افغانستان

امنیت شورا: نړیوالې ادارې دې د ملکي تلفاتو د ارقامو په راټولولو کې دقت وکړي

د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور په غبرګون کې د افغانستان له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت د ټولو اړوندو نړیوالو ادارو هرکلی کوي چې د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو په برخه کې کار کوي او تل يې غوښتنه دا ده چې د ارقامو په را ټولولو کې پوره دقت وشي. خبرپاڼه زیاتوي، افغان حکومت په ټولو عملياتو کې د ملکي خلکو … نور ولولئ

افغانستان

نعیم وردګ:که بهرني عسکر لاړ نه شي، د سولې پروسه زیانمنېږي

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم له نیوز ویک سره په خبرو کې ویلي، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکا خپل سرتېري تر مې میاشتې پورې له افغانستان و نه باسي، نو ښایي دا کار د بین الافغاني مذاکراتو پروسه جنجالي او زیانمنه کړي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان هوکړې ته … نور ولولئ

پوهنه

د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي … نور ولولئ

افغانستان

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو (یوناما) راپور بې اساسه وباله. د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یوناما په راپور کې یو ځل بیا سلیقوي چلند شوی دی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پکې پټ شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې دوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دا راپور ردوي او له … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان تر اپریدي مخکې شو؛ اوس د نړۍ ۷م زیاتې ویکټ اخیستونکی دی

لیکنه: محمد صابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه ویکټ ترلاسه کړه.   په دې سره راشدخان د شل اوريزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افري مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې لس زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي   ۱- ډیون براوو، ۴۷۱ لوبې … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېل لوري دې ملکي افغانان نه وژني

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان کې د کرونا واکسینو وېش پيل شو

ولسمشر غني نن د کرونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي. د ولسمشر غني په وینا دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي. ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې حکومت یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د کټرينا د خور لومړنی فلم

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي. هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي. ددې فلم کيسه پر رقص او ډانس راګرځي ،فلم پوهانو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې … نور ولولئ

سپورټ

حیدراباد لوبډله: خوښ یو چې ستوری مو د کرکټ نړۍ کې دویم او درېم مقام لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.   سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.   حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې وایي، خوښ … نور ولولئ

افغانستان

له پاکستان د قطر غوښتنه؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړئ

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په خبرو او په دغه هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او په دې برخه … نور ولولئ