سپورټ

کرکت بورډ د ښځینه لوبډلې جوړښت لپاره لوبغاړې په نښه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ غړو ویلي، چې د افغانستان ښځينه ملي کرکټ لوبډلې لپاره یې ۲۵ ښځینه شارټ لېست کړي او راتلونکې کې به ترې یوه پیاوړې لوبډله جوړه کړي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دې موخه ۴۰ ښځينه کرکټ لوبغاړې په کابل کې تر روزنې لاندې دي او ځېنو یې په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او فزیکي تکړښت یا فېټنېس روزنه ترلاسه کړې ده. یاد کرکټ بورډ ویلي چې له ۲۵ … نور ولولئ

سپورټ

د ډیلي او حیدراباد سخته مقابله او پایلوبې ته د تګ موقع

دا چې د آی پي اېل سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي، نو درې لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره د هیلو ډک پلانونه چمتو کوي. لوبډلې د یو بل مغلوبولو لپاره پر لارو چارو بوختې دي. حیدراباد کرکټ لوبډلې په دې وروستیو کې څو لوبې سر په سر وګټلې او په اصطلاح نیمه پایلوبې ته د ۱۶ نومرو په لرلو سره رسېدلې ده. یاده لوبډله خورا ښه موډ کې ده او د دوو الراونډرانو لوبه یې … نور ولولئ

سپورټ

د حيدر اباد يو بل قدم تر پايلوبې پوري

خبريال: مدثر دعوت په ای پي ايل ليګ کې حيدراباد تېره شپه په الميناټور لوبه کې بنګلور ته ماتې ورکړه. د ای پي ايل تر ټولو مهمې لوبې جريان لري چې په بایللو سره یې هره لوبډله خپل کورته ځي. تېره شپه حيدر اباد په ۶ ويکټو بنګلور ته ماته ورکړه او دا لوبډله يې کورته رخصت کړه. د لوبې پچه حيدر اباد وګټله او بنګلور ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه. د اې بي … نور ولولئ

افغانستان

د خواف-هرات د رېل پټلۍ درېیمه قطعه ګټې اخیستنې ته چمتو ده

راپور: نسیمه محمدي د دولتي ادارو یو شمېر چارواکو پرون جمعه د خواف-هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستڼې له وروستي پړاوو لیدنه وکړه. د اسپوتنیک په حواله، سید عبدالوحید زاهد قتالي د هرات ولایت والي د رېل پټلۍ د ملي ادارې له معین او یو شمېر دولتي چارواکو سره د دغه کرښې له ورستي پړاوو لیدنه وکړه او د دغه بنسټیزې پروژې اقتصادي ګټې او اهمیت له پام نه غورځوونکې ووبلل. د هرات ولایت مالي … نور ولولئ

افغانستان

په امریکا کې نېږدې ۱.۸ میلیونه "مړو ارواګانو" رایه ورکړې ده

راپور: نسیمه محمدي د امریکا په ځینو ایالتونو کې د رای ورکوونکو د قانوني شمېر، دوه برابره خلکو رایه کارولې ده. د امریکا قضايي ناظرانو د یو شمېر کسانو راپورونه څېړلي او د رای کاررونکو د شمېر سره یې پرتله کړل. په پای که څرګنده شوه، چې په ځینو ایالتونو کې د قانوني رای ورکوونکو دوه برابره خلکو رای کارولې ده. دا موضوع د رای اخیستونکو د ناظرانو په وېبپاڼه کې ویل شوې ده. د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کورونا وایروس او د وینې لخته کېدل؛ لامل يې کشف شو

ژباړه: نسیمه محمدي د امریکا د مشیګان پوهنتون څېړونکو په خپله څېړنه کې، په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د وینې د لخته کېدلو علت کشف کړ. د اسپوتنیک په حواله، د مشیګان پوهنتون پوهانو په وروستیو کې، په وینه کې د بدن د ساتندویه سیسټم د انتي باډي په پېژندلو بریالي شوي، چې په حجرو برید کوي او په رګونو، عروقو او ډېرو کوچنیو(مایکروسکوپي) رګونو کې د وینې پړن کېدلو سبب کېږي. په … نور ولولئ