سپورټ

د روڼتيا څار اداره: د کرکټ بورډ چارواکي ملې لوبډلو ته خپلوان لوبغاړي جذبوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان رونټیا څار بنسټ وايي، د افغانستان کرکټ بورډ اداره د جدي نیمګړتیاوو سره مخ ده او د بورډ چارواکو خپلوان لوبغاړي په پرلپسې ډول د بیلابیلو لوبډلو لپاره غوره کړې، چې له دوی زیات تکړه او غوره لوبغاړي له پامه غورځول شوي. د افغانستان رونټیا څار ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کي د افغانستان کرکټ بورډ د رونټیا، حساب ورکولو، فساد د مخنیوي او یو شمېر ګمارونو په … نور ولولئ

اقتصاد

عمران خان: زموږ د اقتصاد راتلونکی په چین پوري تړلی دی

خبریال: فضل الله فضلي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د الجزيرې تلوېزیوني شبکې سره په یو تازه مرکه کي ویلي چي د پاکستان اقتصادي راتلونکی نور په چین پوري تړلی دئ. نوموړي ویلي:  د پاکستان مبارزه دوام لري او زه نه غواړم، چي هیوادوال مو مخ پر کښته ولاړ سي. عمران خان تېره پنچ شنبه د یادي شبکې سره په خبرو کي زیاته کړه، چي موږ په یوه نوي جوړښت سره روان یو او … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار او نوی ښوونیزکال؛ والي وايي، د معارف د بهبود لپاره هره دروازه ټکوم

راپور: شپنه سلګۍ د ننګرهار تودو سیمو کې نوی ښوونیز کال د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو. په دې مراسمو کې چې د بي بي حوا نجونو عالې لیسې کې نیول شوي ول، د ننګرهار والي او نورو ولایتي چارواکو ګډون کړی و. د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل، پوهنې رییس او نورو چارواکو د ښوونیز کال پرانیسته د ښوونځي د زنګ په وهلو سره وکړه. ښاغلي امر خیل په خپلو خبروکې وویل … نور ولولئ

سپورټ

په پاکستان کې سوداګریزې کرکټ‌سیالۍ له اوږده ځنډه وروسته بیاپیلېږي

سپورټ یاران د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې د پي اېس اېل پنځم پړاو وروستۍ څلور لوبې به د څلورو لوبډلو ترمنځ په نومبر کې په لاهور ښار کې ترسره شي. یاد لیګ چې د ۲۰۲۰ د فبروري په ۲۰ مه په لاهور کې د شپږ لوبډلو په ګډون پیل شوی، د مارچ میاشت په ۱۷ مه نېټه د کورونا ویروس له امله وځنډول شو. د دې لوبو ۳۰ لوبې ترسره شوې وې او یوازې … نور ولولئ

سپورټ

شپږ افغان لوبغاړي د شپږیزې لیګ لپاره سي پې اېل لوبې نه پرېږدي

سپورټ یاران د کرېک بز وېبپاڼې راپور ورکړی چې محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران، راشدخان، مجیب الرحمن، نوین الحق او ظاهرخان به د سي پي اېل سوداګریزو لوبو ترپایه په ویسټ انډیز کې وي او افغان شپږیزه لیګ ته نه راځي. دې وېبپاڼې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ خپلو شپږو لوبغاړو ته اجازه ورکړې، چې د کرېبین سوداګریزو لوبو تر وروستیو شېبو پورې هلته پاتې شي. د شپږیزې کرکټ لیګ سبا یکشنبه په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د روغتیا نړیوال سازمان پر کورونا وایروس د دېګزامیتازون اغېز تایید کړ

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړه، چې آزمایښتونو ښودلې، دېګزامیتازون کولای شي، په کورونا وایروس (کوویډ- ۱۹) اخته ناروغان ورغوي. د راپورونو پر اساس، د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا کورتیکواستروئید درمل (دېګزامیتازون) کولای شي د کوويډ- ۱۹ ناروغۍ بستر شوي ناروغانو په شمېر کې چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري، کموالی راولي. دغه سازمان له کورتیکواستروئید درملو څخه سیسټماټيکه کارونه د شدیدو ناروغانو لپاره توصیه کړې. په ورته وخت کې، د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

چیرته مه ځئ، خوشحالي مو بدن کې ده؛ دا هورمونونه خوښي درکوي

ژباړه:شپنه سلګۍ اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست. … نور ولولئ

په زړه پورې

ټرامپ: چې ټلویزیون کې د "روسيې" نوم واورم، بندوم یې

خبر: نسیمه محمدي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، امریکا غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوه امریکايي چينل سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا د روسيې او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هيله لري. ټرامپ وویل: “که د روسيې سره جوړ جاړی وکړای شو، ښه ده که بده؟ فکر کوم ښه ده حتا ډېره ښه هم ده.” ولسمشر ټرامپ ړداندې وویل: … نور ولولئ

سپورټ

لیونل میسي له بارسلونا لوبډلې، نه جلاکیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نړۍ نامتو فوټبالر لیونل میسي په رسمي ډول اعلان وکړ، چې سږ کال هم د اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا سره لوبیږي او د یادې لوبډلې څخه نه جلا کیږي. میسي د ګول سایټ سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې د بارسلونا لوبډلې څخه په ريښتنې توګه جلاکېدم، خو د دې کلب مسوولینو مې غوښتنه ونه منله. میسي زیاته کړه: «زه د بارسلونا لوبډلې څخه په رښتیا جلاکېدم، خو د دې … نور ولولئ

افغانستان

د ISI پخوانی مشر: ولسمشر غني تحمیل شوی او راتلونکې کې به هیڅ رول ونه لري

راپور: بشر درویش د پاکستان د پوځي استخباراتو پخواني رییس ویلي دي چې د افغانستان اوسنی ولسمشر په دغه هیواد تحمیل شوی او په راتلونکي کې به افغانستان کې هیڅ رول ونه لري. د ISI د پوځي استخباراتو پخواني رییس اسد دراني ویلي، چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني به د سولې له موافقې وروسته د افغانستان په راتلونکي کې هیڅ رول نه لري او ښاغلی غني یې تحمیل شوی وباله. نوموړ ویلي:  «موږ د … نور ولولئ