رسنۍ

د سويلي افريقا او پاکستان دويمه ټيسټ لوبه

پاکستان د سويلي افريقا سره په خپل کوربتوب دويمه ټيسټ لوبه کوي. د کرونا نوي څپې د سويلي افريقا سره د بنګلدیش او اسټراليا لوبې وځنډولې خو پاکستان لاهم ورسره مصروف دی. د دوی ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه پاکستان وګټله خو که دا لوبه هم پاکستان وګټي نو سريز هم ګټي . دا لوبه سبا سهاره ۰۹:۳۰ بجې پيلېږي. تر ټیسټ لوبې وروسته پاکستان او سویلي افریقا دوې شل اووريزي لوبي هم لري چي د … نور ولولئ

سپورټ

زبردسته توپوهنه؛ ګېل په ۲۲ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو لس اوریزه کرکټ لیګ په ۲۰مه لوبه کې نن ابوظبۍ او مراتا عربینز کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې. په یاده لوبه کې ابوظبۍ لوبډلې په نهو ویکټو مراتا عربینز ته ماته ورکړه. لومړی توپوهنه مراتا عربینز وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۷ منډې وکړې او ابوظبۍ ته یې د ۹۸ منډو … نور ولولئ

افغانستان

له ۷۰۰ کلونو وروسته د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد لویه او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شوي دي. د یادې ادارې د خبرپاڼې په وینا د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده. سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر … نور ولولئ

افغانستان

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کېږي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه. په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې … نور ولولئ

رسنۍ

د احمد ولي هوتک او ليوناردو تاريخي لوبه

خبريال: مدثر دعوت د فري فایټ اتل احمدولي هوتک د برازيلي لوبغاړي سره روانه مياشت لوبه کوي. ليوناردو چې د برازيل هيواد د ازدو سياليو يو تکړه لوبغاړی دی او په خپل مسلک کې ۲۶ ريکارډونه لري دا ځل افغانستان ته راځي. د هوتک او ليوناردو لوبه به د کابل په غازي سټډيوم کې د رواني مياشتي په ۱۱مه نېټه ترسره کېږي. دا لوبه ځکه تاريخي بلل کېږي چې تر اوسه د امريکا لويې وچي … نور ولولئ

افغانستان

فاطمیون څوک دي، سوریې ته څنګه ورسیدل او د ایران حکومت یې په اړه څه وايي؟

لیکنه: میلاد حمیدي فاطمیون ډله د ایران سپاه قدس (استخبارات) ډلې پورې تړلې ده چې تر ډيره جنګیالي یې افغان شعیه مذهبې دي. دغه ډله د ایران سپاه پاسداران په مرسته د سوریې بشار الاسد ډلې سره یو ځای په سوریه او عراق کې جنګیږي. په لومړي ځل یو ۲۲ کسیزه ډله په کال ۱۳۹۲ د ثور د میاشتې په ۲۲ نیټه د سوریې په زینبیه سیمه کې را پیدا او د ډلې اعلان یې … نور ولولئ

افغانستان

بشري حقونو کمیسون: پر ملکیانو دې بریدونه ودرول شي

د افغانستان د بشري حقونو کمیسون وایې د هدفي وژنو او پر ملکیانو له حمله کولو دې لاس واخیستل شي. دغه څرګندونې د بشري حقونو کمیسون پرون په خپل ټوټېر پاڼې کړي دي. خبرپاڼې کې راغلي چې هدفي وژنې او پر ملکیانو برید کول بشري جنایت دی. د بشري حقونو کمیسون دغه غبرګون پرون په پلازمینه کابل کې د هغو دریو حملو له امله کړی چې دوه کسان په کې وژل شوي او اته تنه … نور ولولئ

پوهنه

سکیزوفرینیا څه ډول ناروغۍ ده؟ نښې نښانې يې څه دي؟

سکیزوفرینیا د یوناني کلمې نه اخیستل شوې، چی سکیزین جداکېدو او فرین فکر ته وایي. په دري کې ورته (جنون مداوم) هم وايي. دا ځکه چې د جوړېدو امکان یې ډېر لږ وي، او دا ډول ناروغان په پوره توګه د ژوند له چارو پاتې کېږي. سکیزوفرینیا یوه عقلي اوعصبي ناروغۍ ده، چې تقریبا د ټولنې یو سلنه خلک د ژوند په اوږدو کې په دې ناروغۍ اخته کیږي، دا ناروغي په ښځينه او نارینه‌وو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د جذابو ښځو عادتونه؛ دوولس یې دلته ولولئ

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى د جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲عادتونو غږېدلي يو. ۱ –  تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې دی. ۲ –  غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې … نور ولولئ

افغانستان

المان:چې د سولې خبرې بریالۍ شوې بهرني عسکر به ووځي

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په تازه څرګندونو کې ویلي د بهرنیو ځواکونو ایستل دې په دې پورې مشروط کړل شي چې د افغانستان په سوله کې پرمختګ رامنځ ته کېږي او کنه. د هغه په وینا که په سوله کې پرمختګ راغی او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه تر هغه وروسته دې په دې تړاو پرېکړه وشي. هایکو ماس وايي همدا چې مذاکرات په بریالۍ توګه پایلې ته … نور ولولئ