خواړه

سپين مرچ په هر کور کې شته، خو له دې ګټو به یې خبر نه یاست!

د مرچو ټول ډولونه لکه شنه، تور او سپین زموږ په روغتیا او دفاعي سیسټم پیاوړتیا کې اړین رول لوبولی شي. او داسې هم ویل کېږي چې د سپینو مرچو په جوړښت کې داسې ځانګړتیاوې هم لېدل کېږي، چې له تورو، او شنو مرچو یې خورا غوره ګڼلی شو. په دې لیکنه مو تاسو ته د سپینو مرچو د ګټو یادونه کړې ده: ۱ـ په سپینو مرچو کې د کیپسایسن په نامه مادې شتون په … نور ولولئ

پوهنه

د رښتیني او دروغجنې مینې ترمنځ توپیرونه؛ څنګه يې وپېژنو؟

  داسې ډېر توپیرونه د رښتینې او دروغجنې مینې ترمنځ شته چې په وسیله یې کولای شو موږ پوه شو. رښتینې مینه کې انسان له هر څه نه مخکې د مقابل کس په هکله فکر کوي، تل هڅه کوي چې خوشحاله یې وساتي. تر ټولو کوچنی څیز هم چې د هغه یا هغې اړوند وي، په یاد یې وي او تل هڅه کوي چې داسې کوم څه ترسره نه کړي ترڅو هغوی خفه شي. د … نور ولولئ

سپورټ

د افغان لوبغاړو په اړه د اسټرالیا بېګ باش لیګ تبصره

  د اسټرالیا د کرکټ بورډ په وېب پاڼه کې د هغو افغان لوبغاړو یوه وېډیو پورته شوې، چې په بېګ باش لیګ کې لوبېدلي دي او په مختلفو برخو کې یې لاسته راوړنې لرلي دي. دې وېب پاڼې د راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، قیس احمد او ظاهرخان ویډیو پورته کړې ده او ورسره لیکلي یې دي، چې بیسټ اف د افغانز اېن کی ایف سي. Best of the Afghans in KFC. د … نور ولولئ

سپورټ

محمدسراج ته د روزونکي ډاډ او د پلار د دُعا اغېز یې

هندی تېز توپ اچوونکی محمدسراج وايي چې اسټراليا د سفر پرمهال مې پلار وفات سو خو روي شاسترې ډاډ راکړ او زما ملاتړ یې وکړ. اسټراليا ته د ټيسټ لوبډلې په سفر کې د محمد سراج شتون يو خوب وو چې رښتيا سو او دا يې د ژوند يو لوی ارمان وو چې د ملي لوبغاړي په حيث د خپل هيواد لپاره ولوبېږي. په همدې سفر کې سراج د يو سخت غم سره مخ سو … نور ولولئ

رسنۍ

د واده په اړه د ملالې یوسفزۍ څرګندونو غوسه پارولې ده

د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د واده په هکله بیان په مایکرو بلاګینګ وېبپاڼه، ټویټر پاڼه په زړه پورې بحث بدل شوی، خلکو د هغې په بیان سخت غبرګونونه ښودلي، او نیوکې پرې کوي. تر پرون ورځې چې ملاله یوسفزۍ د یوې پښتنې ټیکري په ارزښت بیانولو د پښتو لپاره د پښتنې کلتور د ویاړ بحث ګرځیدلې وه، نن هماغه ملاله د همدغو پښتنو او بلخصوص مسلمانانو د لعنت ویلو سوژه ګرځیدلې ده. د … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ افغان لوبډلې د بنګله‌دېش سره لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه تېره شپه د بنګله‌دېش فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبېده، چي لوبه یو ـ یو مساوي پای ته ورسېده. دا لوبه چي د قطر هیواد دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، پکې د افغانستان لپاره امرالدین شریفي د لوبې په ۴۸مه دقیقه کې ګولوهنه وکړه. دا چي لوبه ۶۴ سلنه د … نور ولولئ

سپورټ

د افغان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشران او لوبې یې

افغان کرکټ ملې لوبډلې په ۲۰۰۹م کال کې د دویمه درجه هیوادونو سره سیالۍ کولې، چې له هغه وروسته یې تر دې دمه پورې نوروز منګل، کریم خان صادق، محمد نبي عیسی خېل، اضغر افغان، ګلبدین نایب او راشدخان ارمان لوبډلمشرۍ کړي، خو څو ورځې مخکې حشمت‌الله شهیدي په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکل شو او کرکټ بورډ وايي د شل اوریزه سیالیو لوبډلمشر به هم ډېر ژر … نور ولولئ

سینما او موسیقي

“دا افغانستان دی” په مراکېش کې نړيواله جایزه وګټله

د خادم حسین بهنام په ډایریکټرۍ د “دا افغانستان دی” په نامه فلم د مراکېش په نړیواله ننداره کې جايزه وګټله. دې لنډ فلم ته د ښې ډایريکټرۍ جايزه د «Festival International Du Cinema Des Jeunes De Mekenes» له لورې ورکړل سوه. دې فلم تر دې وړاندې د الجزایر په نړيوالې نندارې کې د سرو زرو تندیس او لومړی مقام ګټلی وو او تر هغه وروسته یې بيا په هند کې د کاشي په نامه … نور ولولئ

سپورټ

د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډیوُن کانوی په ټېسټ لوبو کې ریکارډ جوړ کړ 

د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل کړه، په دې لوبو کې د نیوزیلېنډ توپوهونکي ډېوُن کانوی چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې د بنګله دېش پر وړاندې له ځانه وړتیا ښودلې وه، په ټېسټ لوبو کې یې هم د انګلستان د بالرانو زړه شین کړ او بالاخره رن اوټ شو. نوموړي په ټېسټ لوبو کې د شپږو نورو لوبغاړو سره په ریکارډ کې … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان؛ لوبډلمشرۍ نه وېره لرم 

د افغان لوبډلې ګوګلي بالر او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر راشدخان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دی لوبډلمشري نه کوي، له لوبډلمشرۍ ځکه وېرېږي، چې د ده په لوبه منفي اغېز کوي. په تېرو درېیوو کلونو کې د افغانستان کرکټ بورډ په دې لټه کې دی، چې یو ښه لوبغاړی لوبډلمشر وټاکي؛ خو تر اوسه نه دی بریالی شوی او څو ورځې وړاندې یې حشمت الله شهیدي د تېسټ او یو … نور ولولئ