افغانستان

پکتیکا کې ۲۸ میرمنو ته د میوو او سبزيو وچوونکي دستګاوې ورکړل شوې

خبر: بشر درویش پکتیکا کې پر یوشمېر مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې ووېشل شوې. د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرو مېرمنو د مېوو او سبو وچوونکي دستګاوې وېشل شوي دي. دغه دستګاوې ددې ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د یوسف خېلو، اورګون او یحی خېلو په ولسوالیو کې پر ۲۸ مېرمنو وېشل شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د … نور ولولئ

افغانستان

هلمند او د بڼوالۍ پراختیا؛ ۱ میلون او ۲۰۰زره تصدیق شوي نیالګي چمتو شوي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار یو میلیون او ۲۰۰ زره تصدیق شوي مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي الکو له … نور ولولئ

افغانستان

د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته؛ د خپلسرو تاسیساتو جوړیدو پر درولو خبرې وشوې

راپور: بشر درویش محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو و وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال سهیل محمود سره وکتل. دا لیدنه پرون شوې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ښاغلي محمود د یو لوړ پوړي پلاوي، چې د پاکستان د بیلابیلو بنسټونو استازي په کې حضور لري، په مشرۍ «د سولې لپاره د افغانستان او پاکستان د سولې او پيوستون د عمل پلان» دوره يي ناستې کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون په موخه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له اروایي فشار (سټرس) سره د مقابلې لارې وپېژنئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل دا چې ژوند له داسې لوړو ژورو څخه ډک دی، چې ډډه ترې نه شي کېدای، په دې کې شک نه شته، چې همدا لوړوې او ژورې په افرادو کې د اروایي فشار کچه په څو څو ځله زیاتوي. له پېښو ډکه نړۍ هره ورځ موږ له اروایي فشار زېږونکو خبرونو سره مخامخ کوي او د دې سبب ګرځي، چې اروایي فشار د یوې ثابتې برخې په توګه زموږ په وجود … نور ولولئ

ادبیات

هغه لفظ، چې سم لیکل یې لازمي دي

مهر تاج ما د یوې خبرې په ځواب کې «انشاءالله» ولیکل، نو یو ښاغلي راته وویل: نا، ګرانې! دا لفظ «انشاءالله» نه بلکې « ان شاءالله» لیکل سم دی. د دې دواړو الفاظو معناوې جلا جلا دي. زه، د دۀ ښاغلي په خبره حیرانه شوم، د خپل ناقص علم له مخې مې ورته وویل، چې ما په فلان سورة کې دغسې لیکل شوی لوستی دی، نو تاسي ښاغلی څنګه ویلای شئ، چې داسې لیکل یې … نور ولولئ

پوهنه

عبدالرحمن بن ملجم پر حضرت علي رض د سجدې پر مهال برید وکړ

راټولونه: صدیقه پوپلزۍ نوم يې علي، كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب و، حيدر (زمرى) يې لقب و. د پلار نوم يې ابو طالب او د مور نوم يې فاطمه و. ۱۵ سپټمبر کې زېږېدلى و، د نسب پوره لړۍ يې داده: علي بن ابي طالب، بن عبدالمطلب، بن هاشم، بن عبد مناف، بن قصى، بن كلاب، بن مره، بن كعب، بن لوئ. څنگه چې د ابو طالب واده د خپلې كاكا له لور … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه عادتونه چې د زړښت ستر لامل کېږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ۱ـ د شپې لخوا له پنځو ساعتو څخه کم ویده کېدل بې خوبۍ نه یوازې د سترګو په چاپېره کې د تورو پړسېدلو حلقو سبب ګرځي، د وجود د کمزورۍ لامل هم ګرځي. لږ تر لږه د شپې لخوا ۷ ساعته خوب کول د بدن لپاره اړین دی. که چېرې د ورځې لخوا مو د ستړیا احساس کاوه، ذهن مو نارامه و، د فکر کولو ستونزه درته پیدا کېدله او وزن مو … نور ولولئ

سپورټ

د وروستیو ښو لوبو له امله مجیب زیات ستایل شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه سلو توپ اچونکی مجیب ځدران د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر ښه ځلېدو وروسته زیات ستایل شوی. مجیب ځدران د ویسټ انډیز په سي پي ایل سیالیو کې تر ټولو توپ‌اچونکو زیاتې ویکټې اخیستې دي. مجیب توانېدلی، چې په کارابین لیګ کې ۱۳ ویکټې تر دې دمه واخلي. هغه دا ویکټې په ۶ لوبو کې اخیستې دي. په کارابین … نور ولولئ

سپورټ

د دوو الراونډرانو ۱۵۳ منډو ملګرتیا د اېرون فېنچ لوبډله ماته کړه

سپورټ یاران د استرالیا کرکټ لوبډله له انګلستان سره د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی پیل کړی. یاده لوبډله اوس د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې قرار لري او شاوخوا ۲۴ لوبغاړو په خپلو کې یو ورځنۍ تمریناتي لوبې پیل کړي دي. د اګسټ په ۳۱ مه د دوشنبې پر ورځ د اسټرالیا کرکټ لوبغاړي په دوو برخو ووېشل شول. یوه برخه یې د پټ کمېنس لوبډله او بله یې … نور ولولئ

خواړه

د ویټامین ډي کموالی او د خېټې لویېدل

ژباړه: مهر تاج د ویټامین ډي D کموالۍ د انسان د وجود په ټولو غړو باندې ډېر بد سیوری درلودی شي. ورستیو څېړنو ښودلې ده، چې د انسان د ناموزون اندام سبب هم جوړېدای شي، لکه د خېټې لویېدل یا غټېدل. د «امریکا جرنل آف کلینیکل نیوټرشن» لیکي: “طبي متخصیصین د ځینو څېړنو وروسته دې پایلو ته رسېدلي، چې د ویټامین ډي کموالۍ نه تنها د هډوکو د کمزورتیا سبب کېږي، بلکې په اندام هم … نور ولولئ