د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دوحې ته تللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یونما) د معلوماتو له مخې، ديبرا لاينز نن دوحې ته رسېدلې ده.

یونما زیاتوي چې نوموړې به د بین الافغاني مذاکراتو له دواړو لوریو او نړيوالو همکارانو سره وويني او د افغان سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو به ورسره خبرې اترې ولري.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړې به دغه راز د سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول پر ارزښت او څرنګوالې هم بحثونه وکړي.

په ورته وخت کې امریکا ویلي، د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګونه ممکن دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پراېس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې خلیلزاد به د څه مودې لپاره په دوحه کې وي او هڅه به وکړي چې د سولې په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي او د امریکا ستره موخه دا ده چې ټول اړخونه رغنده مشارکت ته وهڅوي.

د نېډ په وینا د افغانستان د سولې په خبرو کې پرمختګ شونی دی او په خبره یې هېڅ لوری به په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات لپاره خپلې هڅې و نه سپموي.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې خلیلزاد دمګړی د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت دی او ټاکل شوې چې له بېلو اړخونو سره پر افغان سوله خبرې اترې ولري.