رسنۍ

عراقيانو د دجلې ټلويزيون ودانۍ ته اور اچولی

خبريال: مدثر دعوت د عراق خلکو پر ځايي تلويزيوني شبکې “الدجله” حمله کړې او ودانۍ ته يې اور اچولی. د مالوماتو له مخې د دجلې ټلويزيون په ځينو خپرونو کې د عاشورا په ورځ سندري نشر سوي وې نو ځکه يې خلک په خښم کړي. عامو خلکو رسنيو ته ويلي چې دې ټلويزيوني شبکې د عاشورا د ورځې حرمت ته هيڅ درناوی ندی کړی او د سندرو ترڅنګ يې د فحشا خپرونې هم وړاندي کړي. … نور ولولئ

سیاست

پر پوتین د وژنې تور؛ وايي خپل سیال ته یې زهر ورکړي

راپور: مهر تاج د “الکسي نولني” ملګرو او پلويانو يې د روسیه پر ولسمشر “ولادمیر پوتین ” د زهرو ورکولو تور پوري کړی دی. د مخالف ګوند مشر “الکسي نولني” نږدي کسانو ویلي دي، چې د روسیه په حکومت کې پوتین یواځنی کس دی، چې خپل منتقیدین په غیر مستقیم ډول تر فشار لاندي راولي، او له دوی سره د زورزیاتي نه کار اخلي، دوی ته د مرګ دسیسي جوړوي. امریکايې چارواکو هم په دې … نور ولولئ

سیاست

فلسطینیان پرې خفه دي؛ د اسرائیل لومړنۍ تاریخي الوتنه د سعودي له فضا تېره شوه

د امریکا د ولسمشر زوم او سلاکار د اسرایلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره یو ځای په هغه الوتکه کې سپاره وو چې له تل ابیب څخه متحده عربي اماراتو ته یې لومړنۍ تاریخي الوتنه وکړه. دوی د هغه تاریخي تړون د نهايي کولو لپاره اماراتو ته ولاړل چې د خلیج له پیاوړي هیوادونو سره د اسرایلو اړیکې عادي کوي. دې پلاوي په ابوظبۍ کې د رسمي خبرو تر پیل مخکې د ملکي هوايي چلند … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۱۹ وروستۍ میاشتې او د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ماتې

سپورټ یاران د پاکستان کرکټ لوبډله چې د ۲۰۲۰ د مارچ تر میاشتې پورې په شل اوریزو لوبو درجه‌بندۍ کې لومړي مقام کې اوس یې د بخت کاسه چپه شوې او د پرله‌پسې لوبو بایللو له امله په شل اوریزو لوبو کې وروسته تګ کوي. که څه هم په مارچ کې د کرکټ نړیوالې شورا نوې درجه بندي خپره کړه او په دغې درجه‌بندۍ د پاکستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له لومړي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ډله‌يیز کار پنځه سترې ستونزې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هغو کارمندانو لرل، چې په ښه توګه یو د بل ترڅنګ ډله ایز کار ترسره کوي، کولای شي ستاسو کار په ډېرې آسانۍ سره پرمخ یوسي، خو ډله ایز کار تل لکه څنګه چې پرمخ لاړ شي، نه ځي. په دې ځای کې هوډ لرو، چې د ډله ایز کار پنځو ستونزو ته اشاره وکړو، چې د ښې پایلې د ترلاسه کولو لپاره، غوره ده، چې لرې یې کړئ. یوې … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان او انګلستان په شل اوریزه لوبه کې د لوبډلمشرانو مثبت رول

سپورټ یاران د یکشنبې په ماښام د انګلستان مانچېسټرښار د دوو لوبډلو د شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړ. په دې لوبه کې خارق العاده کار دا وشو، چې د پاکستان او انګلستان لوبډلمشرانو ۵۰ جمع یا فېفټي پلس منډې وکړې او د لوبډلو د منډو په پرمختګ کې یې رغنده رول ولوباوه. د پاکستان لوبډلمشر د پیل یا اوپننګ مقام کې د خپلې لوبډلې ملا په خورا ښه ډول وتړله، بابراعظم چې په شل اوریزو … نور ولولئ

افغانستان

د افغان او اوزبیکستاني سیالانو لیدنه؛ ۱۹ کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي

راپور: بشر درویش د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د اوزبیکستان له لوړ پوړو مقاماتو سره د لیدنو په دوام د اوزبیکستان ملي امنیت سلاکار ویکتور محمدوف سره وکتل. ښاعلی اتمر اوزبیکستان د افغانستان تاریخي ملګری وباله او په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لاپراختیا ټينګار وکړ. د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادنو … نور ولولئ

افغانستان

د شاتو مچیو د روزنې بې سارې وده؛ بامیان د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدوي

راپور: بشر درویش د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې د بې سارې ودې خبره کوي او وایي، چې په دې ولایت کې د کال نږدې ۵۲ ټنه شات تولیدیږي. د بامیان دکرنې رییس عبدالوهاب محمدي وایي، نږدې پنځه یا شپږ کاله کیږي، چې په بامیانو کې د شاتو مچیور روزل دود شوی دی او موږ ۷ تر ۸ د شاتو … نور ولولئ

سپورټ

د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون د بارسلونا فوټبال لوبډلې مسوولینو او لوبغاړو د کورونا ټیسټونه ورکړل، چې د میسي پرته د بارسلونا یو شمېر لوبغاړي ټیسټ ورکولو ته تللي وه. د نورو مینوالو ترڅنګ یو ماشوم د لوبغاړو مخې ته راغلی وو، تر څو میسي له نژدې وګوري او هغه ادعاوي درواغ ثابتې کړي، چې میسې له لوبډلې جلا کیږي. پر ټولنیزو رسنیو د یوه ماشوم انځورونه ډېر لاس پر لاس شوي، د میسي لباس یې … نور ولولئ

سپورټ

انګلستان کې نندارچیان د فوټبال لوبې لیدلو ته راګرځېدلې + انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي په انګلستان کې د فوټبال سیالیو لیدلو ته نندارچیان نور کولای شی، چې لوبغالي ته ورشي او د فوټبال سیالۍ له نژدې وګوري. دوو انګلستانۍ لوبډلو چلسي او برایټون یو د بل په وړاندې فالمر لوبغالي کې دوستانه سیالي لرله، چې یاده لوبه چلسي ۱ ګول پر ۰ وګټله او بریا یې خپله کړه. یادي لوبې ته محدود شمېر مینوال راغلي وه او د فاصلې په مراعتولو سره یې د چلسي او … نور ولولئ