سپورټ

شفیق‌الله غفاري د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې واخیستل شو

افغان سلو توپ‌اچونکی شفیق الله غفاري د ویسټ انډیز هیواد کاربین لیګ لپاره په بولي کې بارابادوس تریندیس لوبډلې واخیست. دا لومړی ځل دی، چې شفیق‌الله غفاري په یوه بهرني لیګ کې اخیستل کیږي. شفیق‌الله غفاري په دې تړاو ویلي، خوښ یم، چي د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ په نړیوالو لیګونو مي قدم کېښود. شفیق‌الله غفاري لیکلي: «خوښ شوم چې د نورو اتلانو تر څنګ مې په نړیوالو لیګونو قدم ور کېښود او ویسټ اندیز … نور ولولئ

کلتور او هنر

پاکستانی ملا: که مېړه امريکا او ښځه پاکستان کې وي، د بچو پیدا کیدو امکان شته

ملا “رحيم الله ” چې یو سیاسي ملا دی؛ ډېری وخت د افغانستان د روان جنګ په اړه ډېرې بې منطقه او ناسمې فتواوې ورکوي. د افغان ولس پر وړاندې يې بغض، کرکه او حسد دومره ډېر دی، که چیرته په يوه ورځ په زرګونه افغانان هم ووژل شي، نو د نوموړي زړه به پرې يخ نشي. د “ملا رحیم “یوه تازه ویډویې فتوا چې نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې که “کرامات وایفای” په … نور ولولئ

سپورټ

د IPL او نړیوال جام د برخلیک ټاکلو په پار سبا مهمه ناسته کیږي

  د هند آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو لیګ ۲۹ سیالۍ د هند په کوربتوب ترسره شوې، خو له هغه وروسته یې یو شمېر لوبغاړي په کورونا اخته شول او ددې لیګ ۳۱ لوبې تر نامعلومې نېټې پورې وځنډېدې. ددې لیګ تر ځنډېدو وروسته اسټرالیا، سریلانکا، انګلستان او متحده عربي اماراتو د هند کرکټ بورډ ته ویلې، تر څو ددې لیګ د پاتې لوبو کوربتوب ورکړي او ډاډ یې هم ورکړی، چې له هر … نور ولولئ

سپورټ

د ټیسټ لوبو قهرمانۍ پایلوبې ته ټاکل شوي جالیب اُصول

    د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام پایلوبه   د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي دي، چي په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې دي. د راپورونو له مخي د ټیسټ لوبو قهرمانۍ جام کې تر دې دمه پورې ټولې ۵۷ سیالۍ شوې دي، چې پایلوبه به یې د راتلونکې جون میاشتې په … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

په افغانستان کې ولې کورنۍ ماشومانو ته پاملرنه نه کوي؟

افغانستان هغه هیواد دی، چې ماشومانو ته په کې ډېره کمه پاملرنه کېږي، نور خو له څه کوې، چې خپلې کورنۍ هم ورته پاملرنه نه کوي. دا چې کورنۍ څنګه او ولې خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي لاملونه یې دلته ولولئ. زموږ ماشومان په داسې یوه چاپیریال کې را لویږي، چې نه یې کورنۍ مینه ورکوي، نه یې پوښتنو ته ځواب وایي او نه هم هغه رویه ورسره کېږي، چې باید له یوه ماشوم … نور ولولئ

افغانستان

کابل کې د امریکايي ځواکونو کمپ دفاع وزارت ته وسپارل شو

له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو سره هممهاله په کابل کې د نړیوالو ځواکونو، نوی کابل کمپ د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې د دغه پوځي کمپ د سپارلو په مراسمو کې د دفاع وزارت مرستیال او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ زین‌الدین زیدان په رسمي توګه ریال ماډریډ لوبډله پرېښوده

د فرانسې د فوټبال ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی، چې په بېلابیلو نړیوالو کلبونو کې یې هم سیالۍ کړې دي، د ریال ماډریډ لوبډلې روزونکی و، ددې لوبډلې څخه نور په رسمي توګه جلا شو. د اسپانوي کلب «ریال ماډریډ» له لوري په خپره شوې اعلامیه کي راغلې، چې د ځینو بېړنیو ستونزو له امله زین‌الدین زیدان له خپلې دنډې استعفاء وکړه، خو د یادو بېړنیو ستونزو په اړه یې نور جذیات نه دي ورکړي. دا … نور ولولئ

سینما او موسیقي

پرينکا چوپړا د خپل خاوند سره د ښه ژوند راز په ډاګه کړ

پرينکا چوپړا او نيک جونز په ۲۰۱۸ز کې د هند په جودا پور کې واده وکړ،د دوی د واده لپاره دوه مراسم د يوبل مذهب ته د احترام په خاطر په هندي او عيسوي کلتورونو کې ترسره سوه. پرينکا د اسټراليا ووګ مجلې ته ويلي چې ددې او د نيک د واده يوازي دوه کلونه کېږي نوځکه يې په اړه لږ مالومات ورکوي. ددې په باور ددوی د ښه ژوند راز په خبرو اترو کې … نور ولولئ

افغانستان

د مصر لوی مفتي د افغان سولې په تړاو فتوا ورکړه

د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي ‘شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام’ په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي. نوموړي همدا راز ویلي، … نور ولولئ

افغانستان

لویډ اسټين: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کانګریس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي. د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي. د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې … نور ولولئ