پوهنه

د هلمند په بغني کې وروسته له ۴۰ کلونو زده کوونکي ښوونځي ته ځي

د هلمند د پوهنې رياست مسولين وايي چې تر ۱۳۵۸ ه ش کال راوروسته وتوانېدل چې په لومړي ځل په بغني ولسوالۍ کې ښوونځی پرانيزي. هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دی چې په رسنيو کې يې تر ټولو ډېر خبرونه د مرګ ژوبلې اړوند وي، خو په همدې حالت کې بيا هم د ماشومانو او ځوانانو د زده کړو بهير ورځ تر بلې ښه کېږي او د پوهې د ترلاسه کولو نوي … نور ولولئ

افغانستان

طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هکله د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو (یوناما) راپور بې اساسه وباله. د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یوناما په راپور کې یو ځل بیا سلیقوي چلند شوی دی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پکې پټ شوي دي. په اعلامیه کې راغلي چې دوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دا راپور ردوي او له … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان تر اپریدي مخکې شو؛ اوس د نړۍ ۷م زیاتې ویکټ اخیستونکی دی

لیکنه: محمد صابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان پرون د پاکستان په سوپرلیګ کې د کریس ګېل په سوځولو سره خپله ۳۴۴تمه ویکټ ترلاسه کړه.   په دې سره راشدخان د شل اوريزه لوبو په تاريخ کې له شاهد افري مخکې شو او اووم مخکښ او زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   د شل اوریزه سیالیو په تاریخ کې لس زیاتې ویکټ اخیستونکي لوبغاړي   ۱- ډیون براوو، ۴۷۱ لوبې … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه: د جګړې ښکېل لوري دې ملکي افغانان نه وژني

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري حقونو د نقض او ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان کې د کرونا واکسینو وېش پيل شو

ولسمشر غني نن د کرونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي. د ولسمشر غني په وینا دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي. ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې حکومت یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د کټرينا د خور لومړنی فلم

د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي. هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې په ۱۲مه نېټه خپرېږي. ددې فلم کيسه پر رقص او ډانس راګرځي ،فلم پوهانو د کټرينا د خور رول ستايلی او ويلي يې دي چې … نور ولولئ

سپورټ

حیدراباد لوبډله: خوښ یو چې ستوری مو د کرکټ نړۍ کې دویم او درېم مقام لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.   سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.   حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې وایي، خوښ … نور ولولئ

افغانستان

له پاکستان د قطر غوښتنه؛ د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري وکړئ

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن المجید له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او له دوی یې غوښتي چې د افغانستان د سولې په خبرو او په دغه هېواد کې د جګړو په پای ته رسولو کې همکاري وکړي. بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید بیا ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او په دې برخه … نور ولولئ

افغانستان

عبدالله: نړیواله ټولنه دې په طالبانو فشار راوړي

د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د … نور ولولئ

سپورټ

په IPL کې د کوم بهرني هیواد لوبغاړي زیات اخیستل شوي؟ دلته پرې خبر شئ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د هند آی پي ایل راتلونکې پړاو ته د لوبغاړو رانیولو بولي تېره پنجشنبه په چینای ښار کې ترسره شوه، چې د هندي لوبغاړو ترڅنګ پکې لسګونه بهرني لوبغاړي هم ګډونوالو اته لوبډلو ځانته واخیستل.   موږ په دې لیکنه کې له هند پرته د هغه هیوادونو په اړه معلومات درکوو، چې د آی پي ایل لیګ راتلونکې پړاو ته یې لوبغاړي اخیستل شوي.   ۱- اسټرالیا، ۱۹ لوبغاړي. ۲- انګلستان، … نور ولولئ