سپورټ

لیسټرشایر لوبډلې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته د بریالیتوب هیله کړې

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړي نوین‌الحق لوبډلې لیسټرشایر پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته په راتلونکې کې د ښه لوبېدو هیله کړې. لیسټرشایر لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د نوین‌الحق د خبرو ویډیو خپره کړې، چې ورسره یې په پښتو ژبه نوین‌الحق ته لیکلې: خدای پامان نوین، ښه بخت په راتلونکي لوبو کې.   | We say goodbye to the 2021 @VitalityBlast's leading wicket taker. It's been … نور ولولئ

سپورټ

مجیب‌ځدان د یوورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندي کې هم پرمختګ وکړ

د کرکټ نړیوالې شورا تازه په یوورځنیو لوبو کې د توپ‌اچونکو درجه بندي اعلان کړه، چې پکې یو لړ بدلونونه راغلې دي. د یادو بدلونونو په اساس د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپ‌اچونکی مجیب‌‌ځدران له درېیم ځای څخه دویم ځای ته پورته شوی، چې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې هم یو قدم پرمختګ وکړ. مجیب ځدران مخکې د یوورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې درېیم ځای درلود، … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: د وضعیت بدلون ته پلان لرو، ژر به مثبت بدلون راشي

ولسمشر غني وایي چې د طالبانو جګړه هیڅ راز دیني او ملي مشروعیت نه لري. نوموړي ویلي چې د دوی ټول تمرکز د وضعیت پر مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو پر بنسټ به له دریو تر شپږو میاشتو پورې په وضعیت کې پام وړ مثبت بدلون راشي. نوموړي دا څرګندونې نن مخکې له غرمې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي. ولسمشر غني، کومانډو ځواکونو ته په خطاب کې … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین راولېږي

طالبانو د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت منلو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای د ماهرینو ډله افغانستان ته راولېږي. اې‌ان‌اې اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې دوی له ترکیې سره دوستانه اړیکې غواړي خو زیاتوي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای انجنیران، ډاکټران، پوهان او سوداګر افغانستان ته راولېږي. مجاهد څرګنده کړې … نور ولولئ

ژوند بڼه

اختریزې لوبې

اختر د ټولو مسلمانانو له پاره د الله تعالی له لوري ورکړل شوی جشن یا خوشحالي ده، چې دا خوشحالي په بېلا بېلو ډولونو لمانځل کېږي. افغانان هم د اختر خوشحالي په بېلا بېلو ډولونو لمانځي او په اخترونو کې ځینې لوبې هم کوي، چې ځینې یې سمې خو ځینې دا لوبې بیا ناسمې دي؛ دا چې د دوی کومې لوبې سمې او کومې یې ناسمې دي، په دې لیکنه کې به یې په اړه … نور ولولئ

افغانستان

اردوغان: طالبانو امریکا سره خبرې کړې، ترکیې سره دې هم وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا ویلي چې هېواد یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتنې په اړه امریکا ته وړاندیز کړی دی او له یاد هېواد سره یې د امکاناتو د ورکړې په اړه خبرې پیل کړې دي. نوموړي زیاته کړې چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی غواړي چې د کابل هوایي ډګر امنیت وساتي خو طالبان یې دا کار اشغال بولي. اردوغان ټینګار … نور ولولئ

کلتور او هنر

بدل کې د نجونو ورکول؛ کومې ستونزې لري؟

  زموږ افغان ټولنه کې بيا تر ډېره په پښتنه ټولنه کې دودونه شتون لري چې ښې پايلې نه لري. ځينې دودونه ګټور او په زړه پورې هم وي خو دا ډول ځانګړتياوې په ټولنه کې بدې تماميږي. زموږ په هېواد کې دډېرو نورو ناوړه دودونو تر څنګ په بدل کې د نجونو د ورکړې دود دی چې ډېر وخت د نجونو د ژوند يې تياره کړی او د نجونو د ژوند د خنډ سبب … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

د افغان ماشومانو اختر نمانځل

  په افغانستان کې د ډېرو دودونو تر څنګ يو هم اختريز دودونه دي؛ دا رواجونه د اختر په درې ورځو کې تر سره کېږي. افغاني ټولنه کې اختر په ډول ډول رواجونو نمانځل کيږي. د هر ولايت هره سيمه بېل بېل دودونه لري؛ د اختر په رارسېدلو د ځوانانو تر څنګ ماشومان ډېر خوښ وي, په خورا جوش سره يې نمانځي. ماشومان سهار د اختر د مبارکۍ څخه وروسته د خپلوانو ګاونډيانو په کورونو … نور ولولئ

سپورټ

په بلاسټ سیالیو کې د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې کواټرفاینل ته ولاړې

  د وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې سوداګریزې سیالۍ د جون په ۹ مه په انګلستان کې د اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوې وې. په دې لوبو کې نوین الحق، قیس احمد، مجیب الرحمن، راشدخان او محمدنبي عیسی خېل ولوبېدل. د نوین الحق، محمدنبي او مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې بریالۍ نه شوې، چې دویم پړاو ته لار پېدا کړي؛ خو د راشدخان او قیس احمد دې لوبډلې دویم پړاو ته رسېدلي دي. که څه … نور ولولئ