سپورټ

نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبډلې ته د پرمختګ لپاره درې نمرې ورکړل شوې

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي تازه په یو ورځنیو لوبو د کرکټ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چي پکې انګلستان له لومړي ځای څخه څلورم ځای ته کښته شوی او لومړی ځای نیوزیلینډ لوبډلې خپل کړی. نیوزیلینډ مخکې په درېیم ځای کې شتون درلود، خو اوس لومړي ځای ته پور ته شو. هندۍ لوبډله بیا مخکې په دویم ځای کې وه، خو اوس د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو … نور ولولئ

افغانستان

غني خلیلزاد ته: سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل. سرچینه وايي، په دغه کتنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه جمهوررئیس ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې؛ جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تر … نور ولولئ

افغانستان

ایران: د افغانستان وضعیت ته ډېر اندېښمن یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي. د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري. هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې … نور ولولئ

سپورټ

بنګلور لوبډله په خپله راتلونکې لوبه کې شین لباس اغوندي؛ خو ولي؟

د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو کې نن ماښام ۶:۳۰ بجې رویال چلینجرز بنګلور لوبډله د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې لوبېده، خو د کلکتې لوبډلې دوه لوبغاړي په کورونا ویروس اخته شول او ننۍ لوبه وځنډول شوه او معلومه نه ده، چي کومي ورځې ته به وځنډول شي بنګلور لوبډلې تر دې دمه په خپل سره لباس کې د آی پي ایل روان پړاو اووه سیالۍ ترسره کړې دي، چې له … نور ولولئ

سپورټ

د کلکتې دوه لوبغاړي په کورنا اخته شوي؛ ننۍ لوبه وځنډول شوه

ټاکل شوې وه د هند آی پي ایل سیالیو ۳۰مه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د کلکتې نایټ رایډرز او رویال چلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ شوې وای، خو د کلکتې لوبډلې د دوو لوبغاړو په کورونا ویروس د اخته کېدو په خاطر دا لوبه وځنډول شوه. د هند آی پي ایل ادارې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل شوي، چې د کلکتې لوبډلې دوه لوبغاړي ورن چکرواتي او سنډیپ وریر په کورونا ویروس … نور ولولئ

پوهنه

د عثمان رض پېژندنه او ويناوې؛ که چېرې مو ګناه زړه ته وي، داسې ځای ولټوئ چې هلته خدای نه وي

ليکنه او راټولونه نوم يې عثمان ابو عبدالله او ابو عمر يې کنيت او ذوالنورين يې لقب وو. دپلار نوم يې عفان او د مور نوم يې اروى وو. دپلار له لورې يې دنسب پوره لړۍ داسې ده : عثمان بن عفان بن ابي العاص بن اميه بن عبد شمس بن عبد مناف بن قصى القرشي. او د مور له لورې يې د نسب پوره لړۍ پدې ډول ده :اروى بنت کريز بن ربيعه بن … نور ولولئ

سپورټ

آی‌پي‌اېل کې حیدراباد شپږمه او پنجاب پنځمه ماته وخوړه

  هند د سوداګریز کرکټ لوبو په دوام د یکشنبې په ورځ ۲۸ مه لوبه د حیدرباد او رجستان ترمنځ ترسره شوه. راجستان د په شل اورونو کې د جاس بټلر د ۱۲۴ منډو په مرسته ۲۲۰ منډې او درې لوبغاړي یې وسوځېدل. راشدخان په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې یوه وېکټ یې واخیسته او محمدنبي عیسی‌خېل بیا یواځې یو اوور وکړ او ۲۱ منډې یې ورکړې. د حیدراباد لپاره یو لوبغاړی هم د … نور ولولئ

افغانستان

جو بایډن: د افغانستان وضعیت څارو، د هر ډول ګواښ پر وړاندې په وخت اقدام کوو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې دوی په افغانستان کې وضعیت څاري. نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې. جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی … نور ولولئ