سپورټ

مک‌ګرګور یوه کال کې تر ټولو ورزشکارانو زیاتې پیسې لاس ته راوړي

د ایرلینډ هیواد د ازادي مبارزې «MMA» تکړه او نامتو لوبغاړی کانور مک‌ګرګور د ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتې پیسې لاسته راوړونکی لوبغاړی وشمېرل شو. امریکايي ورځپاڼې فوربس د تېر کال تر ټولو زیاتې پيسې لاسته راوړونکي لوبغاړي اعلان کړل، چې مک‌ګرګور د ۱۸۰ میلیونه ډالره په ترلاسه کولو سره حتا د نړۍ تر نامتو ورزشکارانو لیونل میسي او رونالډو هم مخکي شو او په لومړي نمبر کې راغی او د فوربس ورځپاڼې لخوا د … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني:که د سولې په راتګ ډاډمن شم، د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشي کوم

ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي. نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی. دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به … نور ولولئ

سپورټ

ویسټ انډیز پنځلس شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي

  د روان کال په اوږدو کې ویسټ انډیز د درېیوو سترو هېوادونو کوربتوب ته اوږه ورکوي او ۱۵ شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کوي. د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سږکال په اوږدو کې به د سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان پر وړاندې لوبې وکړي او دوی د درېیوو سترو کرکټ ټیمونو د کوربتوب مسوولیت واخلي. په دې لوبو کې څلور ټېسټ، درې یو ورځنۍ او ۱۵ شل اوریزې لوبې … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا؛ د شل اوریز جام لپاره د شل لوبډلو پر لوبولو غور روان دی

  نږدې پنځه کاله وړاندې په هندوستان کې د نړیوال شل اوریز جام شپږم پړاو جالبه پایلوبه ترسره شوې وه او دا جام بیا د اقتصادي او په دې وروستیو کې د کورونا ستونزو له امله ترسره نشو. ۲۰۱۶ کې شل اوریز جام ویسټ انډیز وګاټه او انګلستان ته یې پایلوبه کې د کارلوس برېتوېټ د څلورو پرله پسې شپږیزو په مرسته ماته ورکړه. هغه له بین سټوکس څخه وروستي اوور کې شل منډې پوره … نور ولولئ

کلتور او هنر

د نړۍ تر ټولو لوى مذهبي جشن کوم ده؟

د هند په شمال کې د اله اباد ښار ته څېرمه د «کمبه» په نامه مذهبي میله پیل شوې ده، چې د دې مېلې د تنظیموونکو د خبرو په اساس په اټکلي ډول شاید ۱۵۰ میلیون خلک په کې ګډون وکړي.‌ دا مېله د نړۍ تر ټولو لویه مذهبي مېله ده. چې ۵۵ ورځې دوام کوي. هر کال د مها کمبې مېله کې د ډېرو ټیلو و ټمبو د رامنځته کېدو له امله په لسګونو … نور ولولئ

افغانستان

بلېنکن: موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین له ولسمشر غني سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. نوموړي د بشري مرستو د دوام تر څنګ ویلي چې د افغان پوځ د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې به هم ددوی همکارۍ دوام کوي. دواړو لورو همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او د افغان … نور ولولئ