سپورټ

راشدخان نن د رسنیو د سر ټکی وو

راشدخان چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د پاکستان په سوداګریزو کرکټ لوبو کې په پرله ډول د اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي لوبډلو پروړاندې د غوره کارکرده ګۍ له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو؛ نو اوس د نړۍ ډېری فیسبوک پاڼو، وېب پاڼو او ټویټراکاونټونو باندې د هغه غوره کارکرده ګي لیکل شوې ده. د سپورټ ۳۶۰ په نامه یوې فیسبوک پاڼې په خپل پوسټ کې د راشدخان داسې … نور ولولئ

سپورټ

د راشد په اړه د جاوید افریدي څرګندونې او ورڅخه د مینوالو غوښتنه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون پنجشنبه د پاکستان په سوپرلیګ کې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، چې له هغه وروسته پر ټولنیزو رسنیو خورا زیات وستایل شو.   د PSL  لیګ په پرونۍ لوبه کې راشدخان   پرون لاهور قلندرز لوبډله د پېښور زلمي لوبډلې سره میدان ته کښته شوه، چې لاهور قلندرز لوبډلې د راشدخان ارمان د بیاځلېدو په مټ بیا بریا خپله کړه. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د راشدخان د خبرو ځواب ته د پيرمحمد کاروان نوی شعر

د پښتو ژبي نامتو شاعر پيرمحمد کاروان د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي راشدخان ارمان د خبرو ځواب ته تازه یو نوی شعر جوړ کړی. پيرمحمد کاروان پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې لیکلي: « شاعر بنیادم هم عجیبه وي، چېرته چې یوه خوږه یوه دردمنه کیسه واوري یا ولولي، بس د شعر پیریان را و تورېږي. او یو څه ولیکي. کله بخت یاري ورسره وکړي، دا څه لیکل یې پر نورو زړونو هم خواږه ولګي. … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ افغان لوبډله نن په یوه مهمه لوبه کې له عُمان سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه نن ماښام ۹ بجې او ۴۰ دقیقې د عُمان فوټبال ملې لوبډلې پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي. دا لوبه په قطر هیواد کې ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ورته د پوره چمتوالي خبر ورکړی. د ننۍ لوبې په اړه د افغان فوټبال لوبډلې لوبډلمشر فرشاد نور ویلې، زموږ مقابله لوبډله ډېره قوي ده، … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان زموږ ملا راماته کړه، هغه لوبه بدلونکی لوبغاړی دی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې او ددې هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتي سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې «پېښور زلمي» لوبغاړي شعیب ملک په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان لوبه بدلونکی لوبغاړی دی. راشدخان ارمان، چې پرون په پي ایس ایل لیګ کې یې د پېښور زلمي لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول، په اړه یې شعیب ملک د پورتنیو څرګندونو ترڅنګ ویلې، چې راشدخان زموږ ملا راماته کړه. هغه ویلې: « دا … نور ولولئ

افغانستان

طالبانو ترکي سرتېرو ته د حامدکرزي هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره مخالفت ښودلی

طالبانو له ترکیې غوښتي چې د دوحې د هوکړې په اساس خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر بشپړ وتلو وروسته ترکي سرتېرو ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره هم مخالفت کړی دی. ورته مهال د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هیڅ بهرني هېواد ته … نور ولولئ

ژوند بڼه

د انسان پر روح او روان د تودې هوا اغېزې

چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېزې لري، چې کېدای شي په یوه انسان کې د مثبت او منفي بدلونو لامل شي. موږ داسې هم نه شو ویلی چې د انسان ټول کړه او وړه په چاپیریال او هوا پورې اړه لري؛ خو له دې هم نه شو منکرېدی، چې چاپیریال او هوا د انسان پر کړو وړو اغېز لري او په انسان کې د مثبتو او منفي بدلونو لامل کېږي. دا چې … نور ولولئ

پوهنه

د ښکلې سلفی اخیستلو اته لارې

ژباړه ۱- تر ټولو غوره زاویه پیدا او وروسته سلفي واخلئ. مخ مو ښي/کیڼ لور ته وګرځوئ، کمره لږ پورته ونیسئ چې پوزه مو نرۍ او سترګې مو غټې راشي. ۲- که غواړئ چې (close up) انځور واخلئ، د څېرې پر یوې برخې مو تمرکز وکړئ. ۳- د څېرې د بېلابېلو حالتونو سلفیانې یا انځورونه مو سره راغوڼد او یو البوم ترې جوړ کړئ. خلک د بېلابېلو حالتونو پر لیدو د خوښۍ احساس کوي. دا … نور ولولئ

خواړه

کېله؛ له مغزي سکتې مخنیوی کوي او عمر زیاتوي

  کېله ډېري ګټي لري، د نورو بې شمېرو ګټو سربېره د سترګو لپاره هم یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ښه کوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالی خطر کموي. د استرلیا په کوینز لینډ پوهنتون کې ترسره شوې یوې څېړنې کې ویل شوي چې په کېله کې کیروټین نومې مواد وجود لري. کیروټین مېوو او سبزیجاتو ته سور یا ژیړ رنګ ورکوي. کیروټین نومې مواد … نور ولولئ

ژوند بڼه

ولې ځينې ښځینه او نارينه په ځان وژنه لاس پورې کوي؟

  ځان وژنه یا په درون کې د پټ درد او وحشت له امله ژوند ته د پای ټکی اېښودل. د ځان وژنې په اړه ډېر عوامل شته موږ يې دلته پر ځينو عمومي لاملونو بحث کوو. _ جبري ودونه _ په ښځو باندې د خسرګنۍ په کور کې ظلم او زياتی کول _ هغه عوامل چې د مشخص فرد د حوصلې کاسه ډکه او په یو ناپایه درد بدله شي _ ناهیلي او ماتې … نور ولولئ