افغانستان

کابل ته توغندي له کومه ځایه يوړل شول؛ د خلکو پوښتنې به کله ځوابیږي؟

لیکنه: مهر تاج د کابل په راکټي بریدونو کې د تل په څېر لس تنه مظلومان شهیدان او نږدي ۶۳ نور ټپیان شوي دي. پرون د قوس دویمه دکابل ښار شمال لوري نه د دوو مختلفو ځایونو نه تقریباً ٢٣ راکټه وتوغول شول چې دا راکټونه د کابل ښار په دیپلوماتیکه ساحه یعني د ایران سفارت بهرنیو چارو وزارت، صدارت او د ملي دفاع وزارت په انګړه کې لګیدلي او نور ټول راکټونه د عامو … نور ولولئ

په زړه پورې

اوسپنیزه میرمنه او سياسي ژوند يې؛ د میرکل د واک پنځلس کلونه پوره شول

انګلا مرکل، د نړۍ تر ټولو با قدرته میرمن. ٢٢ د نومبر د “انګلا مرکل” واک ته رسیدو پنځلسمه کليزه ده. انګیلا ١٥ کاله مخکې په همدې ورځ د ځواکمن او شتمن جرمني صدراعظمه وټاکل شوه. د شلمې پیړۍ په ورستیو کې انګلا مرکل د جرمني په سیاسیونو کې راڅرګنده شوه، چې ورځ تر بلې د سیاست په پوړو کې مخ پر وړاندي روانه وه. د جرمني ډېرو سیاسیونو هغه وخت“ انګلا مرکل“ د “ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

اویا کلنه تجربه او مطالعه؛ څو خبرې چې لوستل یې د عبرت په موخه ضرور دي!

ژباړه:شپنه سلګۍ درنو لوستونکو! دا خبره د خپلې اویا کلنې مطالعې او تجربې له مخې درته کوم؛ دا به هیڅکله نه هېروئ او تل به یې یاده ساتئ. فرض کړئ یو کس د نړۍ تر ټولو شتمن سړي لکه بیل ګټس یا د امازون د خاوند زوی دی؛ د نړۍ له لویو پوهنتونونو لکه اکسفورډ، هارورډ او پرینسټون څخه په فزیک، نیورولوژي، فلسفه او نورو علومو کې ډاکټریانې لري. زموږ او ستاسو په معیار نېکمرغي … نور ولولئ

سپورټ

شفق ولې پاکستان ته لاړ، ولې هلته لوبه کوي او ولې یې د پاکستان بیرغ پټ کړی؟

د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپوهونکی شفیق الله شفق څو میاشتې وړاندې د کرکټ بورډ لخوا له شپږ کلن بندیز سره مخ شو. د کرکټ بورډ په خبره چې هغه په کرکټ کې د فساد په اړه همغږي ښودلې وه. هغه وخت هم د کرکټ په پرېکړه ډېری افغانانو غبرګونونه ښودلي وو او دا یې له شفق سره بې عدالتي بللې وه. شفیق الله شفق چې په افغانستان کې د ځان لپاره د کرکټ … نور ولولئ

سپورټ

ګینیس نړیوال کتاب کې د دوو افغان کرکټ ستورو ریکارډ ثبت شو

حضرت الله ځاځي او عثمان غني د افغانستان نوم د ریکارډونو په نوملړ کې راوست. د ۲۰۱۹ د فبروري په ۲۳ مه حضرت الله ځاځي او عثمان غني په پیلیزه وېکټه یا اوپننګ سره وکولای شول، چې ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړي او د نړۍ په کچه یې ریکارډ جوړ کړ. په لومړۍ وېکټ ۲۳۶ منډې ملګرتیا د شل اوریزو لوبو د سر ریکارډ شو، د ځاځي ۱۶ شپږیزې بل ریکارډ شو، د عثمان غني او … نور ولولئ

سپورټ

سېډني سېکسرز ښځينه کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جریمه شوه

  د اسټرالیا په ښځینه بېګ باش کرکټ لیګ کې د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله ۲۵ زره ډالر جرمانه شوه. راپورونه وایي چې د دغې لوبډلې اداري غړو د ناسم پوهاوي له امله ستونزه جوړه کړې او ځانته یې مالي زیان اړولی دی. ولې جرمانه شوه؟ د اسټرالیا په بېګ باش کرکټ لیګ د سېډني سېکسرز کرکټ لوبډله چې له ځواکمنو لوبډلو بلل کېږي، د یوې لوبغاړې د لوبولو په خاطر له ستونزو سره مخ … نور ولولئ

کرونا

ترکیه: تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا د اخته کیدو ریکارډ جوړ شو

ژباړه عایشه حیدري د ترکیې روغتیا وزارت ويلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۵۵ زرو تنو څخه زیات کسان په کورونا اخته شوي دي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ترکیې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کورونا تر ټولو ډېر شمېر ۵۵۳۲ موارده ثبت شوي دي. چې د دغه شمېر له ثبتولو سره په ترکيې کې د کوویډ۱۹ ناروغانو شمېر ۴۴۰۸۰۵تنو ته … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

سترګې مو کوم ډول رنګ لري؛ له مخې یې د خپل شخصیت په اړه پوه شئ

ژباړه او راټولونه:  مهر تاج په نړۍ کې شاوخوا ٧٩ سلنه خلک برون یا نصواري رنګه سترګې لري. له ۸ څخه تر ۱۰سلنه یې شینې یا نیلي/ اسماني رنګ لري. ٥% سلنه یې “هیزل” رنګ لرونکي دي، چې د زرغونه او نصواري رنګ مخلوط دی. او دوه په سلو کې د انسانانو د سترګو رنګ زرغون یا د طبیعت رنګ لري. بې شمیره څیړونکو پدې هکله/ برخه کې څیړنې کړي، تر څو دا ثابته کړي، … نور ولولئ

سپورټ

سمیع اسلم له پاکستان خفه او امریکا لپاره لوبې کوي

د پاکستان ملي ټیسټ کرکټر “سمیع اسلم” د پاکستان کرکټ ته د الوداع پرېکړه کړې ده. “سمیع اسلم”، چې د دې سفر لپاره د شارټ لیست شويو ۳۵ لوبغاړو په ډله کې د نوم نه راتلو/نه انتخاب څخه مایوس دی، په راتلونکو ۱۰لس ورځو کې به متحده ایالاتو ته ولاړ شي. د سرچینو په حواله، “سمیع اسلم” په متحده ایالاتو کې د سفر او هستوګنې اړوند اړین طرزالعملونه بشپړ کړي دي. سرچینې وایي، چې “سمیع … نور ولولئ

سیاست

مراکش کې فرانسوي قونسل ځان وژنه کړې

په مراکش کې د فرانسې قونسل “جنرال ډونس فرانکوس ” په ځان زندۍ کولو سره ځان وژنه کړي ده. د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ، امنیتي چارواکي وايي، چې د فرانسې قونسل جنرال “ډونس فرانکوس” په خپله ​​غاړه کې د رسۍ/زندۍ په اچولو سره ځان وژنه کړې ده. د مراکش خبري رسنیو یې ځان وژنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې قونسل جنرال په خپل کور کې،چیرې چې هغه یوازې ژوند کاوه، … نور ولولئ