډي سیلوا … نور ولولئ

رسنۍ

خاشه “ځوان” او په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه

د هېواد په سوېلي ولایت کندهار کې نوموتی کمیډین نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهوره و، د طالبانو له لوري وژل شوی دی.خاشه ځوان په یوه وېډيو کې ښودل کېږي طالبانو په يوه موټر کې کښېنولی او په څپېړو یې پرمخ وهي. د طالبانو دغه کار ټولنیزو رسنیو کاروونکو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د کندهار امنیتي چارواکو څو ورځې وړاندې و ویل چې وسلوالو د پنجشنبې پر ورځ د چنګاښ پر ۳۱مه نېټه … نور ولولئ

سپورټ

تېر شل‌اوریزه نړیوال جام کې محمدنبي ترټولو زیاتې ویکټې اخیستې وې

د ۲۰۱۶م کال شل اوریزه نړیوال جام د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه پيل او د اپرېل میاشتې تر ۳مي نېټې پوري یې دوام وکړ، چې پکې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې شاملې وې او اتلولي یې ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې خپله کړه. په یاد نړیوال جام کې ترټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی، افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل و، چې په اوو سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې وې. ددې ترڅنګ … نور ولولئ

سپورټ

قیس احمد دې په سل بالیز کرکټ کې دویمه بریا ثبت کړه

  د انګلستان د سل بالونو لوبو کې تېره شپه ۸ مه لوبه د قیس احمد دې اړوند لوبډلې وېلش فایر او ساوترن برېف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. وېلش فایر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په سل توپونو د ۴ وېکټو په نقصان سره د جوني بېرسټو د ۷۲ منډو، د بېن ډکېټ د ۵۳ منډو او د ټام بنټن د ۳۴ منډو په مرسته ۱۶۵ منډې وکړې او ساوترن بریف لوبډلې ته یې … نور ولولئ

روغه سټه

د کووېډ-١٩ انټي باډي د منتن کېدو وروسته ٩ مياشتو پورې بدن کې پاتې کېږي

ژباړه د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي، چې په دغه وايروس اخته ناروغان له منتن کېدو، ٩ مياشتو پورې په خپله وينه کې له انټي باډي برخمن دي. د يونايټدپرس د راپور سره سم، دا نښې نښانې د هغو کسانو په اړه چې کورونا يې د څرګندو نښو او يا هم بې نښو تېره کړې وي، صدق کوي. د دغه څېړنې لاسته راوړنې چې د لندن د امپريال پوهنتون څېړونکو ترسره کړې، روښانه کړې: د … نور ولولئ