کرونا

د روغتیا نړیوال سازمان په واسطه د کرونا څلور ډولونه پېژندل شوي

د روسیې د عفوني ناروغیو نظارت کونکی سازمان ریس انا پوپوا ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان تر دې دمه د کرونا ویروس څلور ډوله موندلي، چې بریتانیایي ویروس، افریقایي جنوبي ویروس، برزیلي ویروس او هندي ویروسونه دي. اوسمهال په نړۍ کې پر دې ویروس ډېر کسان اخته شوي او دا ویروس د تیتېدو په حالت کې دی. د هغه په وینا تر دې مهاله د روغتیا نړیوال سازمان څلور ډوله مهم ویروسونه پېژندلي، چې … نور ولولئ

افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان پر طالبانو کنټرول لري، سولې ته دې وهڅوي

بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې چې ویلي یې دي نړیوالې ټولنې د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول په پراخه توګه منلی دی، له حقیقته لرې بللې دي. د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه دا ده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پر ځان باور؛ تاسې لوړ موقف ته رسوي

ليکنه او راټولونه که ژوند کې هر څه تر سره کوئ، باید هر څه نه مخکې پر ځان باور ولرئ، څکه دا تر ټولو اړینه خبره ده. ته مې خوښېږې! ځانته ووایاست( ته مې خوښېږې ) هېندارې ته ودرېږه او ځانته بیا بیا دا خبره تکرار کړه، ترڅو باوري شئ. یوه ټکي ته مو پام وي دغه چاره هغه وخت ترسره کړئ کله چې خوشحاله اوسئ. په ځان باور ولرئ چې که د هر راز … نور ولولئ

سپورټ

بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې لوبې د جون په نهمه د  اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوي دي. په دې لیګ کې قیس احمد، نوین الحق او محمدنبي عیسی خېل تر دې دمه راڅرګند شوي دي. ډېری لوستونکو پوښتنه کړې، چې ایا رښتیا هم محمد نبي په بلاسټ سیالیو کې ۹۴ منډې کړي دي؟ ځواب یې نه دی، ځکه محمدنبي عیسی خېل د جمعې په ورځ له خپلې لوبډلې نارتمټن سره ملګری شوی او … نور ولولئ

ژوند بڼه

د مېرمنې هغه دوې کړنې چې خاوند یې نه خوښوي

په معمولي ډول نارينه د کورنۍ مشر او يا په عامه اصطلاح د کورنۍ ريس وي او په ټوله کورنۍ باندې ځانګړی سیاست لري، که یو سړی څومره هم ورين تندی او نیک اخلاق ولري بیا هم کورنۍ یې ورنه يوه ځانګړې وېره لري چې په اصل کې دا ويره نه بلکې د کور د مشر په توګه هغه ته احترام دی. خو په ټوله کورنۍ کې نارينه وو ته يواځينی کس چې ډېر نږدې … نور ولولئ

ژوند بڼه

۳ هغه ټکي چې نارينه نه غواړي پرې بحث وکړي

په معمولي ډول نارينه د خپل ژوند په اړه او د خپل ژوند د کړنو په اړه ډېر بحث نه کوي او نه غواړي چې څوک د هغه د ژوند پر هر اړخ وغږېږي او وې څېړي. خو د نارينه وو په ژوند کې ځينې داسې ټکي هم شته چې نارينه په هېڅ ډول نه غواړي چې د هغو په اړه بحث وشي او په دغو ټکو غږېدل د هغوی د کرکې لامل کېږي. په … نور ولولئ

سپورټ

انسټاګرام کې د رونالډو تعقیبونکي ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس د تکړه او نامتو فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تعقیبونکي په انسټاګرام کې ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، چې په دې سره په نړۍ کې لومړنی کس دی، چې په انسټاګرام کې دومره تعقیبونکي لري. د تېر ۱۳۹۹ کال په جدې میاشت کې د رونالډو تعقیبونکي ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، خو په دې کمه موده کې یې بیا، چې یوازې شپږ میاشتې کیږي، … نور ولولئ

افغانستان

محب: قریشي نادان او د طالبانو سره یو لاس دی – پاکستان ورته سخت غبرګون ښودلی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوځل بیا پر پاکستان تندې نیوکې کړې چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت غبرګون یې راپاورولی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي. هغه زیاته کړې، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په … نور ولولئ

افغانستان

پاکستانیانو، پښتونخوا کې د یوه افغان مړی خښیدو ته نه دی پریښی

راپور: بشر درویش په کوزه پښتونخوا کې د یوه افغان مړی چې ځایي خلکو او خپلوانو یې غوښتل هدیره کې یې ښخ کړي خښيدو ته نه دی پریښی. خپره شوې ویډیو یکې ښکاري چې یوه ډله خلک چې په هدیره کې په قبر کیندلو بوخت دي او تر نیمايي یې رسولی دی، هغه مهال له قبر کیندلو منعه کیږي چې یو تن پښتون مشر راځي او ورته وايي چې دلته به دا مهاجر او افغان … نور ولولئ

سپورټ

نور‌احمد لکڼوال: دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم

ځوان افغان لوبغاړی نوراحمد لکڼوال، چې د نورو افغانانو ترڅنګ د پاکستان په سوپرلیګ کې لوبیږي، په خپله وروستۍ لوبه کې ښه وځلېد او اوس یې تازه ټویټ پيغام کې ویلې، دُعاوي راته وکړئ، ترڅو نورو لوبو کې هم ښه ولوبېږم. نوراحمد لکڼوال پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې په خپرې کړې لیکنه کې لومړی د خپلې مور او کورنۍ څخه مننه کړې، چې تل یې ورڅخه د ښه لوبېدو په موخه ملاتړ کړی. نوراحمد لکڼوال لیکلې: … نور ولولئ