سپورټ

په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د راشد له لوري وهل شوی جالیب شاټ

د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه راشدخان ارمان اوس په انګلستان کې دی، چې په یاد لیګ کې یې خپله لومړنۍ لوبه د خپلې لوبډلې سوسیکس سره څلور ورځې وړاندې ترسره کړه. یاده لوبه چې د سوسیکس لوبډلې له همپشایر لوبډلې سره ترسره کړه، پکې د راشدخان لوبډلې سوسیکس د همپشایر لوبډلې څخه ۶ ویکټو ماتې وخوړه. په یاده لوبه کې راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې لپاره په ۱۳ توپونو … نور ولولئ

سپورټ

ګلبدین‌نایب: نوین‌الحق په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې تاریخ جوړ کړ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب ویلې، ځیني خلګ دا فُرصت لري، چي تاریخ جوړ کړي، چې یو له هغو څخه هم نوین‌الحق دی. دا څرګندونې ګلبدین نایب پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې کړې، چې اشاره یې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د نوین‌الحق ځلېدو ته ده.   Few people have the opportunity to write history & you’re among few Highest wicket taker @VitalityBlast 2021Most wickets in a T20 season … نور ولولئ

افغانستان

د ولسمشر غني نننۍ وینا: له طالبانو څخه د پوښتنو په کولو ور ټوله وه

ولسمشر غني وایي دوی ته ثابته شوې چې طالبان د سولې نیت او اراده نه لري. ولسمشر غني نن د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ. هغه وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د … نور ولولئ

افغانستان

حامد کرزی: طالبان دې د تاسیساتو له ورانولو او ورور وژنې تېر شي

د جګړې ښکېل لوري دې د افغانانو له وژنې لاس په سر شي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی دی چې د جګړو د ختمولو لپاره جدي اقدام وکړي او له افغان حکومت یې هم غوښتي چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. حامد … نور ولولئ

پوهنه

د قربانۍ فلسفه

لیکنه: مریم ستانکزۍ قرباني يو ډول عبادت او د اسلام له شعايرو څخه دی چې د نورو عبادتونو په پرتله ځانګړی فضيلت لري او خدای ج ته د نږدېوالي لامل کېږي. قرباني کول د ادم ابوالبشر څخه شروع شوه کله چې دوه زامن يې هابیل او قابیل يو پسه او يو اندازه غنم د قرباني په نيت خدای ج ته وړاندې کړل, د هغه وخت په دود کله چې د اسمان څخه تندر د هابیل … نور ولولئ

ژوند بڼه

سږنی اختر څنګه ونمانځو؟

لیکنه: عایشه حیدري سږ کال هم د تېر کال په څېر اختر داسې مهال راځي چې د کورونا وایروس په افغانستان او نړۍ کې ډېر خپور شوی دی او نوې بڼې يې تر پخوانيو هغو ډېرې وژونکې دي. کورونا سږکال د زرګونو تنو ژوند اخيستی دی. که څه هم د کورونا وایروس په افغانستان کې لومړی ډېر کم و خو اوس مهال ډېر پراخه شوی دی او د نارسمي شمېرو له مخې د افغانستان کابو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د اختر اداب

لیکنه: شمله نادري الله ﷻ په یوه کال کې مسلمانانو ته دوې لویې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي. چې دوی خپل ټول غمونه او دردونه هېر کړي او له دې نېکو ورځو څخه خوند واخلي، تگ راتگ وکړي، چکر ووهي، عبادات وکړي، خیراتونه (صدقې) ورکړي او دې ته ورته د نورو کارونو په کولو یې دوی مکلف کړي. هر مسلمان ته لازمه ده چې د اختر پر ورځ یوشمېر کارونه تر سره کړي لکه: … نور ولولئ