افغانستان

صالح: د افغانستان په جګړه کې د پاکستان پوځ طالبانو ته لارښوونې کوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې دغې ډلې ته لارښوونې کوي. صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبان درې ډلې لري. صالح زیاته کړې، چې د طالبانو “اصلي او روزل شوي ځواکونه” د پاکستان له اردو سره مستقیمې اړیکې لري. د هغه په وینا، “لومړۍ برخه … نور ولولئ

سپورټ

په وروستيو اوورونو کې تر ټولو لوړ سټرايک رېټ،محمدنبي هم پکښې دی

د نړيوال شل اووريز کريکټ په وروستيو اوورونو کې تر تولو لوړ سټرایک رېټ لرونکو لوبغاړو کې يو هم محمدنبي دی. په شل اووريز کريکټ کې لکه څنګه چې په لومړنيو اوورونو کې د کافي منډو ترلاسه کول مهم دي ،تر دې لا زيات په وروستيو اوورونو کې د بريدګري لوبې ترسره کول مهم دي. هره لوبډله په خپل سکواډ کې د وروستيو اوورونو لپاره بریدګر لوبغاړي ساتي ،چې د هند لپاره هارديک پانډيا،د ویسټ … نور ولولئ

سپورټ

لس هغه لوبغاړي، چې یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې

د کرکټ په نړۍ کې شپږیزې هغه څه دي، چې مینوال خورا زیات لري او د کرکټ مینوال غواړي په هره لوبه کې شاټونه وویني او ورڅخه خوند واخلي. زیات شمېر لوبغاړي شته، چې خورا د لوړو شاټونو وړتیا لري او زیاتې شپږیزې یې وهلې دي، چې په همدې موخه موږ دې لیکنه کې لس هغه لوبغاړي درپېژنو، چې د یو ورځنیو لوبو په یوه انینګز کې یې زیاتې شپږیزې وهلې وي. ددې لیست په … نور ولولئ

سپورټ

«که کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې ښه ونه ځلېږي؛ نړیوال جام کې یې اخیستل ظلم دی»

د ویسټ انډیز پخواني چټک توپ اچوونکي سر کورټلي امبروز په یوه راډیویي مرکه کې ویلي، که چېري کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې پنځه لوبو کې ښه ونه ځلېد؛ نو نړیوال جام کې یې باید په نه اخیستلو غور وشي. د تېرې جمعې په ورځ اسټرالیا او ویسټ انډیز په سېنټ لوشیا کې د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز پرانیست، چې لومړۍ لوبه ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، خو کرېس ګېل پکې یواځې … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ ایټالیا د یورو کپ اتلولي د دویم ځل لپاره خپله کړه

د اروپا د اتلولۍ کپ په ۲۰۲۰م کال کې ترسره کېدی، خو د کورونا ویروس له امله وځنډول شو او د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۱۱مه نېټه پيل شو او دادی تېره شپه «د جولای په ۱۱مه نېټه» د ایټالیا فوټبال ملې لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. ددې کپ پایلوبې ته د ایټالیا ملې لوبډلې سره د انګلستان ملې لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې لوبه یو ـ یو مساوي شوه، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بریالیو کسانو ځانګړنې

ليکواله: شمله نادري هر انسان غواړي چې په خپل ژوند کې بریالی شي او هر هغه څه ترلاسه کړي چې هیله یې لري، نو که تاسې هم له بریا ډک ژوند غواړئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ. او زموږ په لارښونو عمل وکړئ. لومړی: مهالوېش د بریا تر ټولو اړین او مهم توک مهالوېش دی. هر بریالی انسان په خپل ژوند کې منظم مهالوېش لري چې د دغه مهالوېش پر بنسټ خپل ټول کارونه، لکه … نور ولولئ

سپورټ

ویسټ انډیز له اسټرالیا څخه د شل اوریزو لوبو ګټلو کې میدان یووړ 

د اسټرالیا لوبډلې ویسټ انډیز ته د پنځه شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، دې لوبډلې دوه لومړۍ شل اوریزې لوبې ویسټ انډیز ته بایللي دي او د دوشنبې په سهار ۴ بجې درېیمه شل اوریزه لوبه ترسره کوي. لومړۍ شل اوریزه لوبه د جمعې په ورځ ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، چې اوبېډ مکای پکې ۴ اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دویمه شل اوریزه لوبه کې هم ویسټ … نور ولولئ

ادبیات

د پښتو د داستاني ادبیاتو تکړه او خوږ ژبي لیکوال نصیراحمد احمدي ژوند ته لڼده کتنه

د زړونو لیکوال نصیر احمد احمدي، چې په داستاني ادبیاتو کې د ځانګړي سبک خاوند لیکوال وو او د ده له کیسو او ناولونو سره ټول افغانان ځانګړې مینه لري؛ خو له بده مرغه چې دا خوږ ژبی او تکړه داستان لیکونکی کرونا وبا له موږ څخه واخیست او پښتو ژبه او ادب یې له ښکلي هنر څخه بې برخې شو. نوموړی دا دوه اوونۍ په روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله بستر وه، … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان د لوبډلې ماته او د مبصرینو تبصرې

د پاکستان کرکټ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې له انګلستان څخه بې سارې ماتې وخوړې او دې چارې د پاکستان کرکټ مبصرین په غوسه کړي دي. د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۸ مه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه انګلستان په ۹ وېکټو وګټله په داسې حال کې چې د انګلستان بي لوبډلې لوبغاړي نسبت مشرانو یا سینیئر لوبغاړو ته په لوبډله کې زیات دي. پاکستانیانو دا سوچ … نور ولولئ

افغانستان

امریکايي سناتور: امریکايي ځواکونو به اړ شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

امریکايي سناتور او د امریکا د هوايي پوځ پخواني چارواکي آدم کینزینګر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له تمې سره سم مخ ته نه ځي. دده په خبره ښايي امریکايي ځواکونه اړ شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي ځکه په دغه هېواد کې جګړې لا هم روانې دي او وضعیت ترینګلی دی. دده په وینا طالبانو جګړې شدیدې کړې دي او په وینا یې هېڅ داسې ثبوت … نور ولولئ