په زړه پورې

د فرانسې ولسمشر مکرون په څپېړې وهلو ګڼ غبرګونونه را پارولې

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د خپل هېواد سویل ته د یوه رسمي سفر پر مهال د یو نا معلوم کس له لورې په مخ په څپېړه وهل شوی دی. پر ټولنېزو رسنیو خپور شوې دغه یډيويي کلیپ کې ښکاري، چې په شنه رنګه کمېس کې یو سړی راځي او ښاغلی مکرون په څپېړه وهي. له دغې پیښې وروسته امنیتي کسان ولسمشر مکرون له هغه ځایه وباسي. ویل کېږي چې د پېښې په تړاو دوه … نور ولولئ

افغانستان

عبدالله: نړیوال دې طالبان جدي مذاکراتو ته وهڅوي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په هېواد کې روانه اوږده جګړه نه د منلو وړ ده او نه هم نظامي حل لاره لري. نوموړي نن په کابل کې د سولې د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا په موخه جوړې شوې پنځمې مجازي ناسته ته چې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه لرله وویل، سیمه‌ییز او د نورې نړۍ هېوادونه دې پر طالبانو فشار راوړي څو … نور ولولئ

روانې سلامتي

د زلمي خلیلزاد مبهمې خبرې؛ افغانانو ته د هغه محتاطانه مرکه څه پيغام لري؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وړمه ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي. هغه دې سفر کې له متفاوت پلاوي سره راغلی چې د امریکا د بیلابیلو ادارو استازي هم په کې شامل دي. نوموړي تیره شپه یوه خصوصي تلویزیون (طلوع نیوز) سره مرکه کړې چې دلته یې یو شمیر مهم ټکي را اخلو او درسره یې شریکوو: … نور ولولئ

افغانستان

قریشي: د اډو غوښتنه کېږي خو موږ خپلو ګټو ته ګورو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په سیمه کې د پوځي اډو لټون د امریکا یوه غوښتنه ده خو دوی خپلو ګټو ته ګوري. نوموړي له جیو نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې، ده وړاندې تر دې هم ویلي چې پاکستان له امریکا سره د پوځي اډو کوم نوی تړون نه دی کړی او نه هم دوی داسې اراده لري. نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان په افغانسان … نور ولولئ

سینما او موسیقي

غزال عنايت: د هنرمندانو ټولنه هيڅکله د طالبانو تر تاثر لاندې نه راځي

افغانه سندرغاړې غزال عنايت وايي چې هيڅوک زموږ د هنر مخه نسي نيولای. غزال چې د سندرو ويلو تر څنګ ښايسته څېره هم لري اوس له هيواده لېري په ترکيې کې ژوند کوي. دې د امريکا ږغ اشنا ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې يې ژوند د ګواښ سره مخ وو نو ځکه يې ترکيه هيواد د ژوند لپاره وټاکی . غزال عنايت داهم وايي چې همدلته به خپلو هنري فعاليتونو … نور ولولئ

سینما او موسیقي

هغه مهم فلمونه چې کرينا کپور رد کړيدي

کرينا کپور خان د باليووډ سېنما يو له ښايستو او پياوړو اداکارانو څخه ده. د کرينا کپور د نامه سره هغه مهال د خان تخلص ور اظافه سو چې د سيف علي خان سره يې واده وکړ. کرينا کپور جذابه څېره لري لاهم په باليووډ کې ښه رول لري خو خور يې کريشما کپور اوس باليووډ ترک وهلی دی خو بياهم ځينو پروګرامونو کې ګډون کوي. کرينا د خپل مسلک په دوران کې ځيني ډېر … نور ولولئ

سپورټ

شکيب الحسن تر هنديانو وروسته د فيسبوک تر ټولو مشهور کريکټر دی

شکيب الحسن تر هندي کريکټرانو وروسته په فيسبوک کې تر بل هرچا ډېر مينوال لري. مهندرا سينګ ډهوني،ويرات کوهلي،سچن ټينډلکر او يووراج سينګ هغه کريکټران دې چې د نړيوال کريکټ له منځه په فيسبوک کې تر ټولو ډېر فالورز لري، خو د اسټراليا ،انګلستان،نيوزلينډ،ويسټ انډيز،پاکستان،افغانستان،سريلانکا او سويلي افريقا تر ټولو کريکټرانو بيا شکېب الحسن په فيسبوک کې ډېر مينوال لري. شکېب د اوسني نسل د غوره الراونډرانو څخه دی او ډېر کله داسې راغلي چې … نور ولولئ

افغانستان

پاکستاني او افغان دیني علما په مکه مکرمه کې پر افغان سوله غږېږي

د پاکستان او افغانستان دیني عالمان په مکه مکرمه کې پر افغان سوله خبرې کوي. د حج او اوقافو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د سعودي عربستان په کوربه توبه د پاکستان او افغانستان دیني علما سبا چهارشنبه پر افغان سوله خبرې کوي. دغه یوه ورځنۍ غونډه په مکه مکرمه کې جوړېږي او په هغه کې به د دواړو هېوادونو دیني علما د روانې جګړې پر پای ته رسېدو او سولې … نور ولولئ

سپورټ

سبا «PSL» لیګ د اوو افغان لوبغاړو په شتون کې پيلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې سبا چهارشنبه یوځلې بیا پيلیږي، چې په لومړۍ لوبه کې سبا ماښام لاهور قلندرز لوبډله او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې یو دبل پر وړاندي لوبیږي. د پاکستان پي ایس لیګ به سبا چهارشنبه د جون میاشتې په ۹مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام … نور ولولئ

افغانستان

سټولټنبرګ: افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه کې مرسته کوو

ناټو وایي په افغانستان کې د مهمو تاسیساتو په ساتنه او امنیت کې همکاري کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په دغه هېواد کې د سولې د تامین لپاره همکاري کوي. نوموړي په تازه څرګندونو کې همدا راز ویلي چې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به ادامه ورکوي او دغه راز به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز … نور ولولئ