سپورټ

حشمت شهيدي: د را سپارل سوي مسؤليت سره به په پوره ايماندارۍ او صداقت مخته ځو

د ملي لوبغاړو تر مبارکیو وروسته حشمت الله شهيدي هم د کریکټ بورډ څخه دده د ټاکل کېدو له امله مننه وکړه. وروسته له هغې چې حشمت الله شهيدي ته اصغر افغان ، محمدنبي او راشدخان د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه نو حشمت باوري سو چې ټوله لوبډله یې ملاتړ کوي. حشمت پر خپلي فیسیوک پاڼې په پښتو،دري او انګلیسي ژبو د کریکټ بورډ د پرېکړې هرکلی کړی او د اصغر افغان د خدمتونو قدرداني يې … نور ولولئ

سپورټ

تر اصغر افغان وروسته محمدنبي هم حشمت الله شاهدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه

اکثریت افغان لوبغاړو حشمت الله شهيدي ته د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه. سهار لومړنی لوبغاړی ګلبدین نايب وو چي حشمت الله شاهدي ته یې د لوبډلمشرۍ،همدارنګه راشد او حشمت ته یې د مرستیالۍ مبارکي ورکړه. خو خلک د راشد ،نبي او اصغر مبارکۍ ته تر هرچا ډېر په تمه وه،راشدهم ماسپښين مهال د کریکټ نړیوالي شورا تر مبارکۍ وروسته حشمت الله شهیدي ته د نوي مسولیت مبارکي وویله. د کریکټ بورډ تر پرېکړي وروسته اصغر افغان … نور ولولئ

سپورټ

اصغرافغان خپل ځای ناستي ‹‹حشمت الله شهیدي›› ته مبارکي ورکړه

پرون دوشنبه افغان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د درې واړه فارمټونو لوبډلمشر اصغرافغان لرې او پرځای یې حشمت الله شهیدي د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتي یې د مرستیال لوبډلمشر په توګه وټاکه.   ددې ترڅنګ بورډ راشدخان ارمان په شل اوریزه سیالیو کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره کړ، خو خپره کړې اعلامیه کې یې ویلي، شل اوریزه سیالیو ته به هم ډېر ژر نوی … نور ولولئ

افغانستان

یوناما: د سولې خبرو د پرمختګ لپاره دې افغان حکومت او طالبان تاوتریخوالی را کم کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. راپور کې افغان امنیتي ځواکونه … نور ولولئ

سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې راشدخان تر افریدي زیاتې وېکټې اخیستي 

په شل اوریزو لوبو کې هغه بالران ډېر بریالي وي، چې د فطري وړتیا سره، سره د توپ اچونې بشپړه تجربه ولري. د شل اوریزو لوبو په غوره بالرانو کې راشدخان هم شمېر دی او تل یې په کمه ایکانومي ښه توپ اچونه کړې ده. همدا علت دی چې هغه د افغان لوبډلې سربېره د نړۍ په هرلیګ کې د اخیستلو وړ دی او د نړۍ هره لوبډله یې د اخیستلو تقاضا لري. دلته هغه … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

څنګه، خپله رواني روغتیا د کرونا بندیزونو او رخصتیو پرمهال ښه وساتو!

ژباړه: حماد هلال د ځوانانو لپاره شپږ لارښوونې نوې ځواني د ژوند یوه سخته مرحله ده او د کرونا بندیزېنو لا سخته کړې. د مدرسو، ښوونځیو او د ټولنیزو پروګرامونو په لغوه کېدو سره یوازې دا نه چې ځينو ځوانانو د ژوند مهمې شېبې له لاسه ورکړې؛ بلکې د ورځينو فعالیتونه لکه ملګرو  سره ناسته او په ټولګیو ګډون کولو نه هم لرې پاتې شو. تاسو، هغه ځوانان چې کرونا ناروغۍ مو په ژوند کې … نور ولولئ

سپورټ

شهيدي ته د کريکټ نړيوالي شورا ترمبارکۍ وروسته راشد ، نجيب او نورو لوبغاړو هم مبارکي وويله

پر ټولنيزو رسنيو حشمت الله شهيدي ته د افغان لوبغاړو مبارکۍ جريان لري. پرون حشمت الله شهيدي د يو ورځنيو او ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل سو خو نن سهار ګلبدين نايب د لومړني افغان لوبغاړي په حيث مبارکي ورته وويله،ورپسې افتاب عالم ،همداسي مجيب الرحمن. Congratulations to @Hashmat_50 being named as the skipper of the @ACBofficials national team.I wish you all the very best in your journey ahead..Good luck for your next chapter .. pic.twitter.com/aWesugp3S7 … نور ولولئ

ژوند بڼه

بد دود؛ ناوې ته پر خاوند له وسه وتلی جهیز اخیستل، راتلونکی ګډ ژوند بربادوي

خویندې د ورور له کوره څه وړي خواره زلفان په اوږو وړي په ژړا ځینه د نجلۍ په ودولو کې یو مهم کار هغې ته د کور(جهېز) اخیستل دي، چې دا هم له ضرورت څخه زیاته د رواج غوښتنه ده. موږ وینو ځینې کورنۍ داسې څیزونه غواړي یا یې اخلي چې، ضرورت یې نه وي او دا ټول زور د هلک له کورنۍ وځي. مخکې مې د جهېز خبره وکړه، جهېز د يو مکمل کور … نور ولولئ

افغانستان

اتمر، پاکستان ته: صادقانه او عملي همکاري راسره وکړئ

اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای … نور ولولئ

افغانستان

غني: تپل شوې جګړې د افغان ماشومانو ژوند تریخ کړی

پر افغانانو تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي. ولسمشر غني د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي. دده په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او … نور ولولئ