خواړه

د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره، دا مېوه وخورئ!

دا سمه ده چې لږ وزن لرل د ښایسته اندام د درلودلو لامل کېږي خو بېخي لږ وزن لرل هم ښه نه وي او انسان پکې ښکلی نه ښکاري. نو له همدې امله ډېری هغه کسان چې لږ وزن لري د دې په هڅه کې دي چې د مناسب چاغښت د ترلاسه کولو لپاره خواړه او مېوې وکاروي تر څو وکولای شي چې مناسب او ښکلی اندام ولري. هغوی نه غواړي چې د درملو پر … نور ولولئ

روانې سلامتي

ایا د کورونا واکسین، پر کورونا د اخته کېدو لامل کېږي؟

په افغانستان کې د کورونا واکسین د تطبیق د پیلېدو سره سم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دغه واکسین په اړه بېلابېلې نظريې هم خپرې شوې دي. ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه لري او انسان له مرګ نه ژغوري خو بیا ځینې په دې باور دي چې د کورونا واکسین نه يوازې دا چې موږ د کورونا وایروس څخه نه ژغوري بلکې ډېر … نور ولولئ

نړۍ

د نړۍ دغو ۱۵ هېوادونو ته تګ ازاد، خو بېرته راتګ منع دی!

که څه هم د يوه کال راهيسي د کورونایې شرایطو لپاره د نړۍ ډېرو هېوادونو ته تګ راتګ منع شوی دی او خلک نه شي کولای چې په اسانۍ سره له يوه هېواد نه بل هېواد ته سفر وکړي، خو په دې ډله کې يو شمېر داسې هېوادونه هم شته چې د نړۍ وګړو ته یې د سفر کولو اجازه ورکړې ده او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بېلابېل وګړي ورته سفر کولای شي. … نور ولولئ

افغانستان

کریمي: ۱۳۸ پرمختیایي پروژې د ارغنداب وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانګړې شوې

راپور د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې له ډلې یې ۱۳۸ پرمختیایي پروژې یوازې د کندهار په ارغنداب کې د وېجاړې شوې زېربناء بیا رغولو ته ځانکړې شوې دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي رسنیز کنفرانس ته وویل، د کندهار په سفر کې د هېواد جمهور رئیس ځانکړې سپارښتنه وه، چې د … نور ولولئ

پوهنه

د ریاضي کشف او په لومړیو وختونو کې د ریاضي مطالعه

ژباړه: حماد هلال ریاضي د پرمختللې نړۍ زړه دی او مهمه نده چې زموږ خوښېږي یا نه خوښېږي په هر صورت ریاضي زموږ د ژوند مهمه برخه ده. د ټولو اختراعاتو لکه: ځيرک مبایلونه، کمپیوټرونه او حتی هوا پېژندنې ترشا ریاضي شتون لري، چې خپل مهم نقش یې د دوی په محاسبو او اختراعاتو کې په تېر اوس او راتلوونکې کې ثابت کړی دی. ریاضي د هر علم له مهمو برخو ګڼل کېږي، خو تراوسه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څومره پلی مزل باید وکړو او کومو وختونو کې ګټه لري

ژباړه: حماد هلال د مناسب اندام لرل د هر شخص او په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره د اهمیت وړ بحث دی. په دې دلیل دوی د هغو طریقو په لټه کې دي، چې وشي کولی خپل وزن کم او مناسب اندام ولري، د دې لپاره له هرې شونې لار ګټه اخلي. مناسب اندام ته رسیدل ستاسو حق دی خو نه په هر قیمت. د وزن وچ والي او مناست اندام لرلو لپاره ډېرې طریقې … نور ولولئ

افغانستان

پاکستان به پرته له فکره د امریکا لپاره اډې ورکړي

له هغه ورځې، چې د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس جوبايډن د امريکايې ځواکونو د وتلو رسمي نېټه څرګنده او د  وتلو اعلان وکړ. د هېواد  دننه او سیمو کې سختې ناامنۍ و ناقراري رامنځته شوي، د افغانستان ګاونډي هېواد ايران په دې هکله اندېښنې څرګنده کړې. د چين هېواد، د افغانستان تش پرېښودل د ځان و راتلونکي په هکله يو جدي خطر وبللو او همدارنګه د نړۍ لويو قوتونو دا تصميم غلط وباللو او … نور ولولئ

اقتصاد

بډایه طلاق: د بل ګېټس او مېرمنې شتمني به یې څنګه وېشل کېږي؟

د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بل ګیټس او د هغه مېرمن “میلانډا ګیټس” له ۲۷ کلونو ګډ ژوند وروسته جلا کیدل اعلان کړل، چې دا به په نړۍ کې تر ټولو ګران طلاق وي. د راپورونو له مخې، بل ګیټس، د یو سل او پینځلس ملیارد ډالرو (۲۲۴ ټریلیونه روپۍ) مالک او د هغه مېرمن د ملکیتونو د ویش په اړه یوې هوکړې ته نه دي رسیدلي. امريکايي رسنۍ وايي، چې “ميليندا ګيټس” به د محکمې … نور ولولئ

افغانستان

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین رسنیو ته وویل، ډېرې کورنۍ د لښکرګاه، ناوې او نادعلي ولسوالیو له ځینو ساحو کډې کولو ته مجبوره شوې دي. رامین زیاته کړه: د جنګ او جګړو له کبله شااوخوا له ۹۰۰سوه زیاتې کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: نړیواله ټولنه باید نړۍ ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي

ولسمشر غني په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، مدني ټولنه باید د طالبانو له لوري د قتل او وینې بهېدنې پر وړاندې دریځ ونیسي او نړیوالو ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. … نور ولولئ