رسنۍ

په نړۍ کې د ټيسټ د لوړو هدفونو ماتولو ريکارډونه

خبريال: مدثر دعوت ټیسټ د حوصلې لوبه ده،اوږده لوبه ده او د تجربې تر لاسه کولو لوبه ده. کله چي لوبغاړي ښه توپوهنه کوي هدف لوړېږي او کله چې توپ اچوونکي غوره توپ اچوونه کوي منډې کنټرولېږي ، په عموم کې ټيسټ ازموينه ده چې هم زده کړه پکښې کېږي او هم استعداد ښکاره کېږي. راځئ په دې پوه سو چې په نړيواله کچه په ټيسټ کې لوړ هدفونه کومو لوبډلو چېس کړيدي. ۱_ ويسټ … نور ولولئ

سپورټ

د ماير ډبله سليزه،د کريکټ د تاريخ غوره پيل؟!

خبريال: مدثر دعوت ويسټ انډېزي کېل ماير په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه کې د بنګلدېش په وړاندي ډبله سليزه ووهله. تر اوسه د ټيسټ کريکټ په تاريخ کې ۶ توپوهونکو په خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه کې ډبلي سليزي وهلي چې د هغوی له ډلې څخه يو هم ماير دی. کريکټ پوهان د ماير ډبله سليزه د ټیسټ کريکټ د تاريخ د هغو توپوهونکو له ډلې څخه تر ټولو غوره يادوي چې په لومړۍ لوبه کې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

څنګه کولای شو، خپل لیکل شوې مکالمې/ چټونه د واټس اپ نه تلګرام ته ولېږدوو؟!

د فېسبوک تر ملکیت لاندي شرکتWhatsApp کارونکي د محرمیت تګلاره کې د بدلون د اعلانیدو وروسته د بدیل اپلیکشنونو په لټه کې دي، چې یو له غوره بدیل اپلېکېشنونونه تلګرام دی، کوم چې کاروونکو ته د واټس اپ په څیر ورته خدمات وړاندي کوي. اوس د تلګرام اپلېکېشن ادارې واټس اپ کاروونکو ته لار همواره کړي ده، چې د WhatsApp څخه تلیګرام ته خپل ټول لیکل شوي مکالمې یا چټونه په خوندي توګه نقل کړی … نور ولولئ

افغانستان

م.م: طالبانو لا هم ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د تحلیل او څارنې ډلې په خپل ۲۷م راپور کې له طالبانو سره د القاعده ډلې او نورو ترهګرو ډلو له اړیکو پرده پورته کړې ده. راپور کې راغلي چې طالبانو له ژمنې سره سره د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې. راپور کاږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د القاعده ډلې د یو شمېر غړو وژل کېدل … نور ولولئ

سیاست

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي، پاکستاني پولیسو زموږ غړي نیولي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې نن یې د ارمان لوڼي د دویم تلین او د یاد غورځنګ د ځينو غړو د راخلاصېدو په پار غونډه کوله، خو تر غونډې مخکې یې ځینې مشران د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي دي. په پام کې وه، چې د پي ټي ایم له خوا د ارمان لوڼي د دویم تلین او د دوی د ځينو مشرانو د راخوشې کېدو یاده غونډه، د پېښور سپېرير ساینس … نور ولولئ

افغانستان

کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت: ۱۳۹۹ کال کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې شوي

راپور: مصطفی سالک په ټوله کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۹ لمریز کال په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۲۳۹۱ پرمختیايي پروژې پلې کړي دي، د دې شمیر پروژو په پلي کیدا سره ۳.۴ میلیونه کاري ورځې رامنځ ته شوي، او څه باندې ۳.۵ میلیونه کلیوال وګړي یې له ګټو برخمن شوي دي. سر بیره پر دې د اوبو رسولو، اوبه خور، ترانسپورت، د بریښنا ویش او پوهنې په برخو کې د … نور ولولئ

په زړه پورې

د سترګو عجيبه خطا؛ کتونکي يې حيران کړي دي

په مجازي پاڼو کې د يو جالب انځور خپرېدلو، د انټرنټ کاروونکي د يوې عجيبه پوښتنې سره مخ کړي دي. د ډيلې مېل په حواله، يو نوي انځور د ټولنيزو شبکو کاروونکي حيران کړي دي. هغوى هڅه کوي، پوه شي چې خپور شوى انځور انسان که سپى، کوم يو ښيي؟ دا انځور په واورو پوښلى ځنګل انځوروي، چې په منځ کې يې “تور سيورى” يا يو کس ليدل کېږي، آيا کوم سپى د منډې په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مرګ سره د مذهب اړيکه!

ژباړه: شپنه سلګۍ مرګ د انسان لپاره يوه لويه مسئله ده. انسان يو داسې شعوري مخلوق دى چې د مرګ د قبوليت لپاره په اسانۍ سره نه تيارېږي. که تاسې د دنيا علمي تاريخ مطالعه کړئ نو درته جوته به شي چې تل انسانيت له مرګ سره په جګړه وي، يعنې زموږ ټوله هڅه دا وي چې په يو نه يو ډول له مرګه ځانونه خلاص کړو. فکر وکړئ چې انسان د خپلو هيلو، غوښتنو … نور ولولئ

په زړه پورې

دردونکې پېښه؛ له واده وړاندې د ناوې مړينه

يوه مصرۍ ناوې د واده له مراسمو څو ساعتونه وړاندې، د قلبي سکتې له امله مړه شوه. د مصر د يوم٧ ورځپاڼې د راپور سره سم، په دغه هېواد کې يوه ځوانه ناوې د واده د مراسمو له پيلېدلو څو ساعته وړاندې د زړه حملې له امله مړه شوه. دا پېښه د بني سوٸف ښار د دغه هېواد په مرکز کې پېښه شوه. د ورځپاڼې د ليکنې پر اساس، د دغې ٢٨ کلنې ناوې خپلوانو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د باچا خان له لورې، د ملت د خدمت لپاره د هند د خپلواک ولسمشر د بلنې ردول

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ باچا خان چې په فخري افغان او بادشاه خان هم یاد شوی د پېښور په هشنغر سیمه د اتمازو په کلي کې، خان بهرام خان محمدزي په کور کې په کال ۱۸۹۰ کې زېږېدلی دی. د عدم تشدد په موخه يې د خدایي خدمتګار یوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سیاستوال مهاتما ګاندي سره یو ځای یې د انګرېز اشغال پر وړاندې … نور ولولئ