بریا او پرمختګ

ولې په نړۍ کې د غږیزو کتابونو پلویان ډېر شوي؟

لیکنه: حامد حقمل لا تر اوسه د کتاب مطالعه کوونکي خپله مینه د واقعي کتابونو، د کتاب د پاڼو اړولو او د کتاب دننه له کلمو سره د خپلو ګوتو په حرکت د مطلب ویلو سره اوس هم مینه لري او دغه فرهنګ یې جاري ساتلی دی. خو د دې سره سره په نړۍ کې د هر څه په تغییر د نوې تکنالوجۍ په راتګ سره د کتاب مطالعه کولو ځينو لارو هم تغییر وموند. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څو اړينې سپارښتنې، چې ماشومان له ښکنځلو راګرځوي

ژباړه: شپنه سلګۍ ۱- هېڅکله دې مور او پلار خپلو ماشومانو ته او د هغوی مخکې ښکنځل نه کوي. ۲- کله چې ماشوم ښکنځل وکړي مور او پلار دې نه پرې خاندي، بلکې د دا ډول ژبې کارولو په اخلاقي زیانونو او بدوالي دې یې پوه کړي. ۳- د داسې فلمونو او کارټونونو له کتلو او ګېمونو له کولو دې منعه شي، چې ښکنځل په کې شوي وي. ۴- د ښکنځلو کولو په صورت کې … نور ولولئ

سیاست

ټرمپ: غواړم په منځني ختیځ کې له پوځي زیان څخه پرته سوله راولم

خبر: نسیمه محمدي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي هېواد یې د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته، په منځني ختيځ کې د سولې رامنځته کېدلو په هڅه کې دی. د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، سه شنبه د یوې غونډې په بیانیه کې، چې له ABC څخه خپرېده په پنسلوانیا کې وویل: “امریکا د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته په منځني ختیځ کې د سولې په لټه کې دی.“ هغه … نور ولولئ

خوندیتوب

چین د روسيې د کورونا ضد درمل تایيد کړل

ژباړه: حنیفه مومند چينايي پوهانو د تريازوارین په نامه د کورونا ضد درمل تایيد کړل. د راپورونو پر اساس، والري چاروشين د روسیې د علومو د اکاډمۍ معاون وایي، چې چينایي څېړونکو د کويډ- 19 ناروغۍ درمل له يو لړ څېړنو وروسته تایید کړل. څه موده وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د سر کنسول په غوښتنه د چین یکاترینبورګ د فبرورۍ په مياشت کې دا درمل د آزمايښت لپاره، چین ته لېږلي وو. تربازوارین … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ژوند شېبې؛ د انسان غوښتنې په لاشعوري توګه انتقال مومي

لیکوال: محمد مصطفی سمون راځﺉ د ژوند شېبې مو د حقپالنې په ډنډ کې رنګینې کړو؛ ترڅو د بشر د حق غوښتنې او حق مننې په جام کې د هیلو کاروان روان وساتلی شو. موږ تل د خیر پر ځای د شر خوا نیولې وي. د انسان خلقت اصلاً د خیر او ښېګنې په بناء شوی، چې خپلې دروني غوښتنې د حقایقو په هندارو کې وویني. انسان ولې د ژوند زاویې په ځان تنګوي او … نور ولولئ

په زړه پورې

د کرونا ویروس مثبتي پېښي له ۳۰ مېلیونو واوښتې، هند او امریکا يې ډېر ځپلي

خبریال: فضل الله فضلي د نن د نویو ثبت سوو پېښو سره، په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي ثبت سوي پېښي تر ۳۰ مېلیونو واوښتې. د دې وبا ورځنۍ پېښي تر ۳ لکو رسېدلي دي. اوس مهال په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه لومړی امریکا، ورپسې هند او بیا برازیل او روسیه هیوادونه دي. آمریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶،۸ مېلیونو ته رسېدلی، چي پدې کي څه باندي … نور ولولئ

سپورټ

ګلېن مکسوېل په یو ورځنیو لوبو کې د چټکو د درې زرو منډو جوړولو ریکارډ خپل کړ

سپورټ یاران د اسټرالیا منځني هېټر توپوهونکي او غوره الراونډر ګلېن مکسوېل وتوانېد، چې د انګلستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د لوبې د ګټلو سربېره یو بل نړیوال ریکارډ هم جوړ کړي. نوموړي د انګلستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د چهارشنبې په ماخستن په ۹۰ توپونو سلیزه وکړه او له دې سره یې لوبډله د سیریز په بري ونازوله. هغه د انګلستان کرکټ لوبډلې په ۳۰۳ هدف پوره کولو … نور ولولئ

سپورټ

ایا محمدنبي به وکولای شي چې د حېدراباد لوبډلې لپاره هیټر رول ادا کړي؟

سپورټ یاران د یادې لوبډلې روزونکي ټام مودي ویلي چې حیدراباد کرکټ لوبډله په منځنۍ برخه کې فېنېشر یا هیټر توپوهونکی نه لري او دا به د دې لوبډلې لپاره ستونزې جوړې کړي. په دې لوبډله کې مخکې یوسف پټان او منېش پانډی منځنۍ برخه کې د هیټرانو په توګه لوبېدل؛ خو یوسف پټان اوس نشي کولای چې هغسې ذمه واري ادا کړي، لکه څنګه یې چې مخکې د ځوانۍ پرمهال کلکتې لوبډلې لپاره ادا … نور ولولئ

سپورټ

راشدخان: د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لرم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې د شل اوریزه نړیوال جام ګټلو تمه لري. راشدخان د هندي سلو توپ اچونکې ایشواین سره په یوه ویډيويي کنفرانس کې ویلې، افغان لوبډله ټولې هغه وړتیاوې لري، چې نړیوال جام وګټي او اوسنۍ موخه یې هم د نړیوال جام ګټل دي. هغه ویلې، د دې کار لپاره کلک باور په کار دی. راشدخان زیاته کړه: … نور ولولئ

سپورټ

ډیویلرز: لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښه کرکټ وکړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې نامتو او تکړه لوبغاړی اي بي ډیویلرز وايي، لوبغالي کې له مینوالو پرته به هم ښې لوبې وکړم. د کریک اډیکټور ورزشي ویبپاڼې د راپور له مخې نامتو توپوهونکي ډیویلرز ویلې، چې د مینوالو پرته له کرکټ کولو سره عادی دی او د پيلېدونکي آی پي ایل سیایلو په ټولو لوبو کې به … نور ولولئ