افغانستان

طالب مشرانو د سیمې هیوادونو ته سفرونه پیل کړې

تهران ته د ملابرادر له سفر وروسته د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوی پرون د روسيې مرکز مسکو ته رسیدلی دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، د طالبانو پلاوی، د عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته تللی او هلته یې، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د ولسمشر مرستیال او د روسیې د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په ورزش کې اوبه نه څښل، دا نهه بدې پایلې رامنځته کوي

ژباړه: ملیحه ناصري نهه هغه ستونزې چې د ورزش کولو پر وخت د اوبو نه څښلو له امله ورسره مخ کېږئ دا دي: ۱-بېوخته زړښت: ښايي ټول خلک پر دې پوهېږي چې ورزش د پوستکي روغتیا ته ډېر ګټور دی؛ خو که د تمرین کولو پر وخت اوبه ونه څښل شي، وینه د پوستکي پر سلولونو هجوم راوړي، اکسیجن اشباع او کلوجن/کلوژن تولیدېږي چې له همدې امله پوستکی ګونځې پیدا کوي. وجود په هر وخت … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ماشوم ته د ستونزو د حل مهارت زده کول؛ ولې او ګټه يې څه ده؟

ليکنه: صديقه پوپلزۍ هر ماشوم ته د ستونزو حل لپاره یې باید مهارت ور زده شي، ځکه دا کار له دوی سره ډېره مرسته کوي. د ماشوم د ذهن په وده کې ورسره مرسته، چې هر کار په ښه توګه حل او د هر ډول ستونزو څخه ځان خلاص کړي. کله چې ماشوم داسې مهارتونه زده کړي ماشوم نوښتګر روزل کیږي او دا پرمختګ د دوی د خوشالي سبب کیږي، او کله چې کوم کار … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بدو خاطراتو هېرول او مدیريت؛ څنګه ترې ځان خلاص کړو؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ د تېر وخت بدې خاطرې د هغه مواردو څخه دي، چې د یو کس په ذهن کې که پاته شي، او په ژوند یې بدې اغېزې پریږدي. که موږ تل د خپل تېر وخت په هکله فکر وکړو، نو تل به په هماغه وخت کې پاته یو او راتلونکې به راڅخه هېر وي؛ ځکه د بدو خاطرو په ذهن کې پاته کول ښه پایله نه لري. موږ ته ژور خفګان پیدا کوي، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

کوم ښځينه عادتونه د نارينه‌وو پام ځانته راړوي؟

ژباړه: نسيمه محمدي نارينه د ښځينه وو په پرتله سترګور وي، نو د همدې لپاره ښځې د نارينه‌وو د جذب لپاره کاليو او سينګار ته ارزښت ورکوي. خو حقيقت بل څه دى. هغه لاملونه چې د ښځينه وو د زيات جذابيت سبب ګرځي، يوازې په ظاهر کې نه دى. وړاندې په لیکنه کې مو څينې نښې نښانې چې د نارینه‌وو په اند زړه راښکوونکي دي، راخیستي دي. په کړنو او حرکاتو کې ښځينه ظرافت؛ ښځې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې توپيرونه

لیکنه: مریم صدیقي   مېړه او ښځه په ګډ ژوند کې د دې تمه لري، چې تل يو بل درک کړي. احترام ورته وکړي، او د يو بل خوشحالۍ لپاره له هر څه څخه تېر شي. خو په فطري او ذاتي ډول ښځینه او نارینه ځينې ځانګړنې او توپيرونه لري، چې موږ په دې ليکنه کې پرې غږېدلې يو. ۱ـ په ګډ ژوند کې سړى غواړي، چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي، او د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ځان رغونې مهارتونه؛ دلته یې په اړه له پوهانو ولولئ

ژباړه صديقه پوپلزۍ ځان رغونه هغه څه ته وایي چې موږ خپل له اړتیاوو څخه ډېر پرمختګ وکړو، او په حقیقت کې د ځان بشپړوالی او یا هم د یو کس د ځواک ځان رغول دي. انجونې نسبت هلوکانو ته ځان رغونه کې مخکې دي. ځینې پوهانو د ځان رغونې په هکله نظرونه لري: کورت ګولدستین؛ ځان رغونه یانې په یو کس کې ذاتي ځواک شتون لري، چې د یو انسان د مثبتو وړتیاوو سره … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

شپږ تېروتنې چې برېښنالیک کې عامې دي!

ژباړه: ملیحه ناصري   په هغو رسمي پاڼو کې چې ډېرې کارول کېږي، یو هم ایمېل آدرس/برېښنالیک دی چې رسمي لیکونه پکې تبادله کېږي. په اوسني وخت کې ډېری کسان په برېښنالیک پیغامونه استوي. د امریکا ( McKinsey) څېړنیز شرکت یوه څېړنه کړې، چې وايي خلک حداقل ۲۸سلنه وخت د برېښنالیکونو په لوستلو او ځوابولو باندې تېروي؛ خو داسې ځينې تېروتنې هم له خلکو کېږي چې اعتبار او شخصیت ته یې تاوان حسابېږي. په افغانستان … نور ولولئ

افغانستان

د المان د بهرنیو چارو وزیره: له افغان سولې سره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو

د ولسمشرۍ مانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان سوله، دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. مېرکل په دې خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او د یوه خپلواک، پرمختللي او با ثبات افغانستان هیله لري. نوموړې ویلي له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په … نور ولولئ

افغانستان

بلېنکن: خلیلزاد به د سولې مذاکرات حل کړي

د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکن وايي، غواړي پوه شي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې څه راغلي دي، او طالبان څه غواړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپلې دندې د پیلولو په لومړۍ ورځ خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د افغان سولې لپاره د دوی د استازي زلمي خلیلزاد دنده مهمه ده او له هغه یې غوښتي چې خپل کار ته … نور ولولئ