سوله

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د نړۍ ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا واکسین یواځې ۲۵ دوزه ورکړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کرونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي. ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی. د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو … نور ولولئ

افغانستان

لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي. دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي. بل لورته … نور ولولئ

افغانستان

د مالیې وزارت: د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې‌ د مسودې په اړه د ولسي جرګې د استازو د وړاندیزونو هرکلی وکړو. د ماليې وزارت په وینا، ولسمشر غني درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه. یاد وزارت زیاتوي چې کابینې د روان کال د عقرب په ۱۴مه مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته د معاشونو د طرحې برابرولو دنده … نور ولولئ

افغانستان

هلمند: د تیرکال په نسبت د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

راپور: بشر درویش د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه. د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان په خپلمنځۍ تمریناتې لوبه کې ۷۶ منډې جوړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان د ملې لوبغاړو سره په خپلمنځۍ تمریناتې لوبه کې د توپ اچونې ترڅنګ ښه توپوهنه هم وکړه، چې پکې ۷۶ منډې یې جوړې کړې. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، راشدخان له ملې لوبډلې سره په خپلمنځي تمریناتې لوبه کي برخه واخیسته، چې په توپوهنه کې ښه وځلېد او ۷۶ منډې یې جوړې کړې. تر محمدنبي وروسته تېره اونۍ … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان او مجیب ځدران د ملې لوبډلې سره تمرینونه پیل کړل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دوه تنه نامتو لوبغاړي راشدخان او مجیب ځدران له اسټرالیا څخه متحده عربي اماراتو ته له رسېدو وروسته د ملې لوبډلې سره یوځای شول. افغان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلي، ملې لوبډله د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو لوبو ته په چمتوالي بوخته ده، چې د ملې لوبغاړو سره په انځورونو کې راشد او مجیب هم لیدل کیږي. تر محمدنبي وروسته تېره اونۍ راشدخان … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

دا ستونزې د ټایروییډ له کم‌کارۍ سره اړیکه لري

ژباړه: ملیحه ناصري    ‌ موږ په ورځني ژوند کې کله نا کله ځينو ستونزو سره مخ کېږو، فکر کوو چې هرومرو مو وجود کې کومه پټه ناروغي ده. حال دا چې جدي ستونزه به نه وي، یوازې لږ پاملرنې او د خوړنیز رژیم سمولو ته به اړتیا ولري. د هغو له دلې څخه  دغه ستونزې دي چې ټایروییډ غدې/غوټې له کم‌کارۍ سره اړیکه لرلی شي: ۱-تل ستومانه یاست: سره له دې چې پوره خوب … نور ولولئ

افغانستان

سټولټنبرګ: له افغانستان د وتلو په هکله مو دریځ نه دی بدل شوی

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې یې د ځواکونو په هکله دریځ بدل شوی نه دی. ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې وږغېدم. د ناټو دریځ بدل شوی نه دی، زموږ د ځواکونو حضور مشروط دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ ته دوام ورکوو څو دا ډاډ رامنځته کړو چې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه ناروغۍ چې د وزن د کمښت لامل کېږي

ژباړه: ملیحه ناصري ۱-د عضلاتو کمېدل: د عضلاتو کمېدل چې موږ یې د عضلاتو اوبه کېدل بولو، د وزن د کمېدو لامل کېږي. اصلي نښه یې د عضلاتو کمزوري کېدل دي. آن داسې هم شونې دي چې یو غړی مو تر بل غړي کوچنی درته ښکاره شي. ۲-د ټایرويیډ ډېر فعالیت: هایپرتایروډیزم هغه وخت پیدا کېږي چې ټایروییډ ډېر هورمون تولید کړي. دغه هورمونونه د وجود ډېری کړنې او ميټابولیزم کنټرولوي. که ټایروییډ ډېر کار … نور ولولئ