رسنۍ

د نړۍ تر ټولو شتمن کس ته په یوه ورځ ۱۴میلیارډ ډالره زیان ور اوښتی

ژباړه: عایشه حیدري د تسلا د موټر جوړونې شرکت مشر اېلن ماسک څه موده وړاندې د نړۍ تر ټولو شتمن کس و پېژندل شو، خو دغه لومړي مقام ډېر پایښت نه درلود او له يوې لنډې مودې وروسته یې په یوه ورځ کې نږدې ۱۴ملیارډ ډالره شتمني، له لاسه ورکړه او بېرته د نړۍ دویم شتمن کس شو. د نوموړي د موټر جوړونې شرکت ونډې په یوه ورځ کې ۸سلنه ښکته راغلې دي او د … نور ولولئ

سپورټ

بارسلونا پایلوبه وبایلله؛ نامتو فوټبالر میسي پکې له لوبې ویستل شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي تېره شپه د اسپانیا سوپر کپ پایلوبه د بارسلونا او اتلاتیک بلباوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې اتلاتیک بلباوو لوبډلې بارسلونا ته ماته ورکړه او د یاد جام اتلولي یې خپله کړه. په یاده پایلوبه کې اتلاتیک بلباوو ـ بارسلونا لوبډله ۳ ګولونه په مقابل کې د ۲ ګولونو وګټله. بارسلونا ته انتونیو ګریزمین دواړه ګولونه په ۴۰تمه او ۷۷یمه دقیقه کې ولګول. د اتلاتیک بلباوو لپاره بیا لومړۍ ګولوهنه ډي … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: که حکومت زموږ بندیان اعدام کړي موږ یې هم بدیل اخیستلی شو

د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني. د نوموړي دغه څرګندونو ته د طالبانو ویاند غبرګون ښودلی. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، که حکومت د دوی بندیان اعدام کړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پوري کړي. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي بي سي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

واټسپ تر درېيو راتلونکو مياشتو خپله نوې تګلاره وځنډوله

راپور: نسيمه محمدي د واټسپ د نوې تګلارې اعلان وروسته ټلګرام او سېګنال ته د کاروونکو بې ساري تللو، د دغه اپ د شاتګ سبب شو او دغه کانال اعلان کړه چې خپله تګلاره تر درېيو مياشتو ځنډوي. واټسپ تېره اونۍ د خپل سياستونو له تغيير خبر ورکړ، چې د کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شو. سره له دې چې دغه اپ هڅه وکړه، خپله نوې تګلاره روښانه کړي، خو دا موضوع سېګنال او … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په ژور خفګان اخته کسان د دغو چارو په سرته رسولو کې ستونزه لري

ژباړه: صديقه پوپلزۍ ژور خفګان/ ډېپرېشن یوه روحي ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې زیاته لیدل کیږي. د ژور خفګان نښې هغه وخت په يو کس کې ليدل کېږي چې یو کس په متواتر ډول / دوه اونیو یا ډېری وخت خفه وي، نه يوه يا دوه ورځې. د روغتیا پوهنې له نظره دا ناروغي هغه وخت منځته راځي، چې د چاپېریال او حالاتو سره د انسان … نور ولولئ

افغانستان

د امریکا سفارت: ښایي کابل کې ترهګریزې او جنایي پېښې نورې هم ډېرې شي

کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه، جنایي جرمونه او هدفي وژنې ډېرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، یو شمېر هوټلونه، هستوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخ دي. د خبرپاڼې په وینا، په کابل … نور ولولئ

رسنۍ

سنجی دت:  ما د خپل مسلک لېونی رول اجرا کړ

د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړي سنجی دت د خپل راتلونکې فلم ” کې جي اف ۲” په اړه ږغېدلی دی. د “کې ج اف” فلمونو د لړۍ دويمه برخه جوړه سوې او يوه اونۍ وړاندې يې ټېژر خپور سو چې تر ۱۵۰ ميليونه ډېرو کسانو کتلی دی. دا فلم د هندوستان يوه له هغو فلمونو څخه دی چې خلک ورته ډېر انتظار کوي ځکه لومړۍ برخه یې خورا بريالۍ وه. که څه هم په “کې … نور ولولئ

افغانستان

معصوم ستانکزی: ددې اونۍ تر پایه جدي بحثونه پيلوو

د افغانستانستان اسلامي جمهوریت د سولې د خبرو اترو پلاوي مشر وايي، ددې اونۍ تر پایه جدي بحثونه پیلوي. معصوم ستانکزي دا خبرې پرون دویمه پرلیکه ناسته د ( سولې بهیر د ملاتړ په برخه کې د اجماع تقویت) تر عنوان لاندې د ملي مصالحې عالي شورا د سیمه ییزو او نړیوالو چارو کمېسیون، د بهرنیو چارو وزارت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت جوړه شوې وه ګډون وکړ. یاده … نور ولولئ

افغانستان

قطر کې د سولې مرکچي پلاوي مخامخ ناسته کړې

په قطر کې د افغانستان د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ تیر ماښام مخامخ ناسته شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي. دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې … نور ولولئ

پوهنه

سیاسي پراختیا او ځانګړنې یې

لیکنه او راټولونه: رفیع الله “ساحل” په دې لیکنه کې په لاندې مواردو رڼا اچول شوې ده: ①سياسي پراختيا؟؛ ②د سیاسي پراختیا ځانګړنې؛ ③ د سیاسي پراختیا په تامین کې اغیزمن فکتورونه؛ ④ پر عامه افکارو د رسنیو اغیز. ①سیاسي پراختیا؟ په ساده مفهوم سياسي پراختيا د ملي دولت د پياوړتيا لپاره لومړی ګام دى. سياسي پراختيا يا Political Development اصلاً د ټولنپوهنې اصطلاح ده، خو اوسمهال د سياستپوهنې له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي، … نور ولولئ