افغانستان

ولسمشر غني نن د تخت استالف هوټل پرانیست

ولسمشر غني نن د کابل استالف ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د (تخت استالف) په نامه تاریخي هوټل تر بیا رغونې وروسته پرانیستی دی. نوموړي د یاد هوټل د پرانیستي په مراسمو کې وویل، خوښ دی چې افغانستان له ویجاړۍ څخه د ابادۍ او هوساینې پر لور روان دی. هغه زیاته کړې، نن ټولو افغانانو ته د ده پیغام دا دی چې افغان دولت د جګړې ویجاړۍ ابادوي او د هېواد د … نور ولولئ

افغانستان

ویلسن: پر بنسټیزو پروژو برید د افغانستان پر راتلونکې برید دی

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن وایي، چې پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکې برید دی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري چې په هیڅ صورت باید تخریب نه شي. نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب … نور ولولئ

سپورټ

اسټرالیا سره د افغانستان د ټیسټ لوبې رسمې نېټه اعلان شوه

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلې، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ به یوازینۍ ټیسټ لوبه د روان ۲۰۲۱م کال د نوومبر میاشتې له ۲۷مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ترسره شي. اعلامیه کې ویل شوي، دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب د هوبارټ ښار په بلن ستوڼ کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.     یاده اعلامیه کې د اسټرالیا سره د یادي یوازینۍ ټیسټ … نور ولولئ

سپورټ

ډیویلرز ولې نړیوال کرکټ ته نشو راستون؟ دلته پرې خبر شئ

د څه مودې راهیسي راپورونه ورکول کېدل، چې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او بریدګر لوبغاړی ډیویلرز یوځلې بیا نړیوالو سیالیو ته راګرځي، خو سویلي افریقا د ویسټ انډیز او ایرلینډ پر وړاندې خپلې لوبډلې اعلان کړې، چې پکې ډیویلرز شتون نه لري. د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې روزونکي مارک بوچر له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګنده کړه، چي ډیویلرز ولي په ۲۰۱۸م کال کې په ناڅاپه توګه … نور ولولئ

افغانستان

امریکا: زموږ وتل د افغانستان د پرېښودلو مانا نه لري

په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر وایي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې اندېښمن کړي دي. راس ویلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي. ویلسن طالبان د دوحې هوکړې … نور ولولئ

سپورټ

ابوظبۍ اجازه ورکړه، چې د PSL پاتې سیالۍ دي هلته وشي؛ خو…

د راپورونو له مخې ابوظبۍ اجازه ورکړې، تر څو د پاکستان سوپرلیګ پاته ۲۰ لوبې دي د پاکستان پرځای په ابوظبۍ کې ترسره شي. د پاکستان سوپرلیګ شپږم پړاو ۱۴ لوبې ترسره شوي، چې د کورونا له امله وځنډول شوې او اوس یې شل لوبې پاته دي، چې پاکستان کرکټ بورډ د ابوظبۍ په کوربتوب ددې ښار د مسئولینو خبر ته په تمه وه، چې دا دی تازه دې ښار ورته د کوربتوب اجازه ورکړه. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ژوند ته کار کول پکار دی، کار ته ژوند نه دی پکار

ارواپوهه: ډاکټر سیده عارفه زهرا ژباړه: مهر تاج د دې ویل به لږ ستونزمن وي او ښایي دا خبره زه د ټولو په وړاندې وکړم؛ هغه خلک چې زیان نشي ګاللی، هغوی به هېڅکله ګټه هم ونه کړي. موږ کلونه وړاندې د دې ثابتولو لپاره هڅه کوله، د کاغذ هغه ټوټه چې موږ ورته ډیګري (اسناد) وایو، ډېر مهم وي، چې د هغې لپاره موږ نصابي تعلیم هم… که د انګلیسي لغاتونو اجازه راکړئ لکه: … نور ولولئ

سپورټ

شعیب اختر هم پر پاکستاني کرکټ بورډ نیوکې وکړې

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تېز توپ‌اچونکي شعیب اختر له دې امله پر پاکستان کرکټ بورډ نیوکې کړې، چې ګواکې لوبغاړي ملې لوبډلې ته د وړتیاوو په اساس نه دي ټاکل شوي. شعیب اختر د «PTV Sports» سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان کرکټ بورډ باید په دې پوه شي، چې په ښه حالت کې کرار نه لري. هغه زیاته کړه: « زه فکر کوم، چې باید د پاکستان کرکټ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ماشوم ذهني وروسته والی څه دی؟

صدیقه پوپلزۍ اراواپوه عبدالجلیل امرخېل لۀ کور څخه مې د دندې پۀ لور حرکت وکړ، هوډ مې کړی وو چې نن به پیاده او پۀ قدم وهلو تر کار ځایه پورې ځان رسوم، مزل مې پیل کړ نیمې لارې ته به نۀ وم رسېدلې چې یوۀ جالب ماشوم ته کې پام شوم، چې پۀ پوره ډول یې د نورو ملاتړ ته اړتیا لرله، بایسکلک کې ناست وو لۀ خولې یې لاړې راتللې خلاصه ډېر مې … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د سلمان خان ‘رادې’ فلم په ۴ ورځو کې یوازې ۶۰ زره روپۍ ګټلي

د بالیووډ اداکار “سلمان خان” فلم ‘راډي (یور موسټ وانټډ بهای) په کورونایي ویروس کې هم له سینمایي کورنیو څخه ۶۰۰۰۰ هندي روپۍ عاید ترلاسه کړی. د سلمان خان فلم ‘رادې’ په اختر کې خپور شو، خو د کورونا له امله دغه فلم آنلاین سټینګ پلیټ فارمونو کې خپور شو. فلم د کورونا لاک ډاؤن له امله د هندوستان په تریپوره ایالت کې یوازې په دریو سینماګانو کې خپور شو. په سینماګانو کې د کرونا … نور ولولئ