رسنۍ

تاج ملوک عالم: نجيب ترکې سره زياتی کېدی!

خبريال: مدثر دعوت د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې لومړنی کوچ او بنسټ ګر تاج ملوک عالم وايي د نجیب ترکي سره يقيناً زياتي وسو. نجيب الله ترکی چې د روانې اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو د دوشنبې په ماښام يې ساه ورکړه او د سې شنبې په ورځ ننګرهار کې په خپله پلرنۍ هديره کې ښخ کړل سو. د نجيب ترکې په مرګ د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ، افغان سياسيونو،کريکټرانو … نور ولولئ

افغانستان

وروسته تر ۱۸ کلونو په چاه انجير سيمه کې د نجونو ښوونځی پرانيستل سو

خبريال: مدثر دعوت د هلمند ولايت، نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجير سيمه کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانيستل سو. چاه انجير هغه سيمه ده چې څو ورځې وړاندې ترې د جګړې خبرونه اوريدل کېدله خو نن يوځل بيا د پرمختګ او ابادۍ خبرونه راځي. د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه د ښار جوړوونې وزارت په بودیجه د ۲۶ میلونه او ۴ لکه افغانیو په ارزښت په دوه پوړه کې د نجونو يو باب … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مينه د مغز د لذت مرکز فعالوي

 ژباړه: شپنه سلګۍ هغه چا چې د مینې خوند حس کړی، پر دې ښه پوهېږي چې دغه احساس په انسان څه کوي. خو پوښتنه دا ده چې مینه څه ده؟ آیا کولی شو هغه اندازه کړو او یا یې په بدن کې ووینو؟ پوهان له ډېره وخته راهیسې د دغو پوښتنو په ځوابونو پسې گرځي. ډاکتر جان گري، چې لیکوال او کورنی مشاور دی، په ۱۹۹۲ کې یې یو کتاب ولیکه. د دغه کتاب نوم … نور ولولئ

افغانستان

د نجیب الله ترکې د مړينې په اړه د ارګ غمشريکي

خبريال: مدثر دعوت ولسمشر غني: د نجيب ترکې مړينه د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده. وروسته له هغې چې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې اوپنر توپوهونکې نجيب الله ترکي څو ورځې وړاندې د ټکر له امله سخت ژوبل سو ، تېره شپه يې د ۲۹ کلونو په عمر ساه ورکړه. د نجیب مړينه د کريکټرانو ترڅنګ عامو افغانانو هم د کريکټ لپاره يوه ستره ضايع وبلله. د هيواد جمهور رئيس محمد اشرف … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ګډ ژوند ځینې اړیکې ولې بریالۍ نه وي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ځکه چې پر خپله جوړه بې ځایه قضاوتونه کوو او خپله اړیکه خرابوو که موږ دې کار ته دوام ورکړو، نو باور او د اړیکې پر مخ بېول ستونزمن کېږي. کله چې زموږ جوړه کوم څه ترسره کړي پر هر کار یې خبرې کوو او بې ځایه نیوکې وکړو، نو همدا کار زموږ د جوړو ترمنځ لریوالي پیدا کوي. تل یې سپکوو که ښه کار وکړي هم ستاینه نه کوو که بد … نور ولولئ

سپورټ

نجیب ترکی او لوبې یې

نجیب ترکی، چې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۹۹۱ م کې زېږیدلی و او د سه شنبې په شپه د ۲۹ کلونو او ۲۴۶ ورځو په عمر ومړ. نجیب ترکي په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره یوازې یوه یوورځنۍ لوبه کړې، چې په دې لوبه کې یې په ۱۸ توپونو ۵ منډې کړې وې. هغه د ایرلېنډ خلاف دې لوبه کې د بېري مک کرتي لخوا د ټېم مورته … نور ولولئ

اقتصاد

د تقاعد شویو لپاره د نړۍ په زړه‌پورې هېواد

خبر: حنیفه مومند د اسپونتيک اژانس د خبر له مخې، بلومبرګ د فرانسې د پانګونې Natixis بانک خبر ورکړى، چې د آيسلنډ هېواد د تقاعد شويو کسانو لپاره د هوسا ژوند له پلوه په لومړي کتار کې دى. د څيړونکو ډلې د ۴۴ هېوادونو د تقاعد شویو وګړو د امنیت او مالي کچې وارزولې. دوی د ژوند اتلس بېلابېلې سطحې د په څلورو اساسي برخو لکه روغتیا، مادي هوساینه، مالیات او د ژوند کیفیت باتدې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کورونا وایروس؛ نيوزلنډ کوربندي کموي او بریا اعلانوي

خبر: نسیمه محمدي د نيوزلنډ لومړۍ وزیرې، د دویم ځل لپاره د دغه هېواد د اوکلند ستر ښار کې اعلان کړه، چې قرنطین کموي او دوی پر کورونا وایروس بریالي شوي دي. د اکسویس په حواله، جاسینډا آردرن، د نیوزلنډ وزيرې، وروسته له هغه څرګنده شوه چې دغه هېواد د کورونا وایروس د دویمې څپې سره په بشپړه توګه مبازره وکړه، د اوکلند ښار کې دا خبر خپور کړ. د دولت رییسې وویل: “د اوکلند … نور ولولئ

سپورټ

د نجيب الله ترکې لوبو ته لنډه کتنه

خبريال: مدثر دعوت افغان کريکټر نجيب الله ترکی د ۲۹ کلونو په عمر وفات سو. نجيب الله ترکي د نو اکتوبر په دويمه نېټه د ټکر له امله سخت ژوبل سو چې د مرګ تر وخته لاهم په کوما کې وو. که څه هم د نوموړي د روغتيا او درملنې په اړه افغان کريکټ بورډ او ډاکترانو ډاډ ورکوی، خو نور يې د حق داعي ته لبيک ووايه. نجيب الله ترکي خپله وروستۍ لوبې په … نور ولولئ

افغانستان

غني: مذاکراتي پلاوي ته مو صلاحیت او حدود ورکړي دي

راپور: بشر درویش جمهوررئیس غني په قطر کې د رسنیو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي چې باید د سولې پروسې پر ټولو ابعادو بحث وشي. محمداشرف غني دا څرګندونې تیر ماښام د رسنیو له مسوولینو سره چې د قطر په سفر کې یې د هغه ملتیا کوله، د سولې پروسې، د افغانستان د راتلونکي او جګړې پایته رسولو په اړه خبرو پرمهال کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کتنه کې چې په دوحه … نور ولولئ