ټولنیز ژوند

د ژوندي خښ‌شویو ماشومانو او څارویو کشف

لیما: د سویلي امریکا هېواد پیرو کې، تازه کشف شوې، چې څاروي او ماشومان د خدایانو (دیوتاؤ) خوشحاله کولو لپاره ژوندي ښخ شوي دي. د کاناډا «کالګري» پوهنتون لخوا ترسره شوې یوې څېړنې موندلې، چې په «پیرو» کې د پخواني تمدن «انکا» په نامه ماشومان او څاروي قرباني شوي دي. د کارپوهانو په وینا، پخوانیو تمدنونو به د خپلو خدایانو د خوشحاله کولو لپاره ژوي او ماشومان ژوندي ښخول. د څېړنو په جریان کې، کارپوهانو … نور ولولئ

خوندیتوب

له مور سره د ماشوم د آموخته کېدلو پایلې

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېرې میندې دي چې ماشوم تل له ځان سره ساتي او هېڅکله یې له ځانه نه لرې کوي، نو د همدې لپاره هم ماشوم تر پلار مور ته ډېره لېوالتیا لري. مور تل هڅه کوي چې د ماشوم ټولې چارې پخپله پر مخ یوسي، هېڅکله ماشوم یوازې نه پرېږدي. هر عادت چې دی له مور یا پلار څخه تکثیر کېږي، کله چې زموږ میندې له خپلو میندو سره وې، نو ډېر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د انسان دوه بد دښمنان؛ پېژندل یې اړین دي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري څرنګه چې فردي انضباط د بریالیتوب کِیلي ده، د فردي انضباط نه درلودل د ماتې خوړلو ناکامۍ او بدبختۍ اصلي لامل دی. د فردي انضباط نه درلودل د دې لامل کېږي، چې بهانې جوړې کړو او خپل ځانته د یوه ناچیزه شي فکر وکړو او ځان کم وګڼو. ممکن د خوښۍ او فردي هوساینې او پرمختګ دوه له غټو دښمنانو څخه لومړی د هر کار سرته رسولو لپاره د راحت لارې … نور ولولئ

خوندیتوب

د ماشوم د ناوړه چلند دليلونه

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ که له ماشوم سره ښه چلند ونه کړو او یا هم ښه چلند ور زده‌ نه کړو، نو بد چلند پیلوي. ماشوم ته هر څه باید پر وخت ور وښودل شي او زده شي. که ماشوم په سم وخت کې ښه کار ته ونه هڅوو، نو په راتلونکې کې هر څه ته چې زړه شي هماغه ترسره کوي. د ماشوم اړتیاوې باید پوره شي که پوره نشي، ناهیلي کېږي او … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

د مور او پلار پر ژوند د ماشوم قضاوت

لیکنه: ملیحه ناصري د خاوند او مېرمنې ترمنځ سمې او ناسمې یا په عام مفهوم مینه‌ييزې او کرکجنې اړیکې یوازې په دوی پورې نه محدودېږي. د دوی ماشومان لکه د ټلویزیون نندارچیان چې یو سریال له سترګو تېروي، هماغسې د مور او پلار ژوند ته یې د قضاوت عینکې په سترګو کړې وي. دوی  د مور او پلار د ګډ ژوند ټول مباحث راپلټي، په تله کې یې اچوي او تلي یې. د ماشومانو اړوند … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په ازموینه کې آرامتيا

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ آرامتیا یعنې سوله، اشتي او امنیت ته وایي. آرامتیا په حقیقت کې یو دنننۍ حس دی چې د انسانانو په دننه کې قرار لري. که څه هم باندنۍ محیطي عوامل هم اغېزه کوي. کله چې موږ درس لولو باید مناسب ځای کې ولولو. په داسې کوټه کې درس ولولو، چې منظمه او پاکه وي، ذهن او فکر مو ګډوډ نه وي. په کوټې کې باید په ټاکلې کچه روښنایي وي، نه ډېره … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

دا ډول ماشومان تل د کورنیو شخړو د هواري هڅه کوي

لیکنه: ملیحه ناصري په هغو کورنیو کې چې خاوند او مېرمن یې خپلو کړنو ته پام نه کوي، هر څه ورته چټي ښکاري، هلته ماشومان له سترو ننګونو سره مخ وي. دوی د ماشومتوب خوند نه شي کتلی، دوی په لس کلنۍ کې اخته وي د مور او پلار ترمنځ سوله کوي، یانې د سپین ږیرو په څېر اړ دي کورنۍ شخړو کې جرګه‌مار شي. ستاسو په اند دا له ماشوم سره غټ ظلم نه … نور ولولئ

سپورټ

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ شکېب الحسن ته ښه راغلاست ویلی

بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر محمدالله ریاد ویلي، چې زمونږ کرکټر (شکېب الحسن) ډېر ژر بنګله دېش ته راستون شي. شکېب الحسن اوس د امریکا په متحده ایالاتو کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي. نوموړی ۱۲ میاشتې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا یو کلن بندیز سره مخ شوی و. په هغه تور و، چې آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې د مېچ فېکسېنګ په تړاو له یو … نور ولولئ

سیاست

ترکیې د فرانسې پر وړاندې د قانوني چلند اعلان وکړ

د ترکیې حکومت د فرانسوي مجلې «چارلي هیبډو» خپور شوی کارتون په ډېر سخت قهر غندلی دی او په دې هکله یې د قانوني چلند غوښتنه هم کړې ده. په دې کارتون کې ولسمشر اردوغان د یوه مسلمانې نیمه بربنډې مېرمنې سره ښودل شوی دی. د ترکیه ولسمشریزې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې ولسمشر اردوغان په دې هکله د چټک دیپلوماتیک غبرګون غوښتونکی دی. د ولسمشر ماڼۍ زیاتوي، چې د فرانسې په … نور ولولئ

اقتصاد

مساپر وړونکی اورګاډی د ایران له خوافه هرات ته راورسېد

 راپور: ملیحه ناصري مساپر وړونکی اورګاډی د ایران له خوافه هرات ته راورسېد. نن د ایران له خوافه د افغانستان هرات ته مساپر وړونکی اورګاډی راورسېد. د هرات ځایي چارواکي وایي چې د دې رېل پټلۍ د پرانیستلو په پار چمتووالی نیول شوی او ډېر ژر به پرانیستل شي. د دې چارواکو په وینا همدې پرانیستغونډې ته له ایران څخه یو تخنیکي پلاوی هم راغلی دی. د افغانستان د وسپنیزې پټلۍ اداره وایي چې لومړی … نور ولولئ