بریا او پرمختګ

لس تېروتنې چې په کاري چاپېریال کې تاسو نامسلکي ښيي

ژباړه: ملیحه ناصري ښايي ستاسو د نورو هیلو تر څنګ یوه هیله دا هم وي چې په کاري چاپېریال کې تر غوره شخصیت شئ او وځلېږئ؛ نو دلته مو د همدې موخې لپاره یوولس هغه تېروتنې یادې کړي چې په ناپامۍ کې له یو چا کېږي او  پر کاري ژوند یې سیوری کوي. ۱-رییس ته مو درناوی نه لرئ: هر سړی د مدیریت لپاره جلا تګلاره کاروي. داسې نه ده چې تر تاسو لوړ پوړي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ځيرک خلک په خپلو خبرو کې دا ۶ جملې نه کاروي

ژباړه: ملیحه ناصري ځينې وخت خلک زموږ له خبرو بل مطلب اخلي. کله چې تاسو پرته له ژور فکره یوه خبره کوئ، د دې لامل کېږي چې په هغوی کې بد احساس پیدا کړي. دا چاره هغه وخت کېږي چې موږ د هغه څه په اړه نظر څرګندوو چې په اړه یې کافي مالومات نه لرو. د داسې خبرو درک په ټولنیزه باخبرۍ پوره اړه لري، په دې پورې چې موږ څومره ټولنه او خلک … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

زړه‌راښکونکي شخصیتونه؛ ولې ځينې کسان د خلکو په راخپلولو کې بریالي وي؟

ښايي تاسو هم زما غوندې ځينې داسې کسان پېژنئ چې ډېر ژر خلک ورسره ملګري کېږي او پرې ګرانېږي. داسې خلک چې خپل کارونه لا نه شي منظمولی؛ خو ټول له هغوی سره ځان راحته احساسوي. دوی څنګه داسې یو کار کوي؟ ایا مورزادي همداسې پیدا شوي؟ کوم ځانکړی تخنیک یې چېرته زده کړی، که څه چل دی؟! دې لیکنې کې مو د دغو کسانو په اړه لیکلي چې څنګه خلک ځان کوي. ۱-په هغو … نور ولولئ

نړۍ

ډیورنډ کرښې ته نیږدې وسله والو کسانو په پاکستاني پوځیانو برید کړی

د راپورونو له مخې د کویټې د چمن په اڅکزیو توبه سیمه کې نن ماښام وسله والو کسانو د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی، چې ۸ پاکستاني پوځیان یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. پاکستاني پوځ هم تایید کړې، چې نن ماښام یې په چمن کې ۸ پوځیان وژل شوی دي، خو تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د یاد برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی. د پاکستان په … نور ولولئ

سپورټ

اصغر: په هیواد دننه افغان لوبغاړو ته په سم ډول د تمرین کولو زمینه نه ده برابره

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستاند کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د ملي سپورټ سره په تازه مرکه وویل، په هیواد دننه افغان لوبغاړو ته دومره زمینه نه ده برابره، چې هر وخت کرکټ ته دوام ورکړې. هغه زیاته کړه: ‹‹کله چې موږ تمریناتي کمپ په لاره واچوو، پر تېز توپ اچونکي ښه کار وکړو، نو چې کله بیا لوبغاړي کورونو ته ستانه شي هغه ډول خواري نه کوي او بیا بیرته بل کمپ ته … نور ولولئ

سپورټ

د افغان لوبډلې بریا او د کرکټ نړیوالې شورا درجه بندي

افغان لوبډلې د ایرلېنډ پر وړاندې دوه لوبو کې ښه توپوهنه وکړه او په دې توپوهنه کې افغان لوبډلې یو ځل بیا د ایرلېنډ پر وړاندې د توپوهنې ثبات نندارې ته وړاندې کړ. له دې وړاندې لوبو کې زمونږ اعتبار په توپ اچونه باندې و؛ خو بې اعتباري مو په توپوهونکو وه. که یو ورځنیو لوبو کې به کې ټارګېټ له ۲۲۰ پورته شو، د ډېری افغان کرکټ مینوالو به اندېښنه وه، چې دا منډې … نور ولولئ

افغانستان

میر رحمان رحماني له خلیلزاد غوښتنه کړې چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه کړي

ولسي جرګې له زلمي خلیلزاد غوښتنه کړي ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اقدام وکړي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي چې له خلیلزاد سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د سولې په تړاو یې له هغه سره بحث کړی دی. نوموړی زیاتوي، افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی او له خلیلزاد سره یې په خبرو کې … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګه: حکومت دې له هوايي ډګر د پیسو د لېږد موضوع وڅېړي

د ولسي جرګې غړي وايي حکومت دې له هوایي ډګر د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار او د رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. دغه څرګندونې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن دوشنبه ددې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړي او زیاته یې کړه چې د سیګار راپور چې په کې راغلي، د کابل له هوایي ډګر څخه په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي څېړنه دې یې وشي. … نور ولولئ

افغانستان

سیګار: د هوایي ډګر له لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې ویلي چې،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي. د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د رهبرۍ د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره دېرش ورځنی تمرین

د رهبرۍ د مهارتونو د پیاوړتیا لپاره دېرش ورځنی تمرین ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا پوهېږئ، چې ستاسو د مدیریت او رهبرۍ د مهارتونو پیاوړی ټکی کوم دی او څنګه کولای شئ، چې په غوره رهبر باندې بدل شئ؟ د یادونې وړ ده، چې ځینې ټکي شتون لري چې له تاسو سره مرسته کوي، په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ وکړئ. ښایي هغه ټکي او سټراټیژیانې، چې له تاسو سره یې شریکوو، د … نور ولولئ