افغانستان

کابل کې نننۍ چاودنې توند غبرګونونه راپارولي دي

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي. نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په … نور ولولئ

افغانستان

د وطن ابادي: د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي

اتم د مې چې د کډوالو مرغانو د نړیوالې ورځې سره سمون خوري، په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړېدو سره ډېر کډوال مرغان افغانستان ته راغلي دي. د افغانستان چاپیریال اداره وايي، چې د کمال خان بند جوړول په افغانستان کې د کډوالو مارغانو په راستنيدو کې مهم رول لوبوي. دا لا تردې دمه نه ده معلومه، چې هر کال څومره کډوال مرغان افغانستان ته را الوزي، خو د افغانستان د چاپیریال … نور ولولئ

په زړه پورې

الزابيت ریچار خپله ١٠٦ کلیزه ولمانځله

دا مېرمن د انګلستان د “ميچام” ښار اوسيدونکې ده، چې اته کاله مخکې هم په کار کې بوخته وه، يعني تر اتو کلنو مخکې یې تقاعد نه ؤ اخستی او خپلې ټولنې ته يې خدمت کاوه. الزابيت وايي، د هغې د اوږد ژوند راز د “برانډي” مشروبو څښل دي، د هغې غوره الکولي مشروبات. الزابيت په ټوکو زیاتوې او وایي: “کله چې روغتون کې بستر وم؛ ډاکټرانو د درملو نه زياد په برنډي زما درملنه … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

د نجونو هيلې او آرمانونه مه وژنئ

هر ځوان، او هره پېغله، په خپل ژوند کې لوی، لوی آرمامونه لري چې يو يې هم خوښ ژوند ښه کورنۍ درلودل دي. هره پېغله ارمان لري تر څو يوه ښه کورنۍ کې واده شي. خاوند نيک انسان دښه خوی څښتن او باسواده وي. تر څو آينده ژوند يې خوښ او آرامه وي. چې زياتره وخت د جينکو دغه ارمانونه نيمګړي پاتې کيږي او دشخړو لانجو په بدل کې قرباني کيږي. کلونه کېږي، چې افغانې … نور ولولئ

سپورټ

هند ته د پاکستاني بالر محمد عامر دعا او د پاکستانیانو غبرګونونه

  د پاکستان پخواني چټک توپ اچوونکي د هند لپاره دعا کړې، چې له کورونا وایروس څخه خلاص شي، خو د ده دغه ټویټ ته د پاکستان ګڼو کسانو غبرګون ښودلی دی. محمد عامر په خپله ټوېټر پاڼه د مې په ۷مه د جمعې په ورځ لیکلي، چې «زما د زړه دعا له هندوستان سره ده، په یاد ولره هندوستانه، چې مونږ په دې سخت وخت کې ټول له تاسو سره یو، تاسو ته دعاګانې … نور ولولئ

افغانستان

محب: د طالبانو ترمنځ اختلافات په بې ساري ډول سره ډیر شوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري. نوموړي زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دولت ته وسپاري. محب دغه راز ویلي، چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو … نور ولولئ

سینما او موسیقي

ویرات کولي او مېرمنې یې له خلکو سره د مرستې په پار مټې رابډ وهلې

د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر او د هندي سینما وتلې ستورې انوشکا شرما له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲ کروړه هندي کالدارې مرسته وکړه. دوی ویلي چې « ډېر دردوونکی او سخت حالت دی، چې زموږ هېواد ورسره مخ دی». دوی د جمعې په ورځ د بسپنې ټولولو یو صندوق هم پرانیست، چې خلک مرسته وکړي، ترڅو یې په هندوستان کې له کورونا سره د مبارزې لپاره په لګښت ورسوي. کولي او مېرمن یې په … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ د لالیګا لیګ اتلولۍ لپاره د نن برخلیک ټاکونکې لوبه

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ په سیالیو کې نن خورا جالیبه لوبه ترسره کیږي او د لالیګا لیګ پر پایلې خورا مثبت اړخ لګوي او دواړي لوبډلې هڅه کوي، تر څو ننۍ لوبه وګټي او ددې لیګ اتلولۍ ته ځان ورسوي. ننۍ لوبه د بارسلونا او اتلاتیک ماډریډ فوټبال لوبډلو ترمنځ ده، چې نن ماښام ۶:۴۵ بجې به د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کې یو د بل پر وړاندې د سیالي ډګر ته کښته … نور ولولئ

سپورټ

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې د سریلانکا په کوربتوب ترسره شي. سیلوا ویلي په جولای او اګسټ میاشت کې موږ پلان لرو، تر څو د سریلانکا کورنۍ تجارتي سیالۍ ترسره کړو او له هغه وروسته په سیپټمبر میاشت کې … نور ولولئ

سپورټ

پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو کې به د پخوا غوندي قوي ولوبیږي. نیکولاس پوران پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، چي د هند آی پي ایل لیګ په سږنیو لوبو کې یې د خپلې لوبډلې لپاره يې ښه سیالۍ ونکړې، چې په همدې موخه به … نور ولولئ