سپورټ

د شپږیزې کرکټ لیګ لومړۍ لوبه د جالیبو شېبو ډکه وه + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو نن یکشنبه پیل شو، چې په لومړۍ لوبه کې بندامیر او میس‌عینک کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته شوې، چې میس عینک لوبډلې په یوه منډه بریا خپله کړه. د میس عینک لوبډلې سکواډ شاپور ځدران لوبډلمشر او په لوبډله کې محمدشهزاد، نجیب‌الله ترکی، هشمت‌الله شهیدي، دولت ځدران، صدیق پاچا، غمی ځدران، نوراحمد لکڼوال، شاهد‌الله کمال، عبداالله مزاري او ابراهیم … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د ښځو د زده‌کړو پر وړاندې ستونزې او حللارې یې

ليکنه: شپنه سلګۍ بشري نړۍ له نارينه او ښځينه انسانانو څخه سرچينه نيولې، چې د کورني ژوند په پيلولو سره يې کلي، قبيلې، ټولنه او ولسونه رامنځته کړي دي. په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د مبین دین په لارښونه او په غیري اسلامي هېوادونو کې د هغوی د خپل دود دستور او منسوخ شوي دین په لارښود سره د خپلوۍ او دوستۍ اړیکي او داسې نورې ګڼې رشتې رامنځته کړي دي. د يوه نارينه … نور ولولئ

افغانستان

پکتیا: د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیا ولایت د ځنګلو او طبیعي سرچینو د ساتنې، بیا رغونې او  پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویل؛ي شوي تړونه د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک او هر اړخیزې خبرې پرې وشوې. دغه تړونونه د پکتیا مرستیال … نور ولولئ

سپورټ

نجيب،نبي،مجيب او نوين د کارابين ليګ په نيمه پايلوبه کې

خبريال: مدثر دعوت د کارابين ليګ نيمه پايلوبې ته څلور لوبډلو لا پيدا کړه خو د راشدخان لوبډله د مخته تګ چانس نلري. د ويسټ انډيز تجارتي لېګ چې د تيرې اګسټ مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل سوی ،د راتلونکې پنجشنبې په شپه پايته رسېږي. دې ليګ کې شپږ لوبډلې دي چې سږکال ورسره شپږ افغان لوبغاړي(نبي،راشد،مجیب،نوين الحق،نجيب الله او ظاهرخان) لوبېږي. د راشدخان لوبډله چې د بربادوس ټرينډز په نامه ده ۷ لوبې يې … نور ولولئ

سپورټ

ولسمشر غني: کرکټ افغانانو ته عزت او یو لوی ویاړ دی + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شپږیزه کرکټ لیګ د پيل په مراسمو کې، چې تېره شپه د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، ګډون وکړ. په یادو مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، چې کرکټ افغانانو ته یوه لوبه نه ده؛ بلکي یو لوی عزت او یو لوی ویاړ دی. ډاکټر اشرف غني ملې لوبډله هغه داستان یاد کړ، چې پکې ټول افغانان خپل ځانونه ویني. هغه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

اېرون فېنچ او ډېوېډ وارنر د لوبې بایللو ملامتي ومنله

سپورټ یاران د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لوبډلمشر اېرون فېنچ او اوپنر توپوهونکي ډېوېډ وارنر ویلي، دا منو چې په لوبې ګټلو کې ناکام شو، خو د منځنۍ برخې توپوهونکي ډېر ګرم دي. ډېوېډ وارنر او اېرون فېنچ په اوپننګ کې د خپلې لوبډلې لپاره ښه لوبه روانه کړې وه، خو ډېوېډ وارنر د جوفرا ارچر لخوا په ۵۸ منډو بولډ شو او اېرون فېنچ په ۴۶ منډو د ارچر په توپ کېچ شو. د دوی … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیوالې شورا د راشدخان په اړه لیکلي

سپورټ یاران د کرکټ نړیوالې شورا پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې پروسږ کال راشدخان په همدې ورځ د سپټمبر په ۵ مه نېټه تر ټولو کوچنی یا کم عمره لوبډلمشر و، چې ټېسټ لوبو کې یې د بنګله‌دېش خلاف لوبډله رهبري کړه. راشدخان پروسږ ۲۰ کاله او ۳۵۰ ورځې عمر درلود، چې د بنګله‌دېش خلاف ټېسټ لوبه کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري وکړه. هغه په دې سره د زِمبابوې د ټاټېنډا ټېبو ۱۵ کلن ریکارډ … نور ولولئ

سیاست

سربستان او کوسوو خپل سفارتونه یورشلیم ته لېږدوي

لیکنه: عایشه حیدري ډونالډ ټرمپ، یورشلېم ته د بالکان دغو دوو هېوادونو د سفارت د لېږدولو پرېکړه تاریخي وبلله‌. سربستان او کوسوو اعلان کړی چې د امریکا په منځګړیتوب یې د مذاکرو په چوکاټ کې خپلې اړیکې له یو بل سره عادي کړې دي. سربستان وایي چې خپل سفارت یې په اسرایل کې یورشلیم ته لېږدولی دی، له بل لوري کوسوو هم اعلان کړی چې اسرایل به په رسمیت پېژني. د سربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د پلانجوړونې موخه، اړتیا او ګټې

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د یوه کار لپاره لنډمهالې موخې ټاکل او مخکې له مخکې هغه ته د رسېدلو لپاره وړاندوینې ته پلان وایي. کوم څوک چې ځانته مخکې له مخکې پلان جوړوي ګټه او موخه یې څه وي؟ که موږ منظم پلان ولرو، نو فعالیتونه مو منظم وي، هر کار خپل پر وخت ترسره کوو، د وخت څخه سمه ګټه اخلو، خپل ټول کارونه کنټرولو. ډېري وګړي پلان نه جوړوي، ولې؟ ځکه د … نور ولولئ