افغانستان

غني: څو چې ژوندی یم؛ طالبان به د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي

ولسمشر غني ویلي چې د ده په ژوند به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته ونه رسېږي. نوموړي نن د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د لومړۍ کرښې له امنیتي منسوبینو سره په اړیکه کې هغوی ته ډاډ ورکړی دی چې د ده په ژوند به طالبان د مؤقت حکومت ارمان ته و نه رسېږي. هغه زیاته کړې چې د مؤقت حکومت بحث رامنځته کېدل د عامه ذهنیتونو د ګډوډلو لپاره مطرح کېږي او په … نور ولولئ

افغانستان

قریشي: د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې ته لېواله نه یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې هېواد یې افغان چارو کې لاسوهنې سره هیڅ علاقه نه لري. د جیو نیوز راپور ویلي، قریشي زیاته کړې چې پاکستان تل هڅه کړې ده چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي خو له دې سره سره ځینې هېوادونه او ځانګړې کړۍ ورباندې د نه همکارۍ تور پورې کوي. قریشي زیاته کړې چې پاکستان د افغاني لوریو په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په … نور ولولئ

افغانستان

صالح: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې له طالبانو د پاکستان هر اړخیز ملاتړ پر خپل حال پاتې دی. صالح زیاته کړې، چې پاکستان هممهاله غواړي دوه کارونه مخته یوسي او هغه دا چې دا هېواد هم د طالبانو وسله وال ملاتړ کوي او هم د دې ډلې د ستراتیژیک ملاتړي په توګه هڅه کوي ځان نړۍ ته د سولې غوښتونکی وښیي. نوموړی زیاتوي، که چېرته طالبانو سره د پاکستان وسله وال ملاتړ نه … نور ولولئ

سینما او موسیقي

په روان کال کې د باليووډ د لسو فلمونو سيالۍ

د روان ۲۰۲۱ز په اوږدو کې د هند په مهمو ورځو کې د فلمونو سيالۍ يا کلش ترسره کېږي. د فلمونو په نړۍ کې هر کمپنۍ هڅه کوي تر څو خپل فلمونه په مهمو او د رخصتيو په ورځو کې خپاره کړي. ډېر ځلې داسي پېښ سويدي چې قوي لوبغاړي سره مخ کېږې ،دلته چې نو د هرچا فلم ډېرو کسانو وکتی او تر خپل نرخ يې ډيرې پيسې وګټلې په کلش کې بريالی بلل … نور ولولئ

افغانستان

امریکا یو ځل بیا د دوحې هوکړې پر بیا کتنه ټینګار کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي. انتوني بلینکن زیاته کړې، امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی یا کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي. د نوموړي په خبره د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان … نور ولولئ

پوهنه

خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ

  ځینې خبرې په تکرار ارزي. ژوند مه تیروئ ؛ بلکې ژوند کول زده او ورسره ځانونه عیار کړئ! اورئ مه؛ بلکې غوږ کیږدئ (نیسئ) . *خود غرضه، خو بې غرضه ووسئ. جرائت زده کړئ، با جرائته ووسئ، خو د دې جرائت وا حق ځانته مه ورکوئ، چې له چا شخصي پوښتنې وکړئ، مثلاً؛ څو کلن/کلنه یاست، واده مو کړی، که مو نه دی کړی، ولې؟ یا هم کله به یې کوی؟ _ وظیفه مو … نور ولولئ

رسنۍ

د صدام حسين لور: د پلار د اعدامولو صحنه یې تر اوسه نه ده لیدلې

  رغد صدام د خپلو ځانګړو مرکو په لړ کې العربيه سره په خبرو کې، د صذام حسين د نيول کېدلو او محکمې صحنو په اړه ويلي دي. رغد العربيه ته وويل: “ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې پلار به مې د امريکايي ځواکونو له لوري ونيول شي.”  د رغد په وينا، پلار يې هغه شېبو کې په خپل پټنځاى کې د مورفين د اغېز لاندې وو. هغې زياته کړه:له ورو تګ او کړنو يې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خپل ژوند په لاس کې واخله! / ۱ برخه

  لیکنه: دوکتور إبراهیم الفقي ژباړه: نوید صهیب په خواشینۍ سره زموږ ترمنځ ډیر داسې خلک ژوند کوي، چې ژوند یې ترې ضایع او بابېزه تیرېږي، نه کوم لوی هدف او هویت لري او نه په ژوند کې داسې مهم څه او لومړیتوبونه ورسره شته؛ چې د ترسره کولو لپاره یې راوړاندې شي او هڅې وکړي. آیا په ژوند کې یو هدف درسره شته!؟ په خواشینی سره ډیر خلک د ښه ژوند او نعمتونو درلودلو … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان سوپرلیګ ته شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي   ټاکل شوې نن شنبه ماښام د پاکستان سوپرلیګ پیل شي، چې په دې لیګ کې مخکې پنځه افغان لوبغاړي بېلابیلو لوبډلو اخیستې وه، خو پرون شپږم افغان لوبغاړی هم واخیستل شو.   د پاکستان سوپرلیګ پر رسمې فیسبوک پاڼې راغلې، چې پېښور زلمي لوبډلې افغان سلو توپ اچونکی وقار سلامخېل اخیستی.   پېښور زلمي لوبډلې وقار سلام خيل د سويلي افريقايي چپ لاسي بيټسمين ډيويډ ميلر په ځاى لوبډله کې واخيست. … نور ولولئ

سپورټ

حیدراباد لوبډله ویاړي، چې سږ کال ورسره درې افغان لوبغاړي شتون لري

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولي بولي تېره پنجشنبه ترسره شوه، چې ګډونوالو اتو واړه لوبډلو بېلابېل لوبغاړي واخیستل او خپلې لوبډلې یې بشپړې کړې.   سنرایزر حیدراباد لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او محمدنبي یې له ځان سره ساتلي وه، په بولي کې یې درېیم افغان لوبغاړی مجیب ځدران هم واخیست.   حیدراباد لوبډلې اوس پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې د راشد، … نور ولولئ