سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ «PSL» د جون په نهمه پیلیږي

د پاکستان د کرکټ غوره لیګ ۲۰ سیالۍ، چي د کورونا له امله ځنډول شوي وې، د جون په لومړۍ نېټه پېلېدې، خو یوځل د جون پنځمي ته او اوس بیا د جون نهمي نېټې ته وځنډېدې. د پاکستان سوپرلیګ له لوري د خپرې شوي رسمي اعلامیې له مخي، د پاکستان پي ایس لیګ به د جون میاشتې په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي او د یادي میاشتې … نور ولولئ

خواړه

مستې؛ د خرابو مستو پېژندل او د ساتلو لارې چارې یې

له شک پرته د اوږدې مودې لپاره د مستو د ساتلو تر ټولو غوره لار په یخچال کې د مستو ساتنه ده، ځکه که چېرې مستې په يخچال کې وساتل شي د مستو خوند او کيفيت په سمه توګه ساتل کېږي. په يخچال کې باید مستې د سانټيګريډ ۵ نه تر ۷ درجو پورې، په پلاستيکي او يا ښیښه يي لوښي کې وساتل شي. که څه هم شيدې تر مستو ژر خرابېږي او مستې درې … نور ولولئ

ادبیات

ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي – تکړه کیسه لیکونکې سره مرکه

ماشومان ولې کیسه اوریدل او لوستل خوښوي؟ په دې اړه به یې د هیواد له تکړه کیسه لیکونکې نعیمه غني څخه واورو: د هیواد تکړه لیکواله او شاعره نعیمه غني، چې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې یې هم ډېر کار کړی او لا هم په دې برخه کې لګیا دی، چې د هیواد د بېوزله او نالوستي ولس بچیبو ته کیسې ولیکي، کتابونه وژباړي او چاپ یې کړي. دا چې اغلې نعیمې جانې څنګه … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ افغان فوټبال لوبډله نن د بنګله‌دېش سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله نن ماښام ۶:۳۰ بجې د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه د بنګله‌دېش ملې لوبډلې سره لوبیږي. دا لوبه د قطر د دوحې ښار په «جاسم بن حمد شهر» فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي، چي لمر ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړي. د افغان فوټبال ملې لوبډلې روزونکي انوش دستګیر په خپلو پرونیو څرګندونو کې ویلي، موږ د ټولو هیوادوالو له … نور ولولئ

سپورټ

نوین‌الحق له خپلې انګلستانۍ لوبډلې سره یوځای شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان تېز توپ‌اچونکی نوین‌الحق سږ کال د انګلستان په کورنیو سیالیو کي اخیستل شوی، چې په همدې موخه پرون چهارشنبه د خپلې لوبدلې لیسټر شایر سره یوځای شو. نوین‌الحق څو ورځې مخکې انګلستان ته سفر کړی و، خو د کورونا وبا له امله هلته کرنتین و او د کرنتین څخه وروسته پرون له خپلې لوبډلې سره یوځای شو او تمرینونه یې پیل کړل. نوین الحق پر خپلې رسمې ټویټر‌پاڼې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ملاله یوسفزۍ د برېټانیا د فیشن مجلې د پوښ ښکلا شوه

ملاله یوسفزۍ، د نوبل جایزې ګټونکې تر ټولو ځوانه زده کوونکې او ټولنیزه فعاله، د برېټانیا د فیشن مجلې (ووګ) د پوښ ښکلا وګرځیده. ملاله یوسفزۍ د راتلونکې جولای میاشتې ګڼې (ووګ) مجلې د پوښښ لپاره غوره شوې ده. پرون، ملالې په خپل ټویټر د یادې فیشن مجلې د پوښ یو عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي: « زه په هغه ځواک پوهېږم چې د یوې ځوانې نجلۍ په زړه کې کار کوي، کله … نور ولولئ

په زړه پورې

له مور او پلار څخه په غوسه کې د یوه تنکي ځوان حیرانوونکی عمل

  د هسپانیه یو کليوال اوسېدونکی “انډریس کانټو” چې په ۲۰۱۵م کې یوازې څوارلس کلن و؛ کله چې یې مور او پلار د ټریک جامو اغوستلو څخه منع کړ؛ نو هلک په قهر سره یو کولنګ واخیست او د کور په شاته باغ کې یې کیندنه پیل کړه. هغه د ۶ کلونو راهیسې په دغه غار کې په کار کولو مصروف و، تر دې چې نوموړي د ځمکې لاندې غار کې استوګنځای جوړ کړ، چې … نور ولولئ

سپورټ

نېدرلېنډ د سوپرلیګ پړاو لوبې په بریا پیل کړې 

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ پړاو لوبو په اوږدو کې د ایرلېنډ لوبډلې نېدرلېنډ ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کړی دی. لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه ترسره شوه. په دې لوبه کې نېدرلېنډ د لومړۍ توپوهنه کې د وانډر ګوګټېن د ۴۹ منډو، د مایبورګ د ۲۰ منډو، د مکس اوډوډ د ۲۳ منډو، د بس ډي لیډي د ۲۱ منډو، د ثاقب ذولفقار د … نور ولولئ

سپورټ

د هندوستان کریکټ لوبغاړي او مېرمنې یې نن انګلستان ته ځي

د هندوستان لوبډله له انګلستان سره پنځه ټېسټ لوبې د اګسټ په څلورمه پیلوي. د هندوستان لوبغاړي به له خپلو مېرمنو، رهبرۍ غړو او مینوالو سره انګلستان ته ځي او هلته به د قرنطین موده تېروي. د انګلستان حکومت د هندوستان لوبغاړو ته د سفر اجازه ورکړې ده. د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله به هم له نارینه وو لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته ځي او هلته به په ساوتمټن سیمه کې دېره کېږي. د … نور ولولئ