افغانستان

د ملي مصالحې شورا تشکیلات؛ کرزي يې غړیتوب رد کړ

راپور: مليحه ناصري ولسمشر غني د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې شورا تشکیلات اعلان کړل. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر د یوه حکم په ترڅ کې د ملي مصالحې عالي شورا د ځينو غړو نومونه اعلان کړل. په دې حکم کې یې له خصوصي سکتور، عالمانو، ملي شورا، ولایتي شوراګانو او رسنیو څخه غوښتي چې د یوې اونۍ په ترڅ کې خپل استازي د دې شورا د غړیتوب لپاره راوپېژني. د دې … نور ولولئ

افغانستان

«کیدای شي د پاکستان اټومي وسلې د ترهګرو لاس ته ولويږي»

ژباړه: عایشه حیدري ځینې افغان سیاستوالو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د ورځ تر بلې زیاتېدونکي رول په تړاو خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ويلي يې دي چې د دغه ډول رول په زیاتېدلو سره کېدای شي د پاکستان اټومي – تکتیکي وسلو ته د تروریستي ډلو د لاسرسي شونتیا کچه تر پخوا لا لوړه شي. له صبح کابل څخه په نقل د اسپوټنیک راپور د افغانستان د ملي امنیت د … نور ولولئ

سپورټ

پولارډ په هسکو شپږیزو ټرېنباګو لوبډله په شپږمه بریا ونازوله

سپورټ یاران د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو ۱۷ مه لوبه د ټرېنباګو نایټ رایډرز او د باربادوس ټرایډېنټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. باربادوس لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره د جانسن چارلس د ۴۷ منډو او د کایل مایرس د ۴۲ منډو په مرسته ۱۴۸ منډې وکړې. راشدخان هم د باربادوس لوبډلې په ګټه په ۶ توپونو ۱۲ منډې وکړې. د لیګ مخکښه لوبډله ټرېنباګو هم په لومړیو … نور ولولئ

سپورټ

راینا: له اۍ پي ايل ځکه ووتم چې د خپلو ماشومانو روغتیا راته مهمه ده

نعمت الله مقبول د سریش راینا د 2020 کال آی پی ایل څخه د وتلو پریکړې چینای لوبدلې ته ستر ګوزار ورکړ. چيناي سوپر کینګز (CSK) د شنبې په ورځ دا خبره په ډاګه کړه چې د دوی غوره بیټسمین او د ( اۍ پي ایل) نوموتي لوبغاړی سریش راینا ددې لوبو د راتلونکې فصل څخه بهر شو. دوى وايي د راينا په ځاي د بل غوره لوبغاړي دموندلو په لټه دي. راينا په تيرو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په اوړي کې د پښو بوى داسې له منځه يوسئ

ژباړه: شپنه سلګۍ په اوړي کې د پښو ناوړه بوی چې د ځینو روغتیايي او عادي لاملونو له امله پیدا کېږي، خپله کس او شاوخوا نور کسان له ستونزو سره مخ کوي. د ګرمۍ په موسم کې دغه ستونزه په پښو کې د خولې د زیاتوالي له امله زیاتېږي. په هره اندازه چې پښه ډېره خوله وکړي په هماغه اندازه د پښو ناوړه بوی زیاتېږي. که چېرې له دغې ستونزې سره مخ یاست، نو د … نور ولولئ

سپورټ

د حیدراباد لوبډلې هیلې او د محمدنبي ځلېدل

سپورټ یاران که د کورونا ویروس ستونزه حل شي او د آی پي اېل لوبغاړو له دغه ویروسه پاک وبلل شي، نو دغه لوبې ښایي د سپټمبر په ۱۹مه نېټه پیل شي. که څه هم لوبو ته شاوخوا شل ورځې پاتې دي، خو د لوبډلو لخوا چمتووالی روان دی او لوبډلو د خپلو هغو لوبغاړو ستاینې پیل کړي، چې په لوبو کې بوخت دي او ښه ځلېدلي دي. تازه د سنرایزرز حېدراباد کرکټ لوبډلې د … نور ولولئ

پوهنه

د فېسبوک کارول ګټې او تاوانونه يې

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ فېسبوک یوه ټولنیزه وېبپاڼه ده، چې په ۲۰۰۴م د فبرورۍ په څلورمه د مارک زوکربرګ او په هارورډ پوهنتون کې د هغه د کوټې ملګرو په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فیسبوک موسسینو په لومړیو کې د دې وېبپاڼې غړي یوازې د هارود پوهنتون په زده‌کونکو پورې تړاو درلود، وروسته یې نورو پوهنتونونو ته پراخه کړل په ورو ورو یې د لېسو زده‌کوونکو ته غړیتوب ورکول هم پیل … نور ولولئ

سپورټ

ښایي د هندوستان کرکټ بورډ د آی پي اېل د لوبو مهالوېش وځنډوي

سپورټ یاران وروسته له هغې چې د چینايي سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې درې لوبغاړي او لس نور رهبرۍ غړي په کورونا ویروس  ککړ وبلل شول، د آی پي اېل د مهالوېش په اړه بیا غور پېلېدل شروع شوي. په لوبغاړو کې یو هم سورېش‌رېنا دی، چې په کورونا ویروس اخته بلل شوی، که څه هم د شنبې پر ورځ د هندوستان ورزشي وېبپاڼو راپور ورکړ، چې سورېش‌رېنا نشي کولای چې د یوې کورنۍ ستونزې له امله … نور ولولئ

ژوند بڼه

د کرونا وېروس په مثبتو پيښو کې هندوستان نړيوال ريکارډ جوړ کړ.

خبريال: مدثر دعوت هندوستان کې په يوه ورځ تر بل هر هيواد ډېري د کرونا وېروس پيښي ثبت سوې. هندوستان کې نن د کرونا وېروس ۷۸۷۶۱ مثبتي پيښې ثبت سوې چې په نړيواله کچه يې ريکارډ جوړ کړ. د جولای په ۱۶مه نېټه په امريکا متحده ايالاتو کې ۷۷۲۹۹ مثبتي پيښې ثبت سوي وې چې دا ريکارډ نن هند کې مات سو. هند د نړۍ دويم ډېر نفوس لرونکی هيواد دی چې د کرونا وېروس … نور ولولئ

رسنۍ

د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی ومړ

خبريال: مدثر دعوت د سېنما د نړۍ مشهور لوبغاړی چادويک بوزمن مړ سو. چادويک ارون بوزمن چې ليکوال،لارښود او د سېنما ستوری وو ،د سرطان ناروغۍ سره د څو کلونو مبارزې وروسته ومړ. نوموړي ۱۷ کلونه په مسلکي ډول سېنما کې تېر کړه،د مارول سېنمايي نړۍ کې د بلک پنټر رول درلودی چې د هاليووډ د مشهور ترینو فلمونو څخه وو. د چادويک د مرګ خبر د هغه د کورنۍ لخوا خپور سو،دوی ويلي چې … نور ولولئ