بریا او پرمختګ

د وطن یوه خاموشه او دردېدلې چېغه، چې ناهیلې نشوه او نه ماتېدونکي ده. د “مریم امرخېل ” ژوند لیک!

  “مریم امرخېل ” په خپله ستومانه او وروسته پاتې ټولنه کې یو بیدار فکر او د معارف روښانه څلی دی. هغه ټولنه، چې د کتاب و قلم نه محرومه او ناخبره وه، دغسې یوه پیغبره یې ورکړه. مریم وایې: ما له اووه کلنۍ چې کله د ځان د تعلیم فکر او مینه لرلې د نورو نجونو لپاره مې هم د تعلیم هڅې پیل کړي؛ کور په کور به کلي کې ګرځېدم. پلار به مې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

غلا؛ په ماشومانو کې لوی چلندي کړکېچ!

مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل یو وخت مې له یوې رسنۍ سره کار کاوه یوه متاهله همکاره مو لرله چې تل به یې له خپلو کوچنیانو شکایت کاوه، تل به یې همدا په خوله کې لیکلي وو، “خدای دې دوی ورک کړي بیخي یې په سر اخیستې یم، پیسې مې برسېره نشم ایښودلای راڅخه غلا کوي یې او بیا چې هر څه وکړم نشم یې موندلای، دا خو خیر خپل کور دی، اوس یې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځه په یو لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي

  ښځه هغه نازکه، لطيفه او پياوړې طبقه ده چې په خپله غېږه کې يې لوړ اشخاص روزلي دي. په يو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. ښځې ډېر مهربان زړه لړي، ښځې خدای ج نازکې خلق کړي دي، د نارينوو په اندازه غښتلې نه دي او نه د هغوی په ډول فزيکي کارونه ترسره کولی شي. موږ دا هم ويلی شو که ښځې له ګل نازکې مګر له تېږې کلکې دي. ليدلي مو … نور ولولئ

افغانستان

سټولټنبرګ: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې دغه سازمان به له افغانستان سره د بودجې، ملکي حضور او له افغانستان نه د باندې د افغان ځواکونو د روزنې برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. ینس سټولټنبرګ پر خپل ټویټر لیکلي چې نوموړي نن په دې اړه له ولسمشر غني سره ټلفوني خبرې کړې دي او هغه ته یې د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی. سټولټنبرګ دغه راز ویلي، چې افغانستان کې امنیتي … نور ولولئ

خواړه

خوړو سره د کوچنیانو یادښت او هوش پياوړی کړئ

ژباړه: حماد هلال که فکر کوئ، عضوي خواړه ستاسو په رژیم کې مهم رول لري، تېروتنه نکوئ. یوه نوې څېړنه ښايي، چې په کوچنیوالي کې د عضوي خوړو استعمال په ادارکي وده اغېز لري. هغه څېړنه چې د څېړوونکو لخوا د بارسلونا نړۍ وال  څېړنیز انسټیټوت مرکز و ویرجلي روغتیا څېړنیز مرکز کې ترسره او د چاپيریال ککړتیا ژورنال کې د  ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاست کې خپره شوه، دې څېړنه کې ۱۲۹۸ جوړې هغه … نور ولولئ

روانې سلامتي

د حافظې زوال ۵ نښې

ژباړه: حماد هلال د حافظې زوال تر ټولو څرګنده  نښانه دورځينو کارونو ترسره کولو او بشپړولو وړتیا له لاسه ورکول دي. امکان لري، هغه کس چې د حافظې په زوال اخته وي، عقل یې د خپل ورځني مسیر په پيداکولو کې پاتې راشي یا د خپلې خوښې لوبې څرنګوالی هېر کړي. څرنګه چې نورې ناروغۍ ادارکي فعالیت اغېزمن کوي، د حافظې زوال هم ورته یو عمجن وضعیت دی. د حافظې زوال: ذهني وړتیا کمېدلو لپاره … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښکلولو «مچې کولو» په اړه هغه مالومات، چې تراوسه به مو نه وي اوریدلي !

د حماد هلال ژباړه ښکول د احساساتو څرګندلو او ښودولو غوره لار او یو ټولنیز چلند دی. سربېره پردې ښکلول د انسان په بدني روغتیا ځانګړي اغېز لري. ایا پوهېږئ همدا ساده ښکلول ډېرې زیاتې ګټې لري، چې موږ ډېری هغو ته پاملرنه نکوو؟ ښکلول د ځان سره ډېرې زیاتې پټې ګټې لري، چې موږ ترې بې خبر یؤ. په دې لیکنه کې به تاسو د مچکې له ګټو خبر شئ. د ښکلولو په اړه … نور ولولئ

خواړه

د غذا خوړولو وروسته له دې ۷ ناسالمو عادتونو ځان وساتئ

ژباړه: حماد هلال ځيني کسان له ډوډۍ خوړولو وروسته چای څښل، لنډ خوب، مېوه خوړل او داسې نور عادتونه لري، دوی باور لري، چې دا کارونه د خوړو هضم کېدو کې مرسته  کوي. په دې لیکنه کې ۷ هغه تېروتنې راوړل شوي، چې د ډوډۍ خوړولو وروسته باید ورڅخه ځان وساتو. ورزش: د ډوډۍ خوړولو وروسته سم دلاسه ورزش مکوئ، لږ تر لږه دوه ساعت وخت ورکړئ. د ورزشي حرکاتو ترسره کول، په ډکې معدې … نور ولولئ

سپورټ

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو مرستیال او نجیب الله ځدران د شل اوریزو لوبو مرستیال اعلان شو. دلته خبره د اصغر افغان ده، هغه د افغانستان لپاره کابو ۱۸ کاله کرکټ وکړ او په دې وروستیو کې چې له ۲۰۱۸ څخه دی لوبډلمشر و، … نور ولولئ

سپورټ

د ویسټ انډیز لوبډله له افغانستان څخه مخکې کېدونکې ده

د افغانستان لوبډله په شل اوریز کرکېټ درجه بندۍ کې اووم مقام کې ده او نومرې یې هم ۲۳۶ دي. بل پلو د ویسټ انډیز لوبډله په دې درجه بندۍ کې اتم ځای کې ده او نومرې یې هم ۲۳۵ دي. په دې موقع ویسټ انډیز له اسټرالیا څخه د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ څلور د یو پر وړاندې وګټله او خورا وځلېدله. څو ورځې وروسته ویسټ انډیز او پاکستان پنځه شل اوریزې لوبې … نور ولولئ