سپورټ

د څلورو لوبغاړو کارنامو افغان لوبډله پر ایرلنډ بریالۍ کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغانستان د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه نن یکشنبه د ایرلنډ په وړاندې ترسره کړه، چې افغانستان په اوو ویکټو بریا خپله کړه او سریز یې وګاټه. په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې سکواډ رحمن الله ګربز، جاوید احمدي، اصغر افغان، رحمت شاه، هشمت الله شهیدي، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، مجیب ځدران، نجیب الله ځدران او نوین الحق. د لوبې حال پچه یا ټاس ایرلنډ وګاټه او لومړی … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشر غني: طالبان له ولس سره دښمني لري

افغان دولت د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په ځانګړې توګه، هدفي وژنو، ماین چاودونو او نورو ترهګریزو پېښو پړه پر طالبانو اچول شوې ده. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې په ملکي کارکوونکو بې رحمانه بریدونه، په ښارونو کې د چسپکي ماین چاودنې او نور ترهګریز فعالیتونه له افغان … نور ولولئ

افغانستان

قریشي: افغان سوله کې د بایډن ادارې سره همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان د افغان سولې لپاره پرېمانه هڅې کړې دي او دوی غواړي چې اوس هم د امریکا نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي. قریشي یو ځل بیا افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او په زغم سره باید دا پروسه پر مخ یوړل شي. نوموړی دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د غوسې مدیریت؛ غوسه څه ده؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ غوسه، هغه څه ته وایې چې په ځینو پېښو کې موږ خپل ځان نشو کنټرولولای او غیرارادي حرکات ترسره کوو؛ غوسه هم خپل ډولونه او حالتونه لري. کومه غوسه چې موږ خپل د وجود دنننه یې ساتو او ښخوو یې وړو، هغه ډېره جدي ده او کولای شي موږ ته ستونزه جوړه کړي، که موږ تل غوسه وکړو، زموږ د دې چلند لپاره زموږ ټولې اړیکې له منځه ځي. داکټر چارلز اسپیل … نور ولولئ

ادبیات

که لیونۍ درپسې نه شم، نو سودایي به خامخا درپسې شمه

  لیکنه: مهر تاج   شرم   د شاګردې د ورور فاتحې ته لاړم، د وره مخې ته یې دوه کلنه لور ناسته، خاورې راټولې کړي، قبر یې ترې جوړ کړی او دوه لرګي یې د شناختو په ډول یې سراو پښو ته درولي ول… مور مې چې پام یې نه و، پښه یې پرې اېښودله، زر مې پرې غږ کړ؛ مورې پام!!! چې د پلار قبر یې ور ړنګ نه کړې… ـ  ګڼې مېرمنې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغه ټکي چې نه پاملرنه ورته، زموږ په زیان دي، راځئ دلته یې ولولو!

ژباړه: صديقه پوپلزۍ داسې ځینې مسئلې او موضوعات دي که یې ترسره کړو، موږ ته زيان رسېدای شي او له اروايي پلوه هم موږ ته ښه نه وي. ـ  د هر چا ژوند کې عاطفي اړیکې وي چې ټولو ته ډېر ارزښت لري. که زموږ په ژوند کې هم داسې څوک وي چې موږ ور پورې تړلي اوسو، خو هغه زموږ څخه واټن نیسي؛ نو موږ هم بیا دا تړل‌توب او وابستګي باید له منځه … نور ولولئ

خواړه

سلام زه پياز يم! د دردونو ارامولو ترڅنګ مو ښکلا هم زیاتوي

لیکنه: مریم صدیقي   پياز د هرو خوړو د خوند جوړونکى ماده ده. چې اومه/ خام خوړل يې د انسان روغتيا ته ډېره ګټه رسوي. پياز د مکروب ضد خواړه دي، ځکه د باکترياوو په وړاندې مبارزه کوي. او د انسان بدن له ګڼو ناروغيو ژغوري. ساينس هم دا ثابته کړې، چې پياز د درملو په څېر استعمالېږي . او د ځینو دردونو د ارامښت لپاره ترې له پخوا ګټه اخیستل کېدله، لکه د غاښ … نور ولولئ

سینما او موسیقي

افغان فلم د سرتېري په نامه فيستوال جوړوي

خبريال: مدثر دعوت د افغان فلم اداره غواړي چې د سرتېرو د ملاتړ په موخه يو فيستوال جوړ کړي. د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي ويلي چې د هيواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ په پار غواړي چې يوه جشنواره جوړه کړي. ددغه فيسټوال لپاره د سرتېرو اړوند په بيلابيلو برخو کې د اثارو ترلاسه کولو بلنه ورکړل سوېده. صحرا کريمي ويلي چې د اثارو د لېږدولو لپاره انلاین لينک ټاکل سويدی او … نور ولولئ

افغانستان

طالبانو د سولې په اړه د امریکا پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی د د وحې هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم دا تمه لري چې دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي. د بایډن د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ له حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی به د دوحې پر هوکړه له … نور ولولئ

افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: نړیوال او پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري. سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي. بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده … نور ولولئ