افغانستان

افغانستان د نړۍ تر ټولو غمځپلی هېواد شو !

ګالوپ بنسټ د نورو کلنیو څېړنو په څېر , دا ځل د نړۍ هېوادونو کې خوښي او خپګان وڅېړه. دوی هغه هېوادونه معلوم کړل چې تر ټولو غمځپلي او تر ټولو خوشحاله وو. د دې څېړنې پر بنسټ تر ۲۰۱۸زېږدیز وروسته, د افغانستان وګړي خورا خپه شوي. تر دې مخکې افغانستان د غمګینو هېوادونو په نوملړ کې درېیم دریځ درلود؛ خو دغې وروستۍ څېړنې جوته کړه چې له درېیم ځایه, لومړي مقام ته تللی. اوس … نور ولولئ

افغانستان

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او د ښځو لاسي کارونه

د ځينو شمیرو له مخه د افغانستان ۲۰ سلنه ښځې د خپلو کورنیو د اقتصادي غوړیدا په برخه کې مرسته کوي چې ډیری یې په لاسي کارونو بوختې دي. خو ګڼې میرمنې وايي چې لاسي کارونه یې تود بازار نه لري او لامل یې دا په ګوته کوي چې یو شمیر سوداګر د ټيټ کیفیت او ارزانه بیې توکي په بهرنیو هیوادونو کې چمتو کوي او بیا یې واردوي چې دا چاره ددوی د تولیداتو … نور ولولئ

ادبیات

د شعر په مرسته ذهنیت جوړوونه

لیکنه: عبدالوهاب مومند شعر ته په عربي ژبه کې وېښته ویل کېږي او شعر هغه کلام دی چې د زړه خبره په موزونو الفاظو کې ښکاره خو پټ بیان شي. په شعر پېژندنه کې، شعر داسې تعریف شوی دی، (شعر یو په زړه پورې، د انسان د احتیاج وړ خو په مرموز، سحر امېزه او حیرانوونکی توګه هنر، ژبنیز ذهني تخلیق دی.) د دغې ترڅنګ شعر له پنځو توکو څخه(فکر، احساس، عاطفه، تخیل او آهنګ) … نور ولولئ

په زړه پورې

سینېگال: کب‌نیوونکو کې ناپېژندل شوې ناروغي خپره شوې

ژباړه: عایشه حیدري د سینېگال کب نیوونکي د پوستکي په یوې بې سارې او ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د Dacar Actu محلي ورځپاڼې څخه په نقل، د سینگال په لوېدیځ کې له سلو تنو څخه زیات کب‌نیونکو د پوستکي په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي. په یادو ناروغانو کې د دغې ناروغۍ لامل د کورونا شدت ښودل شوی دی. دغه ناورغان د پوستکي له بثوارث سره … نور ولولئ

په زړه پورې

بريټانيا د کوویډ ۱۹ ناروغانو د مړينې ریکارډ ټینګ کړ

ژباړه: عایشه حیدري په برېټانيا کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېر د بې سارو مړینو ريکارډ ټينګ کړ. د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د EA Daily نه په نقل، د انگلستان د ملي شمېرې یا ONS د اطلاعاتو پر بنسټ په برېټانيا کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د مړينو شمېر زیات شوی دی. همدارنګه دغه هېواد د روان کال له جنورۍ میاشتې څخه تر اکټوبر میاشتې پورې د کورونا وایروس له … نور ولولئ

په زړه پورې

کیم جون اون محمود عباس ته؛ ستاسې مبارزه مشروع او کوریا مو ملاتړې ده

راپور: نسیمه محمدي د فلسطین رسمي سرچېنې خبر ورکړ، چې د فلسطین مشر د شمالي کوریا د ولسمشر له لوري د مبارکۍ پیغام تر لاسه کړی دی. د فارس د راپور له مخې، کیم جون اون، د شمالي کوریا د خلق دېموکراټیک مشر، د فلسطین رهبر ته په یوه پیغام کې، د فلسیطني وګړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د فلسطین رسمي سرچینې «وفا»، په دې اړه راپور ورکړی دی، چې محمود عباس د خپلواکۍ … نور ولولئ

سپورټ

د اسټرالیا ښځینه بېګ باش لیګ؛ نیمه پایلوبو ته نږدې شو

د اسټرالیا ښځينه بېګ باش لیګ پنځم پړاو د اکټوبر په ۲۵ مه پیل شوی دی، په دغه لیګ کې د راتلونکې شنبې په ورځ اته لوبډلې په څلورو لوبو کې مخ دي. ورپسې د یکشنبې په ورځ هم اته واړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې لوبې نشته او د نیمه پایلوبو لپاره لوبډلې چمتوالی نیسي. د لیګ لومړۍ نیمه … نور ولولئ

سپورټ

ځاځی او افتاب هم په سریلانکا لیګ کې لوبیدو ته ورغلل

د اسټرالیا کرکټ لیګ چې د نومبر په ۲۶ مه د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې د پنځه لوبډلو په ګډون پېلېږي. په دغه لیګ کې حضرت الله ځاځی، کریم خان صادق، افتاب عالم، نوین الحق، سمیع الله شینواری، رحمان الله ګربز او قیس احمد اخېستل شوي دي. رحمان الله ګربز تېره جمعه سریلانکا ته تللی و، کریم صادق د تېرې سه شنبې په ورځ سریلانکا ته ولاړ او د پنجشنبې په ورځ حضرت الله ځاځي … نور ولولئ

افغانستان

د عمران خان سفر او افغان سوله؛ ایا پاکستان پخوانۍ تلګلاره تعقیبوي که بله انتخابوي؟

لیکنه: بشر درویش د پاکستان لومړی وزیر عمران خان پرون کابل ته راغی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل. دا سفر داسې مهال کیږي چې د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرې جریان لري، خو په داسې یوه وضعیت چې له شا او خوا یوې میاشتې راهیسې په کې هیڅ بدلون نه و راغلی. اما کابل ته د عمران خان له سفر هم مهاله په قطر کې د افغانستان … نور ولولئ

افغانستان

عمران خان، غني ته؛ روان تاوتریخوالی د منلو نه دی، شکونه له منځه وړو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر وايي، افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ماسپښین په ارګ ویلي. ولسمشر کابل ته د عمران خان له سفره هیله ده وښوده چې دا سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هیوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا … نور ولولئ