خوندیتوب ژوند بڼه سرسکالو سیاست له نړۍ

امریکا په ۲۰۲۱م کې تر ټولو کم مهاجرین مني

راپور: نسیمه محمدي

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت، خبر ورکړی، چې دغه هېواد په ۲۰۲۱م کې پنځلس زره ګډوال مني، چې د ۱۹۸۰م کال وروسته تر ټولو کم رقم دی او ریکارډ یې جوړ کړ.

د راپورونو پر اساس، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له لوري دا پرېکړه د بشر دوستۍ د اصولو د توجیې او د ملي ګټو پر بنسټ شوې ده.

ډونالډ ټرامپ په ۲۰۱۶م کې، کال په کال د کډوالو شمېر راکم او وروستی ځل یې ۱۸ زرو کسانو ته رسولی دی. خو انتخاباتي سیال یې جوبایډن بیا د بریا په صورت کې د ۱۲۵ زرو کډوالو د منلو ژمنه کړې ده.

پر دې سربېره، د نویو قوانینو پر اساس، امریکا د استثنایي مواردو څخه، له یمن، سوریې او سومالیې ګډوال نه مني. ویل کېږي چې تېر مالي کال په امریکا کې اتلس زره ګډوال منل شوي دي په داسې حال کې چې تر دې یو کال وړاندې دا شمېره ۳۰ زرو ته رسېدله.

د ښاغلي ټرامپ د کډوالۍ ضد سیاست، د بشري مدافعینو تُند غبرګونونه پارولي او د ټرامپ لیدلوری یې د اصیلو امریکايي ارزښتونو سره په ټکر کې یاد کړي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا عالي محکمې پرېکړه وکړه، د هغو ګډوالو لپاره چې مشخص شرایط نه پلي کوي، پناه نه ورکول کېږي.

د کډوالو منلو د ځانګړې کړنلارې سره سم، امریکا هغو کډوالو ته چې د ملګرو ملتونو له لوري مستحق ګڼل کېږي، د کډوالۍ ويزه ورکوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ