ځوانان او زده کړې

د ټولنې په اصلاح کې د شاعرۍ مثبتې اغېزې

شعر هغه کلام دی، چې یو شاعر خپل احساس او تخیل په ښکلو او هنري الفاظوکې ټولنې ته وړاندې کوي، چې هر شاعر شعر د بېلا بېلو موخو له پاره لیکي او په خپل شعر کې بېلا بېل پیغامونه لري. د شعر ښکلي او هنري الفاظ د خلکو د خوشحالۍ لامل کېږي. دا چې شاعري د ټولنې په اصلاح او سمون کې څه اغېزې لري او ایا شعر د ټولنې په اصلاح کې مثبت رول … نور ولولئ

کلتور او هنر

په افغانستان کې د افغاني جامو دود څه ډول دی؟

په افغانستان ګې د نورو جامو په پرتله افغاني ګنډ خاص دود لري. بيلا بېلو مراسمو کې لکه: واده، کوژده، تخت جمعي،پايوازي، اوسياسي مراسمو کې یې سياست والې اغوندي. د واده دنکريزو شپه د ناوې او شاه لپاره له افغاني ګنډ پرته نامکمل دی. افغاني جامې ځانګړی اهميت و ارزښت په درلودلو سره ډیر مینه وال لري.چې بهر هېوادونو کې مېشت افغانان يې له افغانستان څخه له ځانه سره وړي. افغانستان ته له بهر هېوادونو … نور ولولئ

سپورټ

له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د آی‌پي‌اېل غوره توپوهنې

  د آی‌پي‌اېل له پیل څخه تر دې دمه ځېنو لوبغاړو چټک اننګزونه لوبولي او د خپلې لوبډلې په ګټه یې ګټونکې پاڼۍ لوبولي دي.   یوسف پټان یوسف پټان هغه الراونډر دی، چې د کلکتې لوبډلې لپاره یې په منځنۍ برخه کې د یو فېنېشر او هیټر رول لوبولی دی او تل یې ښې لوبې د کلکتې لپاره ګټلي دي. خو په ۲۰۰۸ کې دی له راجستان لوبډلې سره و او د چینای سوپرکېنګز … نور ولولئ

سپورټ

د ننګرهار په چپرهارکې د ملي یووالي په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

  یادې سیالۍ مې په ۱۱ مه د تېرې سه شنبې په ورځ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې او د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۷ مه پای ته ورسېدې. په سیالیو کې د چپرهار ولسوالۍ ګڼو لوبډلو او د نورو سیمو د والیبال ټیمونو ګډون کړی و. له سیالیو څخه موخه د خوښۍ شېبې رامنځته کول، د خلکو پر شونډو مُسکا خپرول او ملي … نور ولولئ

افغانستان

جلال اباد، باچا خان مزار کې د بیګ نسیم فاتحه وشوه؛ هغه څوک وه؟

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار باچا خان مزار کې د خدايي خدمتګار تحريک سرلارې او عوامي ملي ګوند پخوانۍ مشرې د عبدالولي خان مېرمنې بېګم نسيم ولي خان فاتحه واخیستل شوه. په دې مراسمو کې د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل، د ولايت مرستيالانو، ولايتي شورا او ولسي جرګې غړو، علماء کرامو، مېرمنو، پوهنتون استادانو، محصلينو، ګذر وکيلانو او نورو قشرونو په ګډون سره واخیستل شوه. د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د فاتحې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د کورنۍ نړیواله ورځ؛ دا ورځ ولې نمانځل کیږي !

ژباړه: حماد هلال کورنۍ د انسان لپاره لومړنی ټولنیز بنسټ، د انساني ټولنې اساسي رکن او د بشر معنوي و روحي ضرورتونه پوره کولو لپاره مناسب نظام دی. کورنۍ په ټولو ټولنو کې د اهمیت وړ ده، ځکه  کورنۍ  د کور غړو امنیت و رواني روغتیا لپاره غوره بستر او د ځوان نسل پالنه کوي. د ملګرو ملتونو ټولنې دغه ورځ د کورنۍ نړۍ والې ورځ په نوم نومولې ده، چې هر کال په مختلفو … نور ولولئ

ژوند بڼه

د کور دننه ککړه هوا څنګه پاکه کړو؟

په معمولي ډول خاورې، ګردونه او دوړې د کور په هغې برخې کې را ټولېږي او په ځمکه لوېږي چې هلته ډېر لږ وخت تېرو يا له هغه ځای سره هغومره کار نه لرو. خو د کور په هغې برخې کې چې موږ ډېر فعالیت کوو خاورې او دوړې په ځمکه نه کېني او هوا ته پورته کېږي. له کله چې کورونا وایروس خپور شوی دی ډېری وخت په کور کې پاتې کېږو، نو زموږ … نور ولولئ

ادبیات

سليم راز پرون د ژوند پور پرېکړ؛ د هغه سیاسي او ادبي ژوند ته لنډه کتنه

خلک تېر وخت پسې منګولې مروړي وختونو مونږ پسې ارمان کړی دی “سلیم راز” د پښتونخوا نومیالی ادیب شاعر او سياستوال “سليم راز” پرون د ژوند پور پرې کړ. د پښتو ژبې تکړه او پیاوړی شاعر، څیړونکی، کالم لیکونکی او لیکوال “سلیم راز” په (۱۹۳۹ زېږديز د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه _ ۱۳۱۸ لېږديز لمريز) کال، خيبر پښتونخوا) د خېبر پښتونخوا ايالت په چارسده ولسوالۍ (ضلع) کې د “ملک امان خان ” کره زېږېدلی … نور ولولئ

سیاست

فلسطین په اړه د امریکا چلند؛ چین سخت غبرګون وښود

چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین مسئلې په اړه د متحده ایالاتو دوه ګونو معیارونو پر وړاندې سخت غبرګون وښود. په غزه د اسراییلو د برید په اړه د امنیت شورا غونډه د چین د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د اسرایل او فلسطین استازو پکې برخه اخیستې وه. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله پرانیستونکي وینا کې وویل، چې خونړی تاوتریخوالی باید … نور ولولئ

افغانستان

غني: سوله لومړیتوب دی، طالبان دې جګړه نه کوي، تر وروستۍ شیبې ولاړ یم

ولسمشر غني وایي طالبان باید دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام باید انتخاباتي وي. نوموړي له یوې امریکایي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې سوله یې لومړیتوب دی خو که طالبان جګړو ته ادامه ورکوي نو دی د پوځ لوی درستیز دی او تر وروستۍ شېبې په د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. ولسمشر غني همدا راز ویلي چې طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باورمن شي او دا … نور ولولئ