روغه سټه

په يوه ټاکلي وخت کې ويده کېدل او له خوب نه پاڅېدل؛ کومې ګټې لري؟

څېړنو ښودلې، هغه خلک چې پر يوه ټاکلي وخت له خوبه پاڅېږي او پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي، ډېر بریالي او ترڅنګ یې د بشپړې روغتیا خاوندان وي. دا خبره نه یوازې څېړنو ثابته کړې، بلکې کله چې د نړۍ له بریالیو څېرو د هغوی د پرمختګ د راز پوښتنه شوې، هغوی په ځواب کې ویلي دي چې تل پر یوه ټاکلي وخت ویده کېږي او پر یوه ټاکلي وخت بېرته له خوبه راپاڅېږي. … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د ديوداس ١٩مه کليزه,او د شريا ګوشال د پرمختګ پيل

د جولای په ١٢مه د ديوداس فلم ١٩مه کليزه پوره سوه. ديوداس د مينې،وفا،کورني ژوند او انتظار کيسه ده چې ١٩ کلونه وړاندې ريلېز سو او د پام وړ جايزې يې وګټلې. ددې فلم ډايريکټر سنجی ليلا بنسالي وو او موسيقي يې اسماعيل دلبر جوړه کړې ده. د فلم مرکزي کارکوونکي يې شاهرخ خان،ايشواريا رای،مادهوري ديکسيت او جګي شروف دي. ددې فلم د جوړېدو جايزه ٤٤ کروړه وه،په ٣٣٢٥ سېنماوو کې ريلېز سو،ټولټال ٩٠،٦٣ کروړه … نور ولولئ

افغانستان

محسن داوړ: که طالبان هوښیار دي نو پاکستان دې ورته واک وسپاري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، چې پاکستان د خپلو تېرو تګلارو نه څه زدکړه نه ده کړې او اوس هم افغانستان کې خپل پردى کوي او طالبانو ته په نورو ډلو ارزښت ورکوي. محسن داوړ پرون ورځ د پارلمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي که پاکستان افغان طالبان دومره هوښياره او ځېرک ګڼي نو پکار ده چې د پاکستان واک هم هغوی ته ور وسپاري. محسن داوړ دا خبرې د … نور ولولئ

کلتور او هنر

نظام الدین اولیاء د خپل وخت لوی ولي او د کرامت خاوند وو

ليکنه او راټولونه نظام الدین اولیا د هند یو له ډېرو مشهورو صوفیای کرامو څخه دی، چې مرقد یې اوس هم د هند په پلازمېنه ډیلي کې د خاصو او عامو لپاره د روحاني تسکین مرجع ده. پلار يې له بخارا وو چې لاهور ته مهاجر شو، او هماغه ځای کې نظام الدین سترګې نړۍ ته پرانیستې. په ۵ کلنۍ کې خپل پلار یې له لاسه ورکړ او مور یې د هغه مسوولیت په غاړه … نور ولولئ

ټیکنالوژي

کمپیوټر د اسانتیاوو ترڅنګ څینې زیانونه هم لري، دلته یې ولولئ

ليکنه او راټولونه/ کمپیوټر د یویشتمې پیړۍ تر ټولو هوښیار او پرمختللی ایجاد ګڼل کېږي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ډېرو کارونو لپاره کارول کېږي، او اوسنس ژوند یې تر ډېره هوسا کړی. په فابریکو کې روباټونه کارېږي، چې ډېر ګړندي او دقیق کار کوي، په دفترونو کې د قلم او کاغذ ټول کار په کمپیوټرونو اړول شوی دی. په کورونو، ښوونځیو، روغتونونو او همدا راز په هر ځای کې د کمپیوټر اسانتیاوې … نور ولولئ

افغانستان

حامد کرزی: سوله راتلونکې ده، له اوسني وضعیت ډار مه کوئ

طالبان او افغان حکومت دې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت نه ضایع کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې افغانان سولې ته اړتیا لري او د سولې پر مټ کولی شي دلته روانه پردۍ دسیسه ختمه کړي. نوموړي وویل چې افغانان په یوه پردۍ جګړه کې راګیر دي، دلته روانه جګړه پردۍ ده خو وژل کېږي پکې افغانان او له دې جګړې د … نور ولولئ

افغانستان

تاجکستان: د افغانستان اوسنی وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي

تاجکستان وايي د افغانستان اوسنی وضعیت ټولې سیمې ته خطرونه جوړولی شي. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال خسرو ناضري له خپل افغان سیال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي. دده په وینا د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړولی شي نو له همدې امله دوی د بېړنۍ سولې او اوربند غوښتونکي دي. هغه زیاته کړې چې په روانه جګړه کې د … نور ولولئ

افغانستان

روسیه: امریکا د افغانستان په شاخوا کې د اډو جوړولو په لټه کې ده

روسیه وایي امریکا د افغانستان په شاوخوا کې د نظامي اډو د جوړولو په لټه کې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي امریکا لا هم له افغانستان نه ده وتلې او په دغه هېواد کې نظامي مداخلې او هوایي بریدونو ته لیوالتیا لري. دده په وینا امریکا دمګړی په دې لټه کې ده چې د افغانستان په شاوخوا کې نظامي اډې ولري او له دې ځایه د دغه هېواد وضعیت وڅاري. … نور ولولئ

سپورټ

کریس‌ګېل لومړنی لوبغاړی شو، چې شل‌اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې وکړې

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې پياوړی او نامتو توپوهونکی کریسل ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی شو، چې شل اوریزه لوبو کې یې ۱۴۰۰۰ منډې بشپړې کړې. هغه پرون د اسټرالیا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کې ۶۷ منډې وکړې او په دې سره یې خپلې منډې په شل اوریزه لوبو کې ۱۴۰۳۸ منډو ته پورته کړې.   د کریس ګېل شل اوریزه لوبې   ۱ـ کریسل ګېل د … نور ولولئ

ژوند بڼه

د مور/ پلار ترمنځ شخړې او په ماشومانو يې بدې اغېزې

د مور/ پلار او اولادونو يو ځای اوسېدلو(ګډژوند) ته کورنۍ ويل کيږي. يوه نارمل کورنۍ هغې کورنۍ ته ويل کيږي، چې هر کار هره خبره په سلا او مشوره تر سره کوي. يو بل ته درناوي لري، له وړو لويو خبرو يو بل ته تيريږي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صوروت کې په ارامه پرته له کوم جنجال تاوتريخوالي ورته د حللاره ګوري. د اولادونو په روزنه او پالنه کې دقيق اوسي. کلي، کور … نور ولولئ