ټولنیز ژوند

پلی تګ د انسان پر فزیکي/ اروايي سیسټم مثبت اغېز ښندي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري پلی تګ/ پیاده‌روي، هغه ورزش دی چې له ګټو سربېره له طبیعته د خوند اخیستلو او د هغه د درک کولو موقع انسان ته ورکوي. ډېرې ګټې لري چې له هغې جملې ویلی شو د انسان فزیکي/ عضلاني جوړښت، اروايي سکون او ذهن پیاوړي کولو او وزن کمولو کې ډېره ونډه اخلي. که څوک پلی تګ ونه کړي، څه به پېښ شي؟ هغه کسان چې پلي تګ ته زړه نه … نور ولولئ

سیاست

د اسرائیل‌ پېژندل به ایران، قطر او سعودي عربستان ته د وژلو چانس ورکړي

د سعودي ولیعهد «شهزاده محمد بن سلمان» هم لکه د متحده عربي اماراتو او بحرین په څېر د اسراییلو په رسمیت پیژندلو څخه انکار وکړ. په امریکا کې زېږیدلی اسراییلي میلیاردر “حیم سبان” دا ادعا د اسراییلي ورځپاڼې حارث سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې. سبان وايي، شهزاده محمد بن سلمان وېره لري، که چېرته سعودي عربستان اسراییل په رسمي توګه ومني، نو د ​​ایران، قطر او سعودي وګړو د وژلو چانس به ترلاسه … نور ولولئ

ټیکنالوژي

هند له متحده ایالاتو سره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته رسېدلی

هند د متحده ایالاتو سره د توغندیو او ډرون الوتکو فعالیت ښه کولو لپاره د سپوږمکۍ لاسرسي تړون ته نږدې شوی. د راپورونو په حواله، دغه تړون به هند ته د چین له نظامي ځواک سره د مبارزې په موخه مختلفو هوایي او ځمکنیو معلوماتو ته لاسرسی ورکړي. د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې احتمال شته چې دغه تړون راتلونکې اونۍ هند ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر او د دفاع … نور ولولئ

سپورټ

په آی پي اېل کې د ویرات کولي سلیزې

ویرات کولي چې د هندوستان نامتو ون ډاون توپوهونکی او اوسنی لوبډلمشر دی، د نړیوالو لوبو ترڅنګ په آی پي اېل کې هم ښه لوبېږي او تر دې دمه غوره سلیزې وهلي دي. نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د آی پي اېل لوبې پیل کړې او اوسمهال د بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی. په آی پي اېل کې یې ۱۸۷ لوبې کړي، چې په دې لوبو کې یې ۵ زره ۷۷۷ منډې کړي دي. یاد لیګ … نور ولولئ

افغانستان

ارزګان: څه باندې ۱۲۰۰ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

راپور: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۹یم مالي کال کې د ارزګان په ولایت کې یو زر او ۲۴۰ جریبه نوي بڼونه جوړ کړي دي. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ دغه نوي بڼونه چې د مېوې مترکم او غېر متراکم بڼونه په کې شامل دي، د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځمکوالو و بڼوالوته جوړ شوي دي. په ورته وخت کې د ارزګان د کرنې ریاست ددې ولایت په … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ نن بارسلونا او ریال ماډریډ لوبډلې سره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي نن ماښام د نړۍ دوې مخکښې د فوټبال لوبډلې بارسلونا او ریال ماډریډ یو د بل په وړاندې لوبیږي، چې دواړو لوبډلو ننۍ لوبې ته وار له مخې د پوره چمتوالي خبر ورکړی. دا لوبه نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې د بارسلونا په کوربتوب نیوکمپ فوټبال لوبغالي کې پیلیږي. ریال ماډریډ او بارسلونا د دې دوو قوي لوبډلو ترمنځ لوبه د ایلکلاسیکو په نوم یادیږي، چې تر دې دمه … نور ولولئ

سپورټ

بیګ باش لیګ: خوښ یو، چې د نړۍ غوره لوبغاړي راسره لوبیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا هیواد د کرکټ کورني تجارتي لیګ(بیګ باش) خوښي څرګنده کړې، چې یوځلې بیا دوو افغان لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او راشدخان ارمان ورسره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ. دې لیګ پر خپلې رسمې ټویټر‌پانې ویلې، چې په شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ غوره توپ‌اچونکی راشدخان، په شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ لومړی نمبر الراونډر لوبغاړی محمدنبي او د شل اوریزه سیالیو لومړی نمبر توپوهونکی ډیویډ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

اوس ګوګل په غږ سره ستاسې د خوښې سندره درته پیدا کوي

اوس به د ګوګل غوږ ته د سندرې په زمزمه کولو، د ګوګل پلټونکي کولای شي سندره ومومي. همدارنګه، د ماشیني زده‌کړو څخه په ګټه اخیستلو، ګوګل پلټونکي ستاسې املايي او ټایپي تېروتنو ته متوجه کېږي. نوی ځانګړنه«زمزمه وکړه او وپلټه» هم په ګوګل انډرایډ او هم په آی.او.اس کې شتون لري. د ځیرک موبایلونو کارونکي کولای شي، په ګوګل کې د غږ د ضبط دکمه کلېک او ووايي«دا ترانه څه ده؟» یا د «د … نور ولولئ

خوندیتوب

پر وخت د ماشوم ویده کول دا ګټې لري

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د ماشومانو منظم او پوره خوب د هغه د دماغ او وجود په جوړښت او وده کې ډېر اساسي رول لري، کوم ماشومان چې منظم خوب نه لري د سختو ستونزو سره مخ کیږي؛ ځکه که ماشوم په سم او ټاکلي وخت ویده نشي نو پر وخت نشي پاڅېدلای او نه هم په خپل وخت خپل کارونه ترسره کولای شي. د لویانو په پرتله ماشومان ډېر خوب ته اړتیا لري، نو په … نور ولولئ