افغانستان

هلمندي ځمکوالو ته د خرماوو باغونه جوړېږي

خبريال: مدثر دعوت د هلمند د کرنې رياست غواړي هلمندي ځمکوالو ته د خرماوو باغونه جوړ کړي. هلمند چې د افغانستان د کرنيزو ولايتونو څخه دی په خورا پرېمانه ډول د کرهڼې ځمکي لري چې ځمکوال يې د حاصلاتو څخه راضي دي. هلمند کې د مشهورو مېوو ترڅنګ اوس کېلې هم وده کړې چئ ډېر ژر به يې حاصل نندارې ته وړاندي سي ،او د ترويج په موخه به يې په بيلابيلو سيمو کې باغونه … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د بېروت د چاودنې په اړه سريال جوړېږي

خبريال: مدثر دعوت د بېروت په بندر کې د لبنان د تاريخ د تر ټولو سترې چاودنې او زيان په اړه يې سريال جوړېږي. د صباح په نوم د لبنان د فلمونو کمپنۍ اعلان کړی چې دا سريال به د “عنبر ۱۲” په نامه وي او ۵ برخې به ولري. ددې سريال لارښود “امين درت” دی او ليکوال يې باسم باريش دی چې د روان زېږديز کال تر وروستيو به يې کار پيل سي. رسنۍ … نور ولولئ

افغانستان

هلمند کې د جوارو پراخه حاصلات؛ نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسیږي

راپور: بشر درویش هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى او ترڅنګ يې هوا هم معتدله او دکرنې لپاره مناسبه ده. جوار (سوکړک)، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تورمۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي. د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي. د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې … نور ولولئ

په زړه پورې

کامالا هریس؛ د یوه کډوال لور، د سپینې ماڼۍ پر لور !

لیکنه: خالد خسرو ژباړه: ملیحه ناصري کله چې د کلفورنیا سناتورې کامالا هریس په ۲۰۱۹ز کې د خپلو سیاسي یادیزو کتاب خپور کړ، د دې کتاب سپړونکي پر یوه خبره سره یوه خوله وو؛ هغه دا وه چې مخکنۍ څارنواله او سناتوره، سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره ځان چمتو کوي. د ګاردین ورځپاڼې یو لیکوال ډېوېډ سمېټ ویلي:« هغې خپلې یادیزې لوستونکو ته نه، رایې ورکوونکو ته لیکلي.» ځینو هم ویلي چې هریس د … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان: د کرونا ضد اړوند امکاناتو برابرولو په برخو کې مهم تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش د اسیا پراختیایي بانک کومکي پيسو څخه کوید-۱۹ ویروس سره د مبارزې د اړتیا وړ طبي وسایلو او درمل برابرولو او د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې په موخه د لسو روغتونونو د جوړولو او ترمیم قراردادونه، لاسلیک شول. ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې مراسمو کې افغان ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود. یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وویل چې په … نور ولولئ

افغانستان

غني، مذاکراتي پلاوي ته: زموږ اساسي موخه پرمختللی افغانستان او د جګړې پای ته رسول دي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي وویل چې سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله او غوښتنه ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او ازادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي. هغه زیاته کړه، زموږ د متحد … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان فضايي پلان جوړوي، لومړۍ ناسته یې وشوه؛ خو څه ګټه به ولري؟

راپور: بشر درویش د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزي د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د نړېوال بانک د پروژو رئیس ډاکټر ساطع او د سویلي کوریا د بشري اسکانو د څېړنو عمومي رئیس هیون سونګ کانک سره د افغانستان د فضايي پلان د جوړولو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د دې ویډیو کنفرانس له لارې لومړی د سویلي کوریا د بشري اسکانو … نور ولولئ

سپورټ

بنویشورکمار: راشدخان زموږ لپاره یوه لویه سرمایه ده

لیکنه محمدصابر حمیدي د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په آی پي ایل سیالیو کې د ګډونوالې لوبډلې سنرایزر حیدرآباد تکړه او نامتو چټک توپ‌اچونکي بنویشورکمار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راشدخان ارمان د سنرایرز حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه سرمایه ده. کمار زیاته کړې، چې راشدخان ارمان د کرکټ په هر ډول فارمټ کې په زړه پورې دی او په آی پي ایل سیالیو کې هم د حیدرآباد لوبډلې لپاره یوه لویه … نور ولولئ

سپورټ

د نړۍ نامتو فوټبالر «نیمار» په کورونا ویروس اخته شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د رپوټونو په اساس د فرانسوۍ لوبډلې «پاستژرمېن» درې نامتو لوبغاړي نیمار، ډیماریا او پاردس په کورونا ویروس اخته شوي. د «میرور فوټبال» ورزشي اژانس د راپور له مخې، نیمار د پاستژرمېن لوبډلې درېیم لوبغاړی شو، چې د کورونا ټیسټ یې مثبت ختلی او په کورونا ویروس اخته شوی. میرور فوټبال وایی، چې د پاستژرمېن لوبډلې مسوولینو د تېري دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې دوه لوبغاړي ډيماریا او پاردس یې … نور ولولئ