ژوند بڼه

په اخترونو کې د افغانانو ناسم دودونه

موږ افغانان بېلا بېل دودونه لرو، چې ځینې یې سم ځینې یې نا سم او ځینې یې بیا بېخي ناوړه دي. چې د اختر د ورځې دعا (فاتحه کول) هم زموږ له ناسمو دودونو څخه ګڼل کېږي. اختر موږ ته د الله تعالی له لوري راکړل شوې خوشحالي ده، چې په دې ورځ کې موږ باید خپل غمونه هېر کړو او خوشحالي وکړو، نه دا چې ماتم ونیسو تېر غمونه را یاد کړو او پرې … نور ولولئ

په زړه پورې

د اختر په زړه پورې دودونه؛ څو یې دلته ولولئ

  اختر د هغې ورځې نمانځلو ته وايي، چې د نړۍ ټول مسلمانان يې د کال په اوږدو کې د درې ورځو په ترڅ کې نمانځي. زموږ په افغاني ټولنه کې هم په خورا جوش او له ګڼو دودونو سره لمانځل کېږي. افغانستان کې د اختر د نمانځلو دود په هره سيمه کې تو پير کوي، عموما په کليوالي سیمو کې خلک د اختر په سهار کليوال په ګډه مسجد يا حجرې ته چای وړي، … نور ولولئ

خواړه

غوښه باید د درېیو اوونیو نه زیاته په يخچال کې ونه ساتل شي

د لوی اختر ورځ ته، د قربانۍ اختر ورځ هم وایي، چې په دې ورځ ټول هغه مسلمان، مالداره یا ټاکلی نصاب لرونکي خلک باید د قربانۍ لپاره څاروي واخلي، چې اسلامي شریعت موږ ته روا کړي وي. لکه: سېرلی، پسه، غوایي او داسې نور… زموږ د ټولنې ډېری خلک، چې کله قرباني وکړي، نو د غوښې زیاته اندازه د ډېرې مودې، او حتا څو میاشتو لپاره یې په یخچالونو او فرېج کې ساتلي وي. … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان لوبډله د دوو پاکستانیو لخوا ماته شوه

  دې لوبډلې چې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره انګلستان ته سفر کړی و، د اختر په لومړي ماسختن یې سفر پای ته ورسېد. د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې، د صفر پر وړاندې انګلستان یوړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم دوه د یو پر وړاندې انګلستان وګټله. درېیمه شل اوریزه لوبه د عادل رشید او معین علي لوبه درېیمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان د … نور ولولئ

افغانستان

حامد کرزی: امریکا هڅه کوي، چې افغان دولت کمزوری کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې امریکا د افغان دولت د کمزوري کولو په هڅه کې ده. کرزي ویلي، د سولې تر جدي خبرو وړاندې امریکا هڅه کوي چې ځینې ولایتونه د طالبانو په اختیار کې ورکړي. نوموړی زیاتوي کله چې په واک کې و، طالبانو ده ته هم ورته وړاندیزونه کړي وو خو د نوموړي له مخالفت سره مخ شوي وو. کرزی زیاتوي امریکا او پاکستان په افغانستان کې افراطیت ته لمن وهي او … نور ولولئ