افغانستان

ولې د راډیو ورځ

لیکنه او راټولونه: هیلۍ اسد رسنۍ د تمدن ستن ګڼل کېږي اوسنۍ نړۍ او زیاتره ټولنپوهان یې د هیوادونو د دولت څلورمه قوه ګڼي. رسنۍ که څه هم د انقلابونو رامنځته کوونکي او کله کله جګړې ته لمن وهونکي ګڼل کېږي خو دا هم ریښتیا دي چې رسنۍ د سولې رامنځته کېدو، د ملتونو د پورته کېدو او سیاسي شعور د ډېرېدو لامل هم ګرځي. راډیو د رسنیو یو له لومړنیو خپرېدونکو الو ده چې … نور ولولئ

افغانستان

امریکایي جنرال: افغانستان کې د ځواکونو پاتې کېدل امریکا خوندي کوي

د ناټو ځواکونو یو تن پخواني امریکایي قومندان جنرال جیمس سټارویډس ویلي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو ساتل د امریکا له امنیت سره د پام وړ مرسته کوي. سټارویډس زیاته کړې امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو برخه کې له خپلو متحدینو ځانګړې توګه د ناټو له رهبرۍ سره مشوره وکړي او د هغو په خوښه په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو حضور تنظیم کړي. نوموړی همدا راز زیاتوي، … نور ولولئ

افغانستان

په هرات کې د اور له منځه وړلو لپاره مسؤلینو له ایران څخه د مرستې غوښتنه کړې

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې له امله د نفتي موادو لسګونه ټانکرونه سوځېدلي او چاودلي دي. د هرات والي سید وحید قتالي وايي چې د اورلګېدنې د مهارولو او له سیمې څخه د نقلیه وسایطو د اېستلو هڅې روانې دي. د ښاغلي قتالي په خبره چې اور ډېر پراخ دی او د مهارولو لپاره یې په هرات کې ټول شته امکانات په کار اچولي دي. نوموړی … نور ولولئ

افغانستان

محب: طالبان خپلواک نه دي او لا هم د خپل بادار په اشاره غږیږي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن یوې خبرې غونډې ته وویل چې طالبان اوس هم خپلواک نه دي او د خپلو بادارنو خبرو ته اهمیت ورکوي. محب زیاتوي، چې طالبان افغان حکومت او ولس ته فریب ورکوي او د هغوې دا ناممکنه شرطونه به هیڅکله ونه منل شي. د محب په وینا، طالبان لومړی د نظام ړنګیدل غواړي، هغوې تاوتریخوالي ته ورځ تر بلې شدت ورکوي نو افغان حکومت ته هم د … نور ولولئ

افغانستان

ډیويډ پيټریس:طالبان فقط د امریکایانو د ویستلو او د زندانیانو خوشي کول غواړي

امریکايي پوځي او د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مشر ډیویډ پېټریس وایي طالبان یوازې دا غواړي چې امریکایي عسکر له افغانستان ووځي او د دوی زندانیان له بنده خوشي شي. نوموړي په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې باور دی چې طالبان د سولې په برخه کې ناغېړي کوي. هغه ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره نه بلکې د خپلو زندانیانو … نور ولولئ

افغانستان

امریکا د ګوانتانامو زندان د تړلو پریکړه کوي

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت وایي، په کیوبا ټاپو کې د ګوانتانامو زندان تړلو په موخه ارزونې کوي او له قانوني پړاونو وروسته شاید دغه زندان وتړل شي. د سپینې ماڼۍ د رسنیو مشرې جن ساکي خبریالانو ته ویلي، د ګوانتانامو زندان تړلو په اړه خبرې پیل شوي، په دې برخه کې د بېلا بېلو ادارو نظر پوښتل او قانوني اړخونه اړین دي، نو ښایي یو څه موده وخت ونیسي. ګوانتانامو زندان … نور ولولئ

افغانستان

د غلام خان بندر له لارې د ټرانزیټ موټرو تګ راتګ پیل شو

د خوست ځایي چارواکي وایي، پرون جمعه، د خوست د غلام خان بندر له لارې لومړنۍ ټرانزیتي محموله ترسره شوه چې ولسونو یې تود هرکلی وکړ. د خوست له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوست ولسونو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هغو بار وړونکو موټرو تود هرکلی وکړ چې په ټرانزیټي مالونو بار د خوست سرحدي ګمرک ته راورسیدل. د خبرپاڼې په وینا ، د ځینو … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګه؛ ترڅو چې د ښوونکو معاشونه لوړ نشي، بودجه نه تصویبوو

د ولسي جرګې غړي د ښوونکو د معاشونو د لوړیدو له کبله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنيت شورا تر فشار لاندې دي. دغه موضوع ولسي جرګه کې د پروان ولايت د خلکو استازي صدیق‌ احمد عثماني په پروان کې د ښوونکو په يوه راټولېدنه کې مطرح کړه. نوموړي ویلي، د حکومت رهبري او د ملي امنيت شورا د دې لپاره چې د ولسي جرګې استازي د ښوونکو د معاشونو د يو شان والي … نور ولولئ

افغانستان

د حج اوقافو وزارت: د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې هرکلی کوو

د حج اوقافو وزارت د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له هغې اعلامیې هر کلی کړی چې ویلي و په افغانستان کې باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی ودرول شي. د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، اسلامي هېوادونه او سازمانونه دې په افغانستان کې د جګړې له غندنې سره د دغه هېواد د سولې پروسې ملاتړ هم وکړي. د یاد وزارت په وینا، ټولو نړېوالو اسلامي سازمانونو او هېوادونو په افغانستان کې … نور ولولئ

افغانستان

تېره شپه شدیدې زلزلې افغانستان او ګاونډي هیوادونه ولړزول

تېره شپه شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ځینو راپورونو له مخې د ریښتر په حساب لږ تر لږه ۶ اعشاریه ۳ درجې و، تېره شپه د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو یو شمېر سیمې ولړزولې. هندي رسنۍ وايي، د دغه هیواد د زلزله پېژندنې د مرکز د معلوماتو پر اساس د دې زلزلې مرکز د افغانستان د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ته نژدې و. د هند د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، … نور ولولئ