سپورټ

سبا د IPL بولي ترسره کیږي؛ اووه افغان لوبغاړي به پکې وړاندې شي

لیکنه: محمدصابر حمیدي   ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه(سبا پنجشنبه) ماپښین درې بجې په چینای ښار کې ترسره شي. ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي وه. خو د آی پي ایل ادارې له ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلي یوازې ۲۹۲ غوره کړل او اوس به دا ۲۹۲ … نور ولولئ

سپورټ

زیمبابې د افغان لوبډلې پر وړاندې سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي   ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملې لوبډله د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه او لسمه نېټه د زیمبابې پر وړاندې دوې ټیسټ سیالۍ ترسره کړې. د زیمبابې کرکټ بورډ د افغانستان په وړاندې یادو ټیسټ لوبو ته د سین ویلمسن په مشرۍ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.   د افغانستان پر وړاندې د زیمبابې اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله   سین ویلمسن، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، … نور ولولئ

افغانستان

افغان حکومت: طالبان دې د لیک پر ځای د سولې خبرو ته راوګرځي

افغان حکومت وایي چې طالبان باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د پرانیستي لیک پر ځای د سولې بین الافغاني خبرو ته راوګرځي. د ولسمشر پخواني ویاند او د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ معین صدیق صدیقي پر خپل ټویټر د طالبانو لیک ته په اشارې ویلي، هغوی چې امریکایانو ته لیک لېږي باید د تاوتریخوالي کمولو تر څنګ پر خپلو ټولو ژمنو عمل وکړي. صدیقي زیاته کړې، طالبان دې د افغانستان له ورانولو … نور ولولئ

افغانستان

امریکا ته د طالبانو لیک: موږ افغانان خپلو کې سره جوړېږو، ستاسو پاتې کېدل ضرور نه دي

طالبانو امریکایي ولس ته د یو پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، دا د هر ولس هیله ده چې د خپلو اصولو او ارزښتونو له مخې، د هر ډول ګواښ، یرغل او ویرې پرته ژوند وکړي. په لیک کې وړاندې راغلي، چې تېر نولس کلن جریان ثابته کړه چې د افغانستان موضوع د زور او ځواک د استعمال، او پوځي ستراتيژیو او جنرالانو د بدلون په وسیله نه حل کېږي. لیک وړاندې کاږي، دې جګړې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

باهوښه وګړي؛ که دانښې لرئ، نو هوښیار یئ

ژباړه او زياتونه: صديقه پوپلزۍ ـ د لوړ تمرکز درلودونکې دي، هغه کسان چې پر یوې موضوع تر ډېره وخته تمرکز کوي او هوښ فکر یې بلي خواته نه ځي دا کسانان د لور تمرکز درلودونکي خلک دي، کله کله یو انځور په ډېري ستونزې سره تشخیصوي خو دا دا مانا لري چې د دوی اصلي موخې ته فکر وي. ـ د شپې تر ناوخته ویښ پاته کېدل، باهوشه انسانان ماښام تر ډېره ویښ وي … نور ولولئ

افغانستان

په جلال اباد ښار کې به تر ځمکې لاندې سرکونه جوړ شي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ویلي، د جلال اباد ښاروالي پلان لري چې په روان مالي کال کې په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې یو شمېر سرکونه جوړ کړي. عطاء الله خوږیاڼي هغه نن په خپله فیسبوک پاڼه په یوه تازه پوسټ کې لیکلي دي، «جلال اباد ښاروالي په روان مالي کال کې جلال اباد ښار کې د ځمکې لاندې د یو شمېر سړکونو جوړولو پلان لري.» نوموړي په دې هکله نور … نور ولولئ

افغانستان

مالیې وزارت د ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو د لوړولو خبر ورکړی

مالیې وزارت ویلي چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو په معاشونو کې پام وړ زیاتوالی راشي. د مالیې وزارت سرپرست خالد پاینده تېره شپه ناوخته په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو زیاتوالې لپاره به د ولسمشر، د هغه مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشات، مصارف او دغه راز شمېر هم راکم کړل شي. د یادونې ده چې ولسي … نور ولولئ

ژوند بڼه

د واده لپاره باید کوم ډول جامې واغوندو؟ دا لارښوونې ولولئ

ژباړه: مریم صدیقي د واده جامې هغه جامې دي، چې ناوې د واده په مراسمو کې اغوندي. د واده جامې رنګ او ډول په توکمیز کلتور، او دودونو پورې اړه لري. د واده جامې یو له ترټولو ښکلې جامو څخه دي، چې میرمنې یې د خپل ژوند په جریان کې اغوندي او د دوی د ژوند ترټولو یاد ساتونکې او غوره ورځ پکې لمانځي. د واده جامې ډیزاین کولو ، ګنډلو او غوره کولو کې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښځې دښمنه؛ ښځې او که نارینه دي!؟

لیکواله: مریم صدیقي په افغانستان کې ښځې د کلتوري او ټولنیزو شرایطو له کبله تر نارینه‌وو له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي، خو ډېری داسې ستونزې دي چې د ښځو له خوا پر ښځو کیږي، او کولای شو ووایو، چې د ښځې دښمنه ښځه ده! لکه د ښځو له یو بل سره ناسم او عقدیي چلند په کور کې، د خواښې له نږور او نږور له خواښې په نورو ښځو چې په اړیکو کې د … نور ولولئ

ژوند بڼه

فرهاد دريا: خپلو موخو ته پاملرنه وکړئ، نه د خلکو خبرو او قضاوتونو ته

خبريال: مدثر دعوت افغان سندرغاړی فرهاد دريا وايي هرڅوک ستاسو په ژوند کې لاسوهنه او قضاوتونه کوي خو تاسو به خپل کار کوئ او خپلو موخو ته به پاملرنه کوئ. فرهاد دريا چې مخکي يې يوازي په دري ژبه پر ټولنيزو رسنيو را څرګندېدی ، اوس کله نا کله په پښتو ژبه هم پوسټونه کوي. نوموړي پدې وروستيو کې پر خپل فيسبوک اکاونټ په شخصي ژوند کې د خلکو د لاسوهنې او ړوند قضاوت په … نور ولولئ