ځوانان او زده کړې

څنګه، خپله رواني روغتیا د کرونا بندیزونو او رخصتیو پرمهال ښه وساتو!

ژباړه: حماد هلال د ځوانانو لپاره شپږ لارښوونې نوې ځواني د ژوند یوه سخته مرحله ده او د کرونا بندیزېنو لا سخته کړې. د مدرسو، ښوونځیو او د ټولنیزو پروګرامونو په لغوه کېدو سره یوازې دا نه چې ځينو ځوانانو د ژوند مهمې شېبې له لاسه ورکړې؛ بلکې د ورځينو فعالیتونه لکه ملګرو  سره ناسته او په ټولګیو ګډون کولو نه هم لرې پاتې شو. تاسو، هغه ځوانان چې کرونا ناروغۍ مو په ژوند کې … نور ولولئ

سپورټ

شهيدي ته د کريکټ نړيوالي شورا ترمبارکۍ وروسته راشد ، نجيب او نورو لوبغاړو هم مبارکي وويله

پر ټولنيزو رسنيو حشمت الله شهيدي ته د افغان لوبغاړو مبارکۍ جريان لري. پرون حشمت الله شهيدي د يو ورځنيو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل سو خو نن سهار ګلبدين نايب د لومړني افغان لوبغاړي په حيث مبارکي ورته وويله،ورپسې افتاب عالم ،همداسي مجيب الرحمن. Congratulations to @Hashmat_50 being named as the skipper of the @ACBofficials national team.I wish you all the very best in your journey ahead..Good luck for your next chapter .. pic.twitter.com/aWesugp3S7 … نور ولولئ

ژوند بڼه

بد دود؛ ناوې ته پر خاوند له وسه وتلی جهیز اخیستل، راتلونکی ګډ ژوند بربادوي

خویندې د ورور له کوره څه وړي خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځینه د نجلۍ په ودولو کې یو مهم کار هغې ته د کور(جهېز) اخیستل دي، چې دا هم له ضرورت څخه زیاته د رواج غوښتنه ده. موږ وینو ځینې کورنۍ داسې څیزونه غواړي یا یې اخلي چې، ضرورت یې نه وي او دا ټول زور د هلک له کورنۍ وځي. مخکې مې د جهېز خبره وکړه، جهېز د يو مکمل کور … نور ولولئ

افغانستان

اتمر، پاکستان ته: صادقانه او عملي همکاري راسره وکړئ

اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای … نور ولولئ

افغانستان

غني: تپل شوې جګړې د افغان ماشومانو ژوند تریخ کړی

پر افغانانو تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي. ولسمشر غني د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي. دده په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او … نور ولولئ

سپورټ

ګلبدين نائب د لومړني افغان لوبغاړي په حيث حشمت شهيدي ته مبارکي ورکړه

ګلبدين نائب پر خپل ټويټر اکاونټ حشمت الله شهيدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړې. وروسته له هغې چې د افغانستان کريکټ بورډ پرېکړه وکړه چې حشمت الله شهيدي ته به د يو ورځنيو او ټیسټ لوبو د لوبډلمشرۍ مسوليت ورکوي د هيواد مشهورو څېرو او د کريکټ مينوالو ورته لبيک ووايه او د کريکټ بورډ وروستۍ پرېکړه يې وستايله . خو د پريکړي له هماغه ساعته بيا د سې شنبې ترسهاره حشمت الله شهيدي ته … نور ولولئ

سپورټ

کريکټ بورډ د اصغر افغان څخه وېره لري؟!

د افغانستان کريکټ بورډ د دوشنبې په مازديګر ناوخته د لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان د لېري کېدو خبر ورکړ. د يو ورځنيو او ټيسټ لوبو لپاره حشمت الله شهيدي لوبدلمشر او رحمت شاه يې مرستيال لوبډلمشر وټاکل سو،خو د شل اووریزو لوبو لوبډلمشر لاهم مالوم ندی او راشدخان به يې مرستيال وي. په ۲۰۱۹ز کال کې تر يو ورځني نړيوال جام وړاندې اصغرافغان له لوبډلمشرۍ څخه لېري کړل سو او پرځای يې ګلبدين نايب … نور ولولئ

افغانستان

د ناټو غړي نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه خبرې کېږي. هغه ویلي په افغانستان … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو ډېر په صفر اوټ شوي لوبغاړي

کرکټ که څه هم یو ښه ورزش دی، خو له ارمانونو ډک هم دی، ځېنې وخت که یو لوبغاړی رن اوټ شي، ډېر افسوس سره ځي. که کېچ او بولډ شي بیا هم په ارمان وي، چې کاش سلیزه مې وهلی وای، کاش پنځوسیزه مې پوره کړې وای او داسې نور. دلته هغه لوبغاړي درپېژنو چې د کرکټ په لوبه کې یې زیاتې انډې خوړلي او په صفرونو رخصت شوي دي. موتیا مورالي تارن د … نور ولولئ

افغانستان

د بګرام اډه به په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي

امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان پوځ ته سپاري. د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان پوځ ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي. ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي. په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام … نور ولولئ